تاند- د افغان طالبانو یو مهم مشر مولوي عبدالرقیب نن په پېښور کې د نامعلومو وسله والو په ډزو ووژل شو.
د پاکستاني رسنیو د راپور له مخې مولوی عبدالرقیب نن هغه مهال ووژل شو چې له خپل کوره ووت.
مولوی عبدالرقیب د تخار ولایت اوسېدونکی و.
په وروستي یو کال کې په پاکستان کې د افغان طالبانو مرموزې وژنې زیاتې شوي دي.
د تېر میلادي کال (۲۰۱۳) په دسمبر کې په کوټه کې نامعلومو وسله والو طالبانو مهم قومندان نورالله هوتک، چې د زابل اوسېدونکی او د کوټې د شورا غړی و، د بلوچستان ایالت په مرکز کې وواژه.
د نوموړي تر وژل کېدو مخکې د نوومبر په لسمه د حقاني شبکې مالي مسوول نصرالدین حقاني په اسلام اباد کې ووژل شو.
ورپسې د نوومبر په ۲۱ مه د حقاني شبکې یو بل مهم غړی مولوي احمد جان د امریکا د بې پېلوټه الوتکې په برید کې په هنګو کې ووژل شو.
په پاکستان کې د طالب قومندانانو د وژل کېدو دعواملو په اړه مختلفې ادعاوې کېږي. ځیني یې د طالبانو په منځ کې خپل منځي اختلافات بولي، ځیني وايي چې د آی ایس آی له لوري د افغانستان له دولت سره د تماس په شک وژل کېږي او درېم نظر دا دی چې د افغانستان د ملي امنیت د ادارې له لوري ترور کېږي.
ډیر د تاسف ځای دی چی اوس هم طالبان د پاکستان لکی نیولی دی
آی دی طالبانو مشرانو اوس خو تاسو ته معلومه شوه چی تر هغه پوری چی د پاکستان ګټه تاسو کښی خوندی وی تاسی ژوندی یی او کله چی پوه شو چی نور د هغوی په درد نه لګیږی نو بیا داسی یو کار کوی تاسو سره
لکه څرنګه چی تاسی ته معلومه ده دا قومندان د هغه ۱۵ کسانو له جملی څخه وه چی د معتصم آغا جان سره د سولی په خبرو راضی شوی وو نو له ده څخه آی آس آی ژوند واخیست
آی ټول مشرانو د خدای روی وګوری نور ددی وطن بچیان په مختلفو نومونو مه وژنی
پاکستان هم لکه د نمرود په شان چاته چی وغواړی ژوند ورکوی او چاته چی وغواړی مرګ ورکوی. مطلب می داده چه،دا د طالب او ملا په څیرو کی پاکستانی اجنټان به تر هغه ژوندی ګرځی تر څو چی دوی د پاکستان هر کفری او خبیث امر ته لبیک ووایی که نه یی منی دا به یی حال وی. پرون می هم یو ملګری ته زمونږ د پارلمان د یو داسی وکیل خبره کوله کوم چی د کلونو راهیسی په پیښور او اسلام اباد کی د وسلو او باډی ګاردانو سره ګرځی او هم روزمره راپور ای ایس ای ته ورکوی چی یوه ورځ به یی همداسی په دی سرسر په پیښور او یا هم په اسلام اباد کی ولی او الله دی دا ورځ راولی. طالبان باید پند واخلی چی دوی د امریکا په پیسو او د باکستان خبیث په منافقت باندی ددی لپاره رامنځ ته شوی وه چی پښتون بی وسلی کړی او د امریکا راتګ ته لاره هواره کړی. چی طالبان د امریکا په راتګ کی او د اسلام په ځپلو کی هم اهم رول درلود. انشا الله چی همداسی به مو به دی سرسر ولی.