تاند- د روسیې خبري رسنیو وویل چې د اوکراین د ولسمشر ویکتور یانوکوویچ مخالفانو د ولسمشرۍ ماڼۍ ونیوله او له پارلمان څخه یې وغوښتل چې فوراً د یانوکوویچ واک پای ته رسېدلی اعلان کړي.

د روسیې ریانووستي خبري اژانس د اوکراین د اپوزیسیون د مشرانو په قول وویل چې دوی نن /شنبه/ د ولسمشرۍ ماڼۍ نیولې ده.

لوېدیځو خبري سرچینو تراوسه پوري دا خبر نه دی تایید کړی.

د اپوزیسیون پلویانو پرون وروسته له دې د پلازمېنې کییف ټول مهم واټونه ونیول چې پولیس او نور امنیتي ځواکونه ووتل.

د راپورونو له مخې د یانوکوویچ په زرګونو پلویان د ښار په مرکزي برخو او د دولتي ودانیو په شاوخوا کې راټول شوي خو د اخ و ډب هیڅ راز راپور نه دی ورکړای شوی.

په څو لسیزو کې د اوکراین په دې تر ټولو سختو تاوتریخوالو کې د سې شنبې له ورځې په لسګونو تنه وژل شوي او په سلګونو نور ژوبل شوي دي.

د اوکراین د حکومت پرضد اعتراضونه درې میاشتې پخوا هغه مهال پیل شول چې ولسمشر یانوکوویچ د روسیې د ۱۵ ملیارد ډالري مرستې په وړاندې له اروپايي اتحادیې سره له یوځای کېدو تېر شو.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *