د پوهنې وزارت اطلاعیه
د دلوې ۲۸ – ۱۳۹۲

د لوړو زده کړو او نیمه لوړو زده کړو هغو ټولو فارغانو ته چې د پوهنې وزارت په چوکاټ کې یې د ښوونکي د سپیڅلې دندې د تر لاسه کولو لپاره د ازادې سیالۍ لپاره نوم لیکنه کړې او یا یې کوي ، خبر ور کول کیږي چې ددوی ازموینه چې ټاکل شوې وه د راتلونکې جمعې په ورځ د حوت د میاشتې په دویمه نیټه واخیستل شي د راتلونکې حوت میاشتې ۹ مې نیټې (بلې جمعې ورځې) ته وځنډیدله . لامل یې په ځینو ولایتونو کې د هوا د یخوالي له کبله د لارو بندیدل ، ولایتي مرکزونوته دګډونوالو د ورتګ یو لړ ستونزې او د عمومي ازموینې فورمونو ته په پراخه کچه په یو شمیر سیمو کې تر دې مهاله نه لاس رسی دی. پر دې بنسټ هغو ټولو کسانو ته چې غواړي د ښوونکو د جذب په ملي ازموینه کې برخه واخلي نورچانس هم ور کول کیږي چې په راتلونکو ورځو کې په کافي تیاري سره دې ازموینې کې برخه واخلي .
په درنښت
د پوهنې وزارت د نشراتو او اطلاعاتو ریاست