د ارزګان ولایت د مطبوعاتي دفتر خبرپاڼه :
د اروزګان ولایت د والي مرستیال شیرباچا ارګوني وویل چي په په پلان کښي لري چي سږکال ددي ولایت په مرکز او ولسوالیو کښي د نشه یی توکوپروړاندي خپلې مبارزي ته دوام ورکړي او هیچاه ته اجازه ورنکړي چي په خپلو ځمکوکښي کوکنار وکري.
ارګوني چی نن د اداري مجلس پرمهال يي خبري کولي په ځانګړي ډول یي دملکی او نظامي چارواکو څخه وغوښتل چي په خپلو ځمکو کښي دي د تاریاکو پرځاي نور کښت کر کړي .
ده وویل که چیري کوم دولتي کس په اروزګان کښی په خپله ځمکه کوکنار کرلي وو نو سمدستی له دندي ګوښه کیږي او څارنوالي ته به ورپیژندل کیږي .
د والي مرستیال وویل چي پدي اړه يي یوشمیر پروګرامونه هم ترلاسه لاندي نیولې دي چی له مخې به یي په ترینکوټ او ولسوالیوکښي د نشه يي توکو پر وړاندي کلکه مبارزه وکړي اوپه ټولو سیموکښي به د هغو کروندګرو پروړاندي قانونې چلند وکړي چي کوکنار يي کښت کړي وي .
ارګوني وايي چي په پام کښي لرو سږکال په ټول اروزګان کښي زرهکټاره ځمکه هم له کوکنارو کښته پاکه کړي په هغوسیموکښي چي
دارزګان ولایت دمطبوعاتی دفتر لخوا