احمد ولي سرحدي – د ولسمشریزو ټاکنو لپاره د سیالیو په لړ کې نن د زابل ولایت په مرکز کلات او شاه جوی ولسوالۍ کې دعبدالرب رسول سیاف په ملاتړ غونډه جوړي شوه.
دغو غونډو کې چې د زابل له مرکز او ولسوالیو څخه لسګونو کسانو برخه اخیستی و ګډونوالو یې د خپلو کاندیدانو په ملاتړ شعارونه ورکول او وایي چې په راتلونکو ټاکنو کې به ورته رایه ورکړي.
د عبدالرب رسول سیاف کمپاین کوونکي وايي چې توانیدلي په زابل ولاتی کې د خپل کاندید لپاره پراخ ملاتړ راجلب کړي.
دوي زیاتوی چې په نننۍ غونډه کې د زابل له بیلابیلو ولسوالیو څخه خلکو ګډون درلود او له سیاف څخه یې ملاتړ اعلان کړ.