په غزني کې ولسي پاڅونوالو په دولت غږ كړى، چې که حمايت او اكمال يې ونه شي، ددې وېره شته چې ډېر ملګري يې د وسله والو مخالفينو لیکو ته واوړي.

د غزني چارواکي وايي، د پاڅونوالو په ملاتړ د غزني په ګڼو سيمو کې ښوونځي فعال شول، د پرمختيايي پروژو د پلي کولو لپاره زمينه مساعده شوه، خو د طالبانو د ځپلو له كبله اوس په شخصي بدۍ اوښتي، پاڅونوال اوس يوازې د خپل سر او كورنيو د ساتني لپاره مورچلونه ساتي.

د غزني ولسي پاڅونوال وايي، د دولت د نه ملاتړ له امله په ياد ولايت کې ۴۰۰ ولسي پاڅونوال او د هغوی کورنۍ په شخصي دښمنيو کې کېوتې دي.

په قرباغ کې ولسي پاڅونوال اسلام الدين وايي، دا بدۍ ددې لامل شوې، چې اوس به يا وژل کېږو او يا به هم يو، يو د خپل سر او کورنۍ د ساتنې په خاطر د وسله والو ليکو ته ور اوړو.

ولسي پاڅون د ۱۳۹۱ کال په وږي مياشت کې د غزني له اندړو ولسوالۍ پيل شو، چې د مسوولينو په وينا يې په اندړو، مُقر او قرباغ ولسواليو کې يې له کابو ۹۰۰ کليو څخه ۵۰۰ هغه د وسله والو له فعاليتونو پاک کړي دي.

تر پاڅونونو د مخه په يادو ولسواليو کې هېڅ ډول پراختيايي پروژې نه وې، خو اوس په يو شمېر سيمو کې د پراختيايي پروژو ترڅنګ د نجونو او هلکانو ښوونځي هم فعال شوي دي.

په غزني کې د سيمه ييزو پوليسو د پروژې مسوول خليل هوتک محور ته وويل، ولسي پاڅونوال او سيمه ييز پوليس په دغه ولايت کې په خورا ناوړه حالت کې دي، په شخصي بديو کېوتي، خو د دولت له ملاتړه بيخي بې برخې دي: ((دوی اړ دي، چې د تل لپاره وسله په غاړه وګرځوي، د ځان او کورنۍ ساتنه وکړي. په روان کال کې يې کرنيز حاصلات په باغونو کې له منځه لاړل، دوی د کورونو او کليو په سرونو مرچلې ټينګې کړې او په يوه نامعلومه جګړه ييزه سيالۍ کېوتي، چې ځانونه ترې نشي خلاصولای.))

غزني ولایت ۱۳۵۰ سيمه ييز پوليس لري، چې په اجرستان، ګيلان، مقر، اوبند، قرباغ، واغض، اندړو، ديک، ګيرو او خواجه عمري سيمو کې دېره دي.

بلخوا په غزني کې په سيمه ييزو پوليسو نيوکې دي، چې د ولسي خلکو په ځورونه کې لاس لري، غلاوې کوي او ان د دوی له لاسه د يو شمېر ولسواليو بازارونه تړلي دي. ځايي خلک وايي، د يوې ولسوالۍ سيمه ييز پوليس د بلې ولسوالۍ خلک ځوروي او ان قومونه په خپلمنځۍ بدۍ اوښتي دي.

د سيمه ييزو پوليسو مسوولين وايي، په ټول ژمي کې له دې امنيتي تشکيل سره هېڅ راز د اعاشې، البسې او نوره مرسته نده شوې، يوازې هر محلي پوليس ته ۹۳۰۰ افغانۍ مياشتنۍ تنخوا ورکول کېږي، چې هغه هم په وخت نه ور رسېږي.

د سيمه ييزو پوليسو د پروژې مسوولين دا نه مني، چې ياد پوليس دې په ناراميو او د خلکو په ځورولو کې لاس ولري. دوی وايي، په هره سيمه کې د هغه سيمې کسان په دې ليکو کې ګومارل شوي، څو د دا ډول پېښو مخنیوی وشي.

په ورته وخت کې د غزني مرستيال والي احمد علي احمدي وايي، په لومړيو وختونو کې د ولسي پاڅونوالو پوره ملاتړ وشو او د مختلفو اړخونو نه يې مرستې تر لاسه کړې، خو دی زياتوي، چې اوس له پامه لوېدلي دي. د ښاغلي احمدي په وينا، ولسي پاڅون د غزني په ډېرو سيمو کې د امنيت په برخه کې ښه رول ولوباوه، خو اوسنی بې برخليکه حالت يې اندېښمنوونکی دی. دی هم وايي، که د پاڅونوالو ملاتړ ونشي، نو يا به وژل کېږي، سيمې به پريږدي او يا به هم د وسله والو په ليکو ور ګډېږي.

د غرني ولايت مسوولين مني، چې سيمه ييز پوليس به يو لړ ستونزې ولري، خو وايي، د هغوی لپاره يو منظم تشکيل شته، معاشونه ورکول کېږي او امکانات ورته برابر دي.

2 thoughts on “محور ورځپاڼه: د غزني پاڅونوال، مجبور لښکر”
  1. وايي … هډوکی خوړ خو هضمولو ته ئی پام نه وو، د اندړو او نورو ولسوالیو پاڅون کوونکو هم له دې فاسد دولته د وفا تمه لرله او دومره غټي بدۍ ته يي اوږه ورکړه چی اوس يي سمبالول د فیل معده غواړي. د غزني په ولایت کي خو په هیڅ صورت باید دا پاڅون نه وای سوای، ځکه له یوې خوا د کرزي د فاسدي ادارې په ټول پیر کی ورته د پرمختګ کار و نسو او له بلي خوا يي په لوی لاس اداره هزاره ګانو ته وسپارله لکه هغه چي هلته ډیری وي او پښتانه لږکی. په پرتلیز ډول له نورو جنوبي ولایتونو د غزني طالبان بیخي زیات دي، نو تر دې به ښه داوه چی له طالبانو سره د خبرو له لاري دې خلکو یو اوربند کړی وای تر څو د یو بل سم دولت تر راتلو پوري خو کم ترکمه په ارامه ژوند کړی وای.

  2. سلامونه
    موژ پشتانه بدبخته يو په لوي لاس مو غزني د ايرايانو جاسوسان ته وسپاره
    او ايران په مهارت سره دا كار مخته بيايي چيري چه شيعه لژه كي دي هلته ايران خپله پانگونه كوي او دا به په راتلونكي كه درد سر وي پشتنو ته.
    پشتنو ته اوس پكار ده چه له عقله كار واخلي او يو موتي شي كنه په رنگا رنگ بهانو به وژل كيژي
    په هيله د يوالي او سمسور افغانستان

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *