په کندهار کې مېشتې ۱۲ زره کډوالې کورنۍ وايي، د ژوند له سخت عذاب سره لاس او ګرېوان دي. کندهار کې مېشت کډوال له نا امنو کليو راکوچېدلي، مېشت ځایونه او خواړه نلري، خو کډوالو چارو ریاست وايي، ۹ زره کورنۍ هڅه کوي، دولتي ځمکې په زور لاندې کړي او بیا کله هم خپلو سيمو ته ستانه نشي.
د کندهار ځايي خلک او چارواکي وايي، په کندهار ښار کې ۹۰۰۰ کورني بېځايه شوې کورنۍ په خورا ناوړه حالت کې ژوند کوي او هېڅ ډول مرسته ورته نه رسېږي.
دغه کورنۍ د جګړو له امله بېځايه شوې، چې ډېری يې د هلمند، روزګان، شمالي ولايتونو او يوه کمه برخه يې د کندهار د يو شمېر ولسواليو اوسېدونکي دي.
دغه کډوالې کورنۍ د کندهار ښار په بېلابېلو ناحيو کې اوسېږي او ادعا کوي چې دولت له پامه غورځولې دي.
ځايي خبريال صديق الله افغان وايي، ددې کورنيو بېځايه شويو ګډوالو ډېری په دولتي ځمکو چهار ديوالي راګرځولې دي، چې ښه بېلګه يې نهمه ناحيه ده.
دی وايي، ددې ترڅنګ د کليو او ولسواليو تر منځ هم زرګونه کورنۍ پرتې دي او ځينې کورنۍ، خو ان د جګړې له امله پاکستان ته اوښتې دي.
د ورکړل شويو معلوماتو له مخې په ژیړۍ او پنجوايي کې د کډوالو دوه کمپونه په دولتي ځمکو جوړ شوي دي.
په داسې حال کې، چې په دامان او پنجوايي ولسواليو کې دوى ته د ښارګوټو لپاره ٢٥٠٠ جريبه ځمکه د ولسمشر د فرمان پر اساس ټاکل شوې، خو هغه ځمکه لا هم د جګړو د وختونو له ماینونو نده پاکه شوې.
کډوال وايي، خپلو مېنو ته ځکه نشي ستنېدلای، چې هورې يې کرنيزې ځمکې او مالدارۍ له منځه تللې دي.
بلخوا د کندهار په سپين بولدک ولسوالۍ کې هم ۲۵۰۰ له پاکستان نه را ستنې شوې بلوڅ کورنۍ په کليوالو سيمو کې دېره شوې دي. دغه پاکستاني بلوڅان د پاکستاني حکومت د ظلمونو او زياتيو له امله کندهار ته راستانه شوي دي.
د سپين بولدک ولسوالۍ يوه قومي مشر منير آغا محور ته وويل، له څلورو کلونو راهيسې يادې ولسوالۍ ته له پاکستانه بلوڅ کورنۍ راځي، په کليو کې دېره کېږي او د مرستندويه مؤسسو د خيراتونو په تمه وي. دی وايي، دغه ګډوالې کورنۍ ، د ځايي خلکو لپاره په لوی سرخوږي اوښتې دي: ((د سيمې خلکو به خپلې ټولې اقتصادي چارې په ياده ولسوالۍ کې د کار کولو له لارې سمبالولې، ځينې کاري فرصتونه ورته برابر وو، خو اوس دوی دا فرصتونه محدود کړي دي.))
د کندهار د کډوالو چارو رييس محمد عظيم نوابي هم مني، چې په ياد ولايت کې کډوال له ستونزو سره مخ دي. ښاغلی نوابي وايي، په کندهار کې د کډوالو رياست په هغه اندازه بودجه او امکانات نلري، چې له ټولو کورنيو بېځايه شويو او له بهره راغليو کډوالو سره مرسته وکړي.
د دوی د معلوماتو په اساس په کندهار کې د ملګرو ملتونو پېنځه ادارې د کډوالو په برخه کې فعاليت کوي، خو په هغه اندازه مرستې نشي رسولای، لکه څومره چې دغه کډوال او بېځايه شوي ورته اړتيا لري.
د کندهار د کډوالو چارو رياست په سپين بولدک ولسوالۍ کې د ۲۵۰۰ پاکستاني بلوڅ کورنيو موجوديت په اړه وايي، يوازې ۱۵۰ کورنۍ شپږ کاله د مخه دغه ولسوالۍ ته د پاکستاني حکومت د ظلمونو له امله راغلې دي.
د کندهار د کډوالو چارو رياست د معلوماتو له مخې په ياد ولايت کې ۲۰۰۰ هغه کډوالې کورنۍ هم دېره دي، چې له پاکستان او ايران څخه خپل هېواد ته راستانه شوي دي.