تاند- د بې پېلوټه الوتکو د تګ راتګ په لاره کې د خطرونو د مخنیوي لپاره استرالیايي ساینسپوهان وايي چې اسمان به د بې پېلوټه الوتکو پر مخ خوندي کړي.

دوی وايي داسي سیستم یې جوړ کړی چې بې پېلوټه الوتکې په هوا کې خپل لوری سم وپېژني او له نورو الوتکو سره ټکر نه شي.

استرالیايي پوهانو په داسي حال کې د بې پېلوټه الوتکو د (الوتکرښو) غم وخوړ چې له بې پېلوټه الوتکو څخه د ملکي استفادې اړتیا ورځ په ورځ زیاتېږي.

نن سبا له بې پېلوټه الوتکو یا ډرون څخه یوازې د پوځي هدفونو او څارنې لپاره کار نه اخیستل کېږي. د وخت په تېرېدو د بې پېلوټه الوتکو د استفادې میدان پراخېږي، خو د دې لپاره چې د ژغورنې په عملیاتو کې له بې پېلوټه الوتکو څخه د کار اخیستلو فکر عملي شي، باید زیات کارونه وشي چې تر ټولو مهم یې د دغو الوتکو د الوت مصوونیت دی.

په دې وروستیو کې استرالیايي ساینسپوهان په دې بریالي شوي چې یو نوی سیستم وازمويي. دا سیستم بې پېلوټه الوتکو ته دا امکان برابروي چې د الوت په مهال نورې الوتکې وپېژني.

په هغه ویدیو کې چې داسترالیا د کوینزلنډ د تکنالوژۍ پوهنتون خپره کړې ده، د دې پروژې، چې (ResQu) نومېږي، چلوونکي راولنډ مارشال (Rowland Marshall) ویلي:

«ریسکیو پروژه د دې لپاره مطرح شوې چې له بې پېلوټه الوتکو څخه په ممکن سرعت په ملکي چارو کې کار واخیستل شي.

 موږ توانېدلي یوو چې په یوه بې پېلوټه الوتکه کې د وسایلو د ځای پر ځای کولو په وسیله هغه الوتکې کشف کړو چې د بې پېلوټه الوتکو ترڅنګ تېرېږي او دا زموږ لپاره یو لوی ګام و.»

استرالیايي پوهان، چې په دې برخه کې لا هم څېړنو ته دوام ورکوي، وايي، د ازمېښتي الوتنو په لړ کې، هغه الوتکې چې په ریسکیو سیستم سمبالې وې، د نورو الوتکو په اړه، چې دوی ورسره مخامخ کېدې، په مځکه کې یې مرکز ته په بریالیتوب معلومات ولېږل. په ریسکیو سمبال الوتکې په چټکه ځان له ټکره ساتي.

پروفیسر دونکان کمپبل (Duncan Campbell) له بې پېلوټه الوتکو څخه د کار اخیستلو په اړه وايي:

«له بې پېلوټه الوتکو په اضطراري حالاتو، د ژغورنې په عملیاتو، د ژوند د چاپیریال په ساتنه او د طبیعي سرچینو په تنظیمولو کې ګټور کار اخیستل کېدای شي.»

په همدې حال کې څه موده مخکې امازون انلاین شرکت وویل چې واړه پارسلونه په نیم ساعت کې د بې پېلوټه الوتکو په وسیله د مشتریانو کورونو ته رسولی شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *