د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکه اداره
خبرپاڼه
2014. Feb.20
د سیمه ییزو ارګانونوخپلواکې ادارې په وړاندیز او د جمهوري ریاست د عالي مقام په حکم، په مشرانو جرګه کې د نورستان د خلکو پخوانی سناتور او دې جرګه کې د قانون جوړونې او فساد پر وړاندې د مبارزې کمیسیون رییس ښاغلی حافظ عبدالقیوم د نورستان ولایت د نوي والي په توګه ګومارل شوی دی.
ښاغلی عبد القیوم د رسمي دندې او د خلکو د استازیتو اوږده تجربه لری او د دیني علومو او عربي ادبیاتو کې په برخه کې یې لوړې زده کړې کړې دي. نوموړی په عربي ژبه دوه اثار لري او د نوې دندې لپاره وړ او مناسب شخص دی.
د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکه اداره ښاغلي عبدالقیوم ته په نوې دنده کې د بریالیتوب هیله کوي او د نورستان پر ولسونو غږ کوي، چې له نوي والي سره هر اړخیزه همکاري وکړي. دا اداره دغه راز هیله لري، چې دا بدلون به په نورستان ولایت کې، د حکومتوالۍ، پرمختګ او خلکو او دولت نژدې کیدو بهیر له لا ښه کیدو سره مرسته وکړي.