په خوست کې د محلي حکومت له لورې ولس ته دکالني گزارش د ورکولو لړۍ پيل شوه.

ولس ته د کالني  ګزارش  ورکونه دا په ډاګه کوي، چې ولس  او دولت په خپلو منځونو کې  د ځنځير په شان  ارتباط لري،او کله، چې  دواړه  په خپلو منځونو کې  يو تربله  همکاري کوي نو په دې سره هم ولس او هم دولت  قوي او تقويه کيږي.

په خوست ولايت کې  د څو کلونو راهيسې  د ادارتو  مسؤلين  راځي او د ولس په وړاندې  د يو کال په جريان کې لاسته راوړنې او ستونزې  په ډاګه کوي،ځکه چې  وخت ناوخت  په همدې اداراتو کې داسې ستونزې او ننګونې  شتون لري چې د ولس پر مټ  حل او له منځه وړل کيږي، خو  ادارې  تل  د ولسونو  لپاره  خدمتونه وړاندې کوي ټولنې او ولس ته  پرمختګ ورکوي.

په خوست ولايت کې هم  څو  ورځې وړاندې  د ريسانو لخوا  ولس ته  د حساب ورکونې د  ١٣٩٢لمريز کال لړۍ پيل شوه چې  په دې ولايت کې به  د ټولو اداراتو  مسؤلين راځي او هغه څه به   ولس ته ښکاره کوي چې  دوى د يو کال په جريان کې  لاسته راوړې دي، او ددې ترڅنګ به  د١٣٩٢ په جريان کې  هغه څه هم په ګوته کوي چې  ولس يې غوښتنه  کړې وه، خو شته ادارې په دې نه دي توانيدلي چې د ولسونوغوښتنو ته ځواب  وايي او ستونزې يې ورحل کړي. د تيرې لومړۍ ورځې  د پيل په مراسمو کې د ولايت مقام مرستيال  عبدالواحد پټان وويل دغه لړۍ يې په دې خاطر پيل کړه، ترڅو ولس د حکومت له کړنو او حکومت د ولس له غوښتنو او نيوکو خبر شي او کولى شي د خلکو د سالمو وړانديزونو او نيوکو پربنسټ په خپلو چارو کې سمون اومثبت بدلون رامنځته کړي.

شته ادارې دهمدې  ولسونو څخه رامنځ ته شوې دي ځکه چې  دولت له ولس څخه  رامنځ ته شوى دي، نو دا رښتيا ده چې  بايد ټولې ادارې  وکولى شي دولسونو سالمې نيوکې  پر ځان عملي کړي ، څو په دې برخه کې هم په دولت او هم  ولس مخکې لاړ شي، که چيرې  ټولې دولتي ادارې  يوازې  دخپلو فکرونو او اذهانو په اساس  کارونه مخکې بيا يي او له ولس  سره مشورې نه کوي، نو دوى کارونه به له يوې خوا  دامنيتي ستونزو نه وي حالي پاتي او له بلې خوا دوى تل ولس ته مختاجه  دي،

حکومتدارۍ بنسټونه پياوړي شوي دي او په ډيرو ادارو کې مثبت سمون اوبدلون رامنځته شوى دى ،دنوموړي په خبره چې ولس ته دکالني ګزارش په وړاندې کولو سره به په ادارو کې نور سمون هم رامنځته شي او هغه مسوولين به له قانوني چلند سره مخامخ شي چې ولس ته دخدمت په ډګر کې پاتې راغلي وي.

ولس ته دحساب ورکونې  دلړۍ دپيل په ورځ  کله چې  دادراتو مسؤلينو  خپلې راسته راوړنې او ننګونې په ډاګه کړې ، نو په دې ولايت کې  په اداراتو کې دفساد ، رشوت، درغليو مخه نيول شوې ده ، او ددې تر څنګ   ظرفيتونه په کې لوړ شوې دي ، ځکه چې  له يوې خوا په دې ولايت  داداراتو کارکوونکو وخت ناوخت  ورکشاپونه په لاره اچول کيږي او له بلې خوا په اداراتو کې داسې کسانو په دندو ګمارل کيږي چې  هغه مسلکي  وي او په پوره ډول سره  وړتيالري نه داسې څوګ چې  نه په کار پوهيږي  او نه وړتيا لري.

نثارالله احسان

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *