تاند- د امریکا په پینسلوانیا ایالت کې نولس کلنې مرانډا باربوې اعتراف وکړ چې تر ۲۴ تنو زیات کسان یې وژلي دي.
دې دا اقرار د یوه ۴۲ کلن سړي د وژلو په تړاو د ګروېږنو (استنطاق) په ترڅ کې وکړ.
«مرانډا باربوې» پر جرم د اعتراف په مهال وویل چې له الاسکا څخه رانیولې تر شمالي کارولینا پوري یې د امریکا په بېلابېلو ایالتونو کې خلک وژلي او د دوه ویشتم قتل له کولو وروسته یې پرېکړه کړې وه چې نور بس کړي.
خو دې په عین حال کې وویل، که خوشي شوه نور کسان به هم ووژني. دې ادعا وکړه چې شمالي کارولینا ته تر تګ مخکې په دیارلس کلنۍ کې په یو پټ شیطاني مسلک کې شامله شوه، په دې ډله کې شاملو کسانو ته د قتل کولو روزنه ورکول کېده او دا یې تکړه غړې وه.
مرانډا او د هغې ۲۲ کلن خاوند اعتراف کړی چې د انترنټ له لارې یې کسان موندل او بیا یې په موټر کې د حنجر په وسیله وژل.