ریاض تسنیم

ليکوال، محمود اياز

کله چې مونږ د روماني اوترقي پسند شاعر رياض تسنيم د شاعري مطالعه د وجوديت د رجحاناتو له زاوئې نه کوؤ. يا د هغه په حسي تجربو کښي وجودي احساسات رابرسېره کوؤ. نو د خودسوز فکر يوه دړدونکي سرمايه مونږ ته په لاس راځي. او بيا چې کله مونږ د هغه د شاعرانه تخيل د کرب او اذيت تر څنګ تېر شو. نو د هغه په دغه وجودي حسي تجربو کښي د هغه د فکر نيلى په عمومي توګه د “زه” د استعارې شا او خوا دغه رنګه په لېونتوب چورلي راچورلي. لکه يو پتڼ چې په يو نا اشنا غوندې بد مستي کښي و شمعې ته په رقص او په ګډه اخته وي. زما د کوټلي تفريق او تقسيم پس زه شايد دغې حتمي نتيجې ته رارسېدلى يم. چې د وجودي کرب ، اذيت، تشويش او اضطراب په اساس “زه” د هغه د شاعري يوه معني خېزه وجودي استعاره ده. زما په خيال د هغه په “زه” کښي يو نا تمام کائېنات د يو نا اشنا کرب او اذيت سره مېشته دى. يا د هغه په “زه” کښي يو وسيع ستومانه او بېزاره دنيا قاري له ورايه ليدلى شي. مطلب دا، چې داسې ښکاري لکه د هغه خپل ذات چې د هغه لپاره يو کوټلى حقيقت وي. شايد هم دغه دائره د هغه پوره دنيا ده. يا په بله معنا مونږ دا وئيلى شو. چې نور ټول حقيقتونه باطل او دروغ دي. صرف او صرف د هغه موجودګي يو تريخ حقيقت او د منلو وړ صداقت دى.

ويره که ده، د خپل آواز د ورکېدو ويره ده
دا چې قدم بهر له هرې تماشې اخلم

دا لاس زمادي، نه څهره زما، نه سترګي زما
دا خپل تصوير، آخر له کومې زاوئې اخلم

د رياض تسنيم سره شايد يو نا اشنا غوندې وهم او خوف ملګرى دى. او دا د هغه د خپلې موجودګۍ وهم او خوف دى. ولي چې د هغه په خيال د هغه موجودګي يو اټل حقيقت دى. ځکه هغه صرف او صرف د خپل اواز اذانګې اورېدل غواړي. د زندګۍ بله هره تماشه د هغه لپاره هيڅ حقيقت او معنا نه لري. ولي چې دلته د هغه خپل وجود يوه ابدي او حقيقي تماشه ده. ځکه هغه صرف او صرف د خپل آواز شور اورېدل غواړي. کله چې د ځان د موجودګۍ خوف په هغه کښي نور وغزېږي. نو ناګهانه له هغه د هغه خپل وجود ورک او نهام شي. او بيا هغه خپل لاسونه، خپله څهره او خپلې سترګي نه ويني. ولي چې، هغه دا پوخ يقين لري. چې دلته خو صرف “زه” او “زه” يم. نو بيا زما عکس د وخت په ګرځ کښې چرته رانه ورک او نهام شي. آخر دا کومه زاويه ده؟ چې “زه” ته “زه” نه ښکاري. زما په خيال د “زه” هم دغه دائره د هغه خپل کور، مسکن او ذات دى. هم دغه د هغه دنيا او کائېنات دى. او يو بل شعر کښي د ځان د حقيقت اثبات داسې کوي.

دړد مي د سترګو او د شونډو نه يو شان څڅيږي
ژبه مي ګونګه شه، که ځان ته مي دعا وکړه

مطلب دا، چې د هغه ټوله سرمايه، د هغه ټول دولت د هغه خپل ځان دى. باقي تمام جهان د هغه د پاره د سپېره او خالي دشت په مثال دى. د دنيا ټوله رعنائي، ښائست، هنګامه، او شور هغه خپله دى. داسې ښکاري لکه هغه چې په مزه مزه د خپل ذات غوټي خلاصوي. او د خپل وجود له کربه ډکي سندرې او بابولالي وائي. د هغه په ذات کښي څومره مايوسياني او محرومياني مېشته دي؟ د هغه په داخل کښي څومره کرب او اذيت دى؟ څومره ناتمام وهم او خوف د هغه په ذات کښي ساوي اخلي؟ له دغو ترخو حقيقتونو سره هغه خپله په ښه شان اګاه دى. هغه د “زه” په يو مخصوصه دائره کښې څنګه خپلې ورځې شپې تېروي؟ د دې پوښتني وضاحت د هغه وجودي حسي تجربې په اسانه پر مونږ باندې روښانه کولى شي.

زۀ يوه ورځ د کور نه دومره لرې تلى ومه
چې راواپس شوم دروازې او دېوالونه نور وو

دا لاري ستړي دي زما د قدمونو په شان
تسنيمه! بيا د کوم سفر دي تمنا وکړه

که چرته مونږ د رياض تسنيم د زندګۍ سفر ته لږ ځير شو. نو د هغه د زندګۍ سفر خپله يو دړدېدله الميه ښکاري. د هغه په سفر تلل هم يو نا اشنا غوندې حېرت ښکاري. او واپسې ئې هم يوه حېرانوونکې پېښه معلوميږي. د هغه د حېرانۍ نه تر حېرانۍ پورې دغه سفر کټ مټ د يو ناروا عذاب مترادف دى. خو دلته دومره وئيل به مبالغه نه وي. چې هغه د يوې ستړي دنيا د ستړو او ستومانه لارو او کوڅو يو ستومان مسافر دى. يو داسې مسافر چې د منزل ادراک ئې هيڅ امکان نه لري. ځکه هغه د خپل دغه ستړي سفر د مشقت د اذيت په اړه زيات افسرده خاطر او وار خطا هم ښکاري. ولي چې د هغه لپاره نه صرف دغه دنيا نا اشنا ده. بلکې د هغه د پاره دغه لارې او کوڅې هم اجنبي او نا اشنا غوندې دي. شايد ځکه دغه سفر دومره ګران او مشکل دى. چې د دې دغه اشنا لارې او کوڅې له وجود څخه تر ذات پورې تللي دي.يا شايد ځکه ډېر مشکل دى. ولي چې دا د ځان پېژندنې سفر دى.

دومره اوږده ده، دا د ځان د پېژندنې لاره
دومره اوږده ده، چې بس ستړى په سفر شي سړى

تلم او راتلم، آخر خالي مکان ته ودرېدم
زه چې له ځانه مرور وم، ځان ته ودرېدم

له بلي خوا راغلم، او بيا په بله او وتمه
دا چې له خپل کفنه، څو څو ځله او وتمه

شپه ده او شپه ده، او د زړۀ په رڼوځي روان يو
نه مو سم دشت وليدۀ، نه مو ښار يه وليده

لارې تمامي کله دشت ، کله ځنګل ته رسي
سړى په څه پسې د کور د ويرانې نه وزي

د رياض تسنيم د ذکر شويو حسي تجربو يا د هغه د وجودي احساساتو د وئيلو وروسته قاري په دې حقيقت په حقه معنا آګا شي. چې د هغه دغه سفر له څومره کرب او اذيت څخه ډک دى. ولي په هغه کښې دغه اضطراب او بې کراري آيا د بلا حيرت وړ نه ده؟ چې رياض تسنيم يو ځل له ځان نه بېخي لرې لاړ شي. او بيا بيرته د ځان په لور د راستنېدو تابيا کوي. داسې ښکاري، لکه هغه چې له ځانه د تللو پس هم تر ځانه رسي. او واپسې ئې هم تر ځانه پوري وي. ولي چې په دې کائېنات کښي صرف دى او دى دى. له دۀ نه پرته خو صرف نېستي او نېستي يا ويړ سپېره دشت دى. داسې ښکاري لکه دنيا چې د هغه نه شروع کيږي او په هغه باندې ختمېږي. شايد د هغه په خيال هم دغه اصل حقيقت دى. شايد هم دغه دائره چې په کومه دائره کښي دى مېشته دى. هم دغه د هغه کل کائېنات او تمامه دنيا وي.

اوس دلته دا سوال پيدا کيږي. چې آخر رياض تسنيم ولي د خپل ذات تر دائرې پورې محدود شوى دى. شايد د هغه او د دنيا تر ميان يوه ناتمامه فاصله حائله وي. د بهر ژوند د هغه دپاره د يو مطلق فرېب مترادف وو. شايد ځکه هغه د دنيا له روئې څخه پخپلو ځينو شعرونو کښې متنفر معلوميږي. ولي چې هغه دا دنيا له ډېره نزدې نه ليدلي وه. چرته چې د مسرت او خوشحالۍ قحط وو. ځکه د ژوند په سرګرميانو کښې برخه اخيستل د هغه د مزاج بېخي خلاف عمل وو. له دنيا څخه دغه ليري والى د غه د خود شعوري فېصلې اثبات کوي. په دغه تناظر کښې دومره وئـيل به مبالغه نه وي. چې د رياض تنسيم او کرېکېګارډ زندګي پخپله کښې هم آهنګه ښکاري.د زندګۍ نه د غېر اطمينانۍ چيغې او بغاري د وجوديت دغه ستر علمبردار هم مسلسل وهلي دي. دغه ژړاوي او واويلا د رياض تسنيم په شاعري کښي هم له ورايه ښکاري کرېکېګارډ د خپل ژوند په حقله وئيلي وو. چې “زما ژوندد يو ډېر طويل، بې نومه او نا قابل طلافي پرېشانيانو ښکار پاته شوى دى. هر څه پکښې د دروغو تمه سازي او ظاهري نمود وو. کټ مټ له دغسې احساساتو د رياض شاعري ډکه پکه ښکاري. شايد رياض هم له هم دغه خوف او ويرې څخه خپل ذات ته کډه کړې ده. هلته هغه صرف په يوه دائره کښې اوسي. او هغه صرف د يوې زمانې فرد معلوميږي. او هغه زما نه د هغه حال دى. او داسې محسوسيږي. لکه ماضي او مستقبل چې د هغه نه مرور وي. له دنيا څخه د ليري والي په حواله د هغه يو څو شعرونه د بلا غور او فکر وړ دي.

