په مورنۍ ژبه خبرې کول د منطقي،عقلي اوعلمي دلایلو پر بنسټ د هر وګړي فطري غوښتنه او تمایل دی. دې غوښتنې ته په پام او د یوې ټولنې په تیره بیا د ماشومانو د سالمې ودې، پرمختګ او د زده کړې پر مهال د اروايي ارامتیا له پلوه د یوه خوندي چاپیریال رامنځ ته کولو په نیت د فبروري ۲۱ د ملګرو ملتونو له خوا د مورنۍ ژبې نړیواله ورځ نومول شوې او دا خبره د دې ارزښت ثابتوي چې نړیوا ل خپلو ضرورتونو ته په پام سره دې ته اړ دي چې د هرې سیمې او ژبې خلکو ته د دوی په خپله ژبه د زده کړې چاپیریال برابر کړي او د نړۍ د بیلابیلو سیمو ژبې د یوې رنګینې غونچې په څير تازه او د متوازن پرمختګ په چوکاټ کې ژوندۍ وساتي. افغانستان هم د ملګرو ملتونو د ۱۹۱۹ م کال د نوامبر د میاشتې د ۱۷ پریکړې ته په ژمنتیا  او د هیواد اساسي قانون د ۱۶ او ۴۳ مادې په پام کې نیولو سره د خپلو دوو رسمي  ژبو پښتو او دري او بیلابیلو رایجو سیمه ایزو ژبو د ودې پرمختګ او پراختیا مسؤلیت لري چې په دې برخه کې څه نا څه پریکړې او پرمختګونه شوي او لا دوام لري.

میرمن بهیر چې د یوه کلتوري او ټولنیز سازمان په توګه  د هیواد په ټولنیزو او کلتوري چارو کې د میرمنو د هڅواو پرمختګونو ملاتړ کوونکې ټولنه ده، د دې مهمې موضوع یعنې مورنۍ ژبې په اړه د دولت او نورو اجتماعي سازمانونو او بنسټونو او ټول افغان ملت سره په شته اندیښنو او هڅو کې ځان شریک ګڼی. او له تیرو شپږو کالونو راهیسې یې د مرکزي بهیر او سیمه ایزو څانګو په اونیزو منظمو غونډو کې تل د هیواد د ژبو د پرمختګ او ښیرازۍ لپاره ګټور ګامونه اوچت کړي، په لسګونو کتابونه یې چاپ کړي، د مختلفو کورسونو او ورکشاپونو په دایرولو سره یې د نظم او نثر په برخه کې ګڼ شمیرمیرمنې روزلې د خپلې ژبې د خدمت لپاره یې څه نا څه خپل مسؤلیت تر سره کړی او د دې چارو دوام ته ځان ژمن ګڼي.

میرمن کلتوري- ټولنیز بهیر له افغان دولت او ټولو مسوولو ادرو څخه په کلکه غواړي چې ټولو افغانانو ته په مورنۍ ژبه د زده کړو لاره هواره کړي او په دې برخه کې د قانون د پلي کیدو په برخه یوې شیبې ځنډ ته اجازه ورنه کړي.

  د دې اعلامیې په خپرولو سره له دولت او په دې برخه کې له نورو ټولو خصوصي بنسټونو  او سازمانونو څخه د همکارۍ او همغږۍ هیله کوي او د یونسکو د سازمان(( د ژبو په اسمان کې هره کلیمه یو ستوری دی)) د شعار په رڼا کې د خپلو ژبو د لرغونتیا د ساتلو، پراخوالي او شتمن کیدو ژمنه کوي.

و من الله توفیق

د میرمن کلتوري ټولنیز بهیر دارالانشأ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *