زه به جنت ته دپښتو سره ځم

زما دنیکونو له پاړجنو شونډو راوتې، دننګونو دترانو ښاپېرۍ او دوخت د جابرو حکومتو لخوا په ګولیو ویشتل شوې ژبې زه پوهېږم چې وبه مې نه بخښې؛ ځکه پر تا دهیڅ تاړاک مخه مې نده نیولې او ستا پر ځای مې دډیرو نورو په حجرو کې اوبه اچولي دي. زه ځانته ستا یو غیرتي بچی نشم ویلی،ما درته کله هم دخپلې مور په سترګه په مینه ناک نظر ندي کتلي. تل مې ستا دمړینې پسې دپردي ټوپک شپېلۍ اړولې ده . ما تل دخپل نیکه هغه خبره په یاد ساتلې چې وايي:( زه یم زمری په دې نړۍ له ما اتل نسته) خو داخبره دبېټ نیکه له زمانې راوروسته پر چا هم نه پلې کېده. هغه کیسې مې ستا مړژواندي حالت ته ورسولې چې نیمې نړۍ به یې پر اوریدو سر سجدې ته ښکته کوو. اوس خو ستا له نامه، سره سکروټه جوړه شوې څوک دې هم له ویرې نه یادوي. ستا په ویلو شرمیږي او دنورو هغو چې تل به یې تاته تندي په سجدو کړي وو ننګه کوي . که څه هم هم ته لا دډیرې نارغۍ له ویرې بستر ته نه یې رسېدلې خو دا خبره مې واوره چې په دې زمانه کې دې یو څو باننګه بچي پېدا شوي. هغوی شتمن ندي؛خو غرتي دی. زه باور لرم چې ستا هغه راماته شوې دبدبه به بېرته دخپلو مټو پر زور راژوندۍ او دمرګ له بستره به یې راښکته کړي. زه یقیني یم اوس دې دومره غیرتي لمسي زیږولي چې ستا په ټاټوبي کې به دپردی راج لمنځه وړي ، تېرې به ساتي او ستا په یاد به نوې تاریخي کیسې وزیږوی. ته کله هم دبې وسۍ احساس مه کوه خو بس ستا دخولې ددعاګانو په برکت به ستا زامن، لمسي او کړوسي ستا ددبې ژوندۍ کړي. که څه هم پر تاپسې دډیرو پردي پالو لاسونه راغزېدلي خو لکه دغه بیت به کله هم ددوی ارمان سرته ونه رسي چې کاږي: وايي اغیار چې ددوزخ ژبه ده . زه به جنت ته دپښتو سره ځم.

ذبیح الله غازي جلالکوټ

پښتو او دري دواړي زموږ رسمي ژبي دي، که پښتو ،دري يا د افغانستان کومه بله ژبه وي موږ يې بايد درناوى وکړو،

او پښتو ددې تر څنگ چې رسمې ژبه ده زموږ ملي ژبه هم ده له دې نه هم بايد سترگي پټي نه کړو،

زه

حيرانه دې ته يم چې ولي يواځي زموږ

خپلو ژبو په ويلو او نه ويلو لېکلو او نه ليکلو متعصب بلل کيږو؟

او کله چې انگرېزي، الماني او داسي نور… ژبي وايو نو نور هم خوشاله کېږو؟ ولي دومره ﴿خود کش بيگانه پرست ﴾ يو؟

کله مو فکر کړى دى دا څوک دي چې پردۍ ژبو ته مو تشويق کوي او زموږ خپلو ژبو کې نفاق اچوي؟؟

زه خپله ددې طرفداره يم چې د خپلو ژبو تر څنگ بحرنۍ ژبي هم بايد زده کړو،

د بحرنيو ژبو په واسطه کولى سو خپله ژبه نوره هم بډايه کړو،

که خپل هيواد سره مينه لرو بايد ژبو،قوم او هر هغه څه چې مو هېواد پورې اړه لري هغو ټولو سره مينه وکړو،

ليكونكې :افغان ليمه

—————————————————–

د ملیار حکمت الله لیکنه

د مورنۍ ژبې د نړیوالې ورځې په پلمه او پدې هیله چې په ګران هیواد کې د مظلوم اکثریت درنه ژبه خپل ځای ونیسي یوه رښتینې دردوونکې پیښه د شعر په ژبه شریکوم