دنيا ډکه له المه
خوشحالي ده څومره کمه؟

تور څادر دى چې رپيږي
کوم ځاى پاتې له ماتمه

يو ښا مار دى ويني ځبېښي
له عربه تر عجمه

دا شپه زمونږ د بد بختۍ حالونه چاته وائي
يوه شېبه له ستوريو ډک اسمان ته ودرېدم

څومره بې رنګه خوش فهمي کښي زندګي تېروم
خېمه زما خو د خېمې ټول طنابونه ګاڼۀ

د زندګۍ معنا د خپلو مړو شمار پاتې دى
اوس په تلاش د کوم خواهش؟ د کوم ارمان دي خلق

چې وس ئې رسي، د خپل سوري نه هم لرې نښتي
هغه وخت راغى چې په ځان هم بدګمان دي خلق

د يوې ډيوې زرګونه دښمنان دي
لنډه دا، چې کلى ښه دى په تيارو کښي

دا چې بې عشقه تېرېدۀ، چې بې انا تېرېدۀ
وه به ژوندون، خو په مثال لکه سزا تېرېدۀ

ذکر شوى هر يو شعر د دې دنيا په ناروا روئې او د ژوند په ساړه سلوک د يو غټ طنز مترادف دى. ګوا دنيا د غم او الم يوه بې حسه قيام ګاه ده.يا د يوې ماتم کدې مترادف ده. د زندګۍ ښامار د عرب او عجم په وينو ژوندى دى. د زندګۍ توره تاريکه د بنيادم د بدو ورځو ګواهي ورکوي. ژوند د يو بې رنګه خوش فهمۍ يو نا تمام فرېب دى. دلته خو صرف مړه وجودونه شمېرل کيږي. پر مځکه باندې بد ګماني د تور ماښام غوندې خوره وره ده. چرته چې خلګ د خپل سوري نه هم په منډو ښکاري. دا دنيا نه ده. د رڼا د دښمنانو يو بې حسه سنګر دى. چرته چې صرف او صرف تيارې اوسېدلى شي. دلته نه د عشق لپاره ځاى شته او نه د خود دارۍ لپاره، دلته خو ژوند فقط د سزا يو دويم نوم دى. په داسې صورتِ حال کښې شايد رياض تسنيم ته بله يوه لار پاته هم نه وه. او شايد “زه” يا ذات د هغه د پاره معقوله پناه ګاه وه. خو له بد مرغه هلته هم هغه د ذات له کرب او اذيت سره مخامخ دى. هلته هم په هغه باندې د تنهائي بلا وهلې سايه چار چاپېره راګرځېدلې ده. شايد دلته هم هغه د خپل ليکلي تقدير جبر او زحمت په ځان تېروي. شايد هغه اوس هم د “زه” د چيغو او بغارو د پاره ژوندى پاته دى. نو آيا هغه دغه چيغي، د هغه د ذات دغه اسويلي او د هغه د “زه” دغه نارسا بغاري د هغه د وجودي کرب د تريخ صداقت غمازي نه کوي؟

د يو زړګي په قيد خانه کښې زندګي وه تېره
رانه چاپېره قلاګاني، دېوالونه نه وو

ناقراري ده او اوږده ناقراري تسنيمه!
نه ئې زه ووژلم، نه خله بندوي زخمونه

دا بې حسي که لږه نوره زور شوه
نقش به آخر په دېواله شي سړى

يو نعره وه د ژوندون او هغه زه وم
دا د شور ډکه فضا کښې دي ناياب کړم

اذيت مي دومره ځان باندې پېرزو دى
د عذاب د لارې خپله انتخاب کړم

دلته به دا ووايو چې دا د رياض تسنيم چيغي او بغاري نه دي. بلکې د هغه د خود اګهي ساندي او اسويلى دي. د ذات په اسيري کښي هم يو نا اشنا غوندي اضطراب او کرب له هغه سره مسلسل ملګرى ښکاري. هغه نه صرف په ظاهره مړاوