خبرپاڼه

ودان افغانستان ګوند خوشاله دی ، چې دهېواد په تاریخ کې دلومړي ځل لپاره یو منتخب حکومت خپل ځای په سوله ییزه بڼه بل ټاکل شوي حکومت ته دټاکنو له لارې پریږدي

ګوند دراروانو ټاکنو هرکلی کوي او له خپل ټول وس سره به خپل ملاتړي وهڅوي ، چې د ولسواکۍ دپیاوړتیالپاره خپله سیاسي اراده ( رایه ) وکاروي ، ځکه :

((ودان افغانستان گوند باور لري چې د يوې رېښتينې انساني ټولنې جوړښت د ډيموكراسۍ له سياسي سيستم پرته په هيڅ بل راز سياسي سيستم كې اټكلېداى نشي.))

کړنلار

ګوند دټاکنو په درشل کې ټول سیاسي پرمختګونه له نږدې څخه څاري او څیړي ، خو په موجودو کاندیدانو کې یوهم داسې کس نه ویني، چې دګوند له اقتصادي ، ټولنیزو ، سیاسي او فکري کرښو او بنسټونوسره دې برابر وي . له بلې خوا دګوند دسیاسي مبارزې ځانګړنه داده چې داوږده مهال هلو ځلو په پایله کې دټولنې یوه لویه برخه په ځان پسې ودرولای شي او هغه مهال به په بشپړځواک له خپلو فکري طرحو سره سم ټولټاکنو ته ورګډیږي .

دګوندلپاره لومړیتوب په ټولنه کې دخپلو افکارو، علمي او عملي طرحو خپرول او دخلکو دملاتړ راخپلول دي ،  خو دهغه اهمیت له مخې چې راراوانې ټاکنې یې په همدې لنډمهالي سیاسي بهیر کې لري ، خپلو غړیو او لیکو ته اجازه ورکوي ، چې له ډیرو پلټنو او څېړنو وروسته په پوره هوښیارۍ دخپلې خوښې کاندید ته رایه ورکړي ، ان چې کمپاین هم ورته کړای شي ، خو په دې شرط چې په دې هڅو کې به دګوند هیڅ اصل ته زیان نه اړوي.

له هرکاندید سره دګوند دیوه یاڅو غړیو دملګرتیا مانا بیخي دا نه شي کېدای ، چې ګواکې ګوند دې له هغه کاندید سره ملګری وي . ګوند به په راتلونکې کې هم په بشپړ یووالي سره دخپلې مبارزې اصل ته دوام ورکوي او پرمخ به ځي .

په پای کې یوځل بیا له خپلو خلکو څخه غواړو ، چې په راروانو ټاکنو کې په پخه اراده او بشپړ پام ګډون وکړي  اودخپلې رایې په کارولو سره دولسواکۍ بنسټ لاپسې پیاوړی کړي .

دیوه ودان اوسوکال افغانستان په هیله

دودان افغانستان ګوند

مرکزي کومیټه

۳ حوت ۱۳۹۲

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *