د سولې قربانیان به ترکومه وي؟
په دې وروستیو کې د سولې په تړاو دطالبانو سیاسي مشرانو له افغان دولت سره دخبرو په لاره کې ګام پورته کړی او دا هیلې یې پیدا کړي چې ګني ډېر ژر به هغه پاټک هم وشلیږي چې دافغان دولت او طالبانو ترمنځ ټینګ و. وسله والو طالبانو په دې ټینګار درلود چې خبرې یې افغان حکومت سره کومه ګټه نه لري او دجګړې قومانده دامریکا په لاس کې ځکه نو له امریکا سره د خبرو چمتووالی شته .
خو په دې وروستیو کې یو شمیر طالب مشرانو په عربي اماراتو کې ځینې ناستې کړي دي. سرچینې وايي د دوبۍ په وروستۍ غونډ کې ډیر شمیر طالب مشرانو ګډون کړی و او دسولې دعالي شورا له ځینو غړو سره یې خبري کړي دي .
که څه هم وسله وال طالبان په رسمي توګه د دا ډول راټولیدنو په اړه څه نه وايي خو، په جګړه کې ښکیل جنګیالي بیا په دا ډول خبرو خورا سختې نیوکې کوي او وايي چې امریکا او افغان دولت په خبرو کې هاغسې ریښتونې نه دي څه چې د سولې تمې پیدا کولی شي.
یوشمیر طالب جنګیالي له خپلو سیاسي مشرانو غواړي چې ترهغې دې د سولې لپاره د په ناستو او غونډو نه تیروځي چې په سمه توګه د دوی شرایطو ته پام ونه شي. دغه قوماندانان وايي تردې دمه په ریښتوني ډول هیڅ ډول چمتووالی د افغان دولت او امریکا له لوري نشته او ډېرځله د سولې دمرکچیانو خبرې د وسله والو طالبانو دتسلیمۍ په مانا وي . جنګیالي طالبان وايي ترهغې به جګړه پای ته ونه رسوي چې د دوئ په ژبه داسلامي شریعت سره په سمښت چلند نه وي شوی ځکه چې په همدې نوم یې زرګونه ککرۍ رغښتي .
شنونکي هم دا باور لري چې دسولې او پخلاینې لپاره دې په یوه بنسټي چوکاټ فکر وشي او یواځې دې دپروژو په نوم دغه پروسه نه بد نومې کیږي .
په افغانستان کې دعربي ژبي الجزیره تلویزون مخکښ خبریال ولي الله شاهین وايي تر اوسه په دې فکر نه دی شوی چې که له وسله والو ډلو سره خبرې کیږي نو باید په لومړي سر کې دنور ټکو ترڅنګ په دې فکر وشي چې که موقتي وي او که اوږدمهاله دوه اړخیزه ډزبندي وشي او جنګیالي په دې ډاډه کړل شي چې د دوی دمشرانو خبرې اغیزه لري، په داسې حال کې به دسولې هر ډول خبرې که دډیرو کمزورو خواو ترمنځ هم وي دبری چانس لري او په دې برخه کې حتمي پرمختګونه هم وي.
شاهین په دې باور دی چې دپروژو پرځای دې تر ډيره په هغو لارو چارو فکر وشي چې څوک د دې وس لري چې په پخلاینه کې رول ولوبوي او واک ورکول کیدای شي. نوموړی وايي ډیر داسې کسان شته چې دسولې له خبرو ډاریږي اوپه دې نه دي ډاډه چې که دغه مسولیت واخلي نو ژوند به یې له ګواښ سره نه مخ کیږي .
د طالبانو یو پخوانی غړی سیدظاهر اغا باور لري که دسولې شورا پرځای له اغیزمنو اشخاصو دسولې په لاره کې کار واخلي دیوې پایلې تمه کیدای شي خو د ملي باور داپوښتنه چې د ډيرو نظر دادی کوم طالبان چې دسولې لپاره زړه ښه کوي دپاکستان داستخباراتي شبکې له لوري وژل کیږي او یابندي کیږي په دې ؟
اغا صاحب وایي ظاهرا داسمه ده چې د پاکستان څارګره اداره خپلې موخې لري خو طالبان داسې هم نه ده چې افغانان نه دي او د دې هیواد په اړوند کومه مفکوره نه لري ، ولې افغان دولت دا وړتیا نه لري چې که دوی وايي دپاکستان په غیږکې دي نو دهغوی له غیږې یې جلا کړي او د یوه سیاسي چوکاټ په توګه یې روا غوښتنې ومني.
نوموړی تور لګوي چې دشمالي ټلوالي کسان تر اوسه دسولې مخالف دي او دولت ډیر واک همدوی ته ورکړی او بل لور ته لودیځ پلوي کسان هم دې جوړ نه دي چې دو وسله والو طالبانو شرایط او غوښتنې دې واوري دنوموړي وړاندیز دادی چې د ټلوالې، لودیځ او پاکستان پلو مشرانو ها خوا په نورو منځګړو څیرو دسولې دخبرو باور وشي ښايي لاس ته رواړنې یې ډیرې وي.
د سولې په تړاو دطالبانو دوروستۍ ناستې هرکلی شوی دافغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې دهرې بین الافغاني سولیزې پروسې ملاتړ کوي، له بلې لوري ولسمشرحامد کرزي دطالب واکمنۍ دکډوالو چارو د وزیرعبدالرقیب تخاري وژنه دسولې قرباني بللې ده .
ګران اومحترمینو داخبری ډیره اغیزمنی دی شاهید تاسو هم خبر شوی یاست په دغه ورځ چی داعلان کیږی چی ملا رقیب په پاکستان کی دنامعلمو کسان دخوا په شهادت رسیږی دلته دهلمند ولایت دسګین په ولسوالی کی جنګ وو خو ددی خبر دخبریدو سره سم جنګ بس کیږی او داسوچ وهی چی زموږ مشران ولی دمابین سه ځی او یو هم خبره نه شی کولای دا څه اسرار دی اوبیا چی دحکومت دخوا دسولی دقربانی لقب ورکول کیږی او اردو ملی دهلیکفټر په ذریعه خپل هدیری ته وړل کیږی په دی کی خبره شته نو انشالله دملا عبدالرقیب تخاری شهادت وینه به دواقعی طلیبانو په مابین کی داحص اوجرآت بیداکړی چی خپل دزړه خبره په خوله وکړی او دشهید دوینو په برکت زموږ دی دربدره افغانستان ته سوله او ارامی راشی