ملیار حکمت الله د مینې لوست مورجانې بيا يې له ټولګي وويستم بيا مې ښوونکې، ټولګيوالو، آن ها تورې تختې، راپورې وخندلې *** څومره ښه شپه وه په سبا يې چې ښوونځي ته تللم تا وېلې شکر خدايه زوی مې مکتبی سو راته سبا به څنګه ښه ښکاريږي چې ښوونځي ته درومي زما خيال ته به هغه اشنا انځور راغی چې مې له تېر ژمې تنکي ذهن کې پټ ساته لکه کوتره د سخي د زيارت تکه سپينه لکه زما د الفبې سېپاره پاکه درنه زموږ ښوونکې د غزلو ښايسته ښاپېرۍ د ټولګي پاس سر کې ولاړه موږ ته مينه ښيي موږ ته الله موږ ته انسان موږ ته افغان راښيي افغانستان راښيي *** موږ د برښنا په مزي ناستو توتکيو په شان دغه د مينې سېپاره پسې په شرنګ وايو د ښوونځي له پاسه شنه اسمان کې د خدای لېږلې څو ملکې زموږ د لوست تورو ته سپينو وزرونو کې د حق د نامه رنګ ورکوي څو دغه توري ټول راڼه ستوري سي او د تيارو لمنه وڅيري د نور په غشو ترې د رڼا کمکي تنکي يرغمل ټول خوشې کړي وطن رڼا رڼا سي *** مورې خبره يې؟ له زړه مې تورې وينې څاڅي چا پکې سته اشنا انځور راته په کاڼو ويشتی زما ټولګی، زما ښوونځی، زما ښوونکې مړه ده له شنه آسمانه يې د خدای ملکو کډه کړې تياره لا ماته نه ده او د رڼا تنکي کمکي بچوڼي د تروږمۍ سمڅو کې تت پراته دي *** ما ويل چې څنګه تا ويلي وو هغه به وکړم او د ښوونکې پسې سم به نوی لوست تېر کړم ما خو ګڼل چې د غزل ښاپېرۍ لوست راکړی زما په هډ هډ کې څو داسې ښه ويېونه سته دي چې د ښکلاوو د خاوند د نوم په سر پيليږي سم به ښوونکې پسې ووايم الله، انسان، افغان او ګران افغانستان، بيا به مې ونازوي خو نه پوهېږم ما نه يې څه وپوښتل رڼې، رڼې مې ور کتلې هېڅ مې ونه ويل دوه، درې، څلور ځل يې هغه خبره وکړه راته خو زه پرې پوه نه سوم لاس کې قلم يې زما پر مخ وويشته ما ويل ښوونکې صايب، سبق مې زده دی له مټ يو ونيولم، غوږ يې را تاو کړ، او کوم څه يې وويل *** مورجانې ستا د هغې شپې شکرانې يادې راته لکه چې دلته شکرانې په سزاګانو اوړي زه يې پدې نن له ټولګي وويستم چې د ښوونکې، ژبه نه راتلله مورجانې ستا په رازده ژبه ولې لوست نه سته ؟ مورې ښوونکې خو ښوونکې ده هر څه به ورځي؟ خو ولې زما په خبره پوه نه سوه؟ زه يې له مټ نه رانيولی له ټولګي وويستم ما ويل خيال کې مې راکړی لوست به تېر کړم ورته الله، انسان، افغان او ګران افغانستان به وايم ورته به خپل زړه کې راجوړ د ښيښو ښار ښکاره کړم خو مورې ، ګرانې مورکۍ مخکې تر دې چې خوله مې خلاصه کړم، کوم څه يې وويل او ورسره مې څو همزولو ټولګيوالو په کړس سپکه خندا وکړله هوکې مورکۍ، هغه خبر ه چې ښوونکې وکړه بس لکه کاڼی يې زما د ښيښو ښار ړنک کړ (اوغان غول ) باندې يې پوه سوم نور مې نه ياديږي ځکه اوغان ته څه نږدې شي مې په ذهن کې وو ما خو افغان، افغانستان، خټه کې نغښتي لرل ځکه همدومره پوه سوم هغوی زما د مينې لوست ته سپکاوی وکاوه نو مې راکړي کتابونه راته ډېر درانه سول لکه د جبر پيټی يې زما پر اوږو زور و اچوه قسم نږدې وه نرۍ ملا ځنې مې کړس وباسي نور ستا خوږې ژبې ته پړ ښه نه يم ځکه مې داسې پتييلې مورې چې دا د جبر پېټی په تنکو ستړو اوږو نه ګرځوم خو ستا ارمان پوره کوم مورې ستا شکرانې د مکتبي زوی به بېځايه نه ځي ماته هغه د مينې لوست بس دی زه به په دې څلورو الله، انسان، افغان او ګران افغانستان يادوم د وخت اورمېږ مات کړم او پاتې لوست به ستا له ژبې وايم ستا له ښوونځي به بريالی ووځم بيا به مې ته ټولو سيالانو ته په ګوته ښيې او په خواږه غږ په خوږه ژبه به داسې وايې : ها چې الله، انسان، افغان، افغانستان وايي هغه زما زوی دی هغه زما د ژبې هغه زما د مينې هغه زما د پېرزوينې له ښوونځي وتلی هغه به هېڅکله څوک مات نکړي ځکه هغه زما ارمان ته په درنه کتلي هغه زما په ژبه لوست کړی دی دا مکتبي دا دنګ څنار زما د لاس نښه ده.

څوک چې شعر په اټیچمینټ کې را ونه لېږي، په دې ډول یې ترلاسه کوو.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *