تاند- د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت نن د ایران د کورنیو چارو وزیر د وروستۍ پټکې په وړاندې توند عکس العمل څرګند کړ، ویې ویل، د هیڅ هیواد پوځیان د پاکستان خاورې ته نه شي وراوښتلای.

د ایران د کورنیو چارو وزیر پرون په تهران کې خبریالانو ته ویلي و که پاکستان خپلې پولې کنټرول نه کړي، ایران خپل حق بولي چې په دغو هیوادونو کې مداخله وکړي.

د ایران د کورنیو چارو وزیر عبدالرضا رحماني فضلي ویلي چې د خپلو پوله ساتو د خلاصون لپاره په خپله اقدام کولی شي خو ښه دا ده چې د ایران تر اقدام مخکې پاکستان په خپله په جدیت مسله حل کړي.

ده خبرداری ورکړ، که پاکستان فوري اقدام نه شي کولی ایران د خپلو پوله ساتو د موندلو لپاره پاکستان او افغانستان ته ځواکونه لېږلی شي.

د جیش العدل په نوم یوې ډلې د ایراني پوله ساتو د تښتولو ادعا کړې ده.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویندویې وویل، داسي هیڅ شواهد نشته چې د ایران تښتول شوي سرحدي ځواکونه دې په پاکستان کې وي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویندویې د ایران د کورنیو چارو وزیر عبدالرضا رحماني فضلي پر څرګندونو ژوره اندېښنه ښکاره کړه، ویې ویل چې پاکستان د تروریزم پرضد کلک ګامونه اخلي او ایران ته به اجازه ورنه کړي چې خپل پوځیان د پاکستان خاورې ته راولېږي او د پاکستان په خاوره کې دننه عملیات وکړي.

دې همداراز ویلي چې ایران باید د پاکستان د پولو درناوی وکړي، د ایران امنیتي او سرحدي ځواکونه دا واک نه لري چې له پولې راواوړي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت دا هم ویلي چې تښتول شوي ایراني پوله ساتي د ایران په خپله خاوره کې دي ځکه چې هغوی د ایران په خپله خاوره کې تښټول شوي دي.

5 thoughts on “پاکستان د ایران د کورنیو چارو وزیر پر څرګندونو توند عکس العمل وښود”
  1. پاکستان ډیر وخت نه لری ، ښایی ډیر ژر به د هرج او مرج تر کرښی ورسیږی. د هرج مرج پیل په خورا جدیت او شدت روان دی . فکر کوم چی نړی هم د پاکستان په اضافه مضر وجود پوهیدلې ده ، یوازی انګلستان د دې سیل مخه نیولې ده او هغه هم د پاکستان د نجات لپاره نه بلکی د وړو ځای ناستو اجنتانو حکومتونو د روزلو او پیدا کولو تر مهاله ، په داسی حال کی چی اوس د نړی ابرقدرتونهد د پاکستان نوی واړه ځای ناستی يوازی انګلستان ته نه پریږدی . او دا دی سیمه ایز او کورنی حالات هم د پاکستان د نابودې لوری ته روان دی

  2. سلامونه
    الله ج د داسي شر په د دوه همسايگانو كي كد كي چه خير د افغانستان او افغانانو په كي وي امين
    او دا ناجايزه اولاد دانگليس به يعني چتلستان به اخر توتي توتي كيژي له خيره

    په هيله د يوالي او سمسور افغانستان

  3. پكه دادي بله سپكه د افغانستان بي همته او بي غيرته خارجه وزير او بي غيرته كرزي ولي خپل غژ نه پورته كوي
    چه ايران افغانستان ته هم خپل عسكر گواشي .

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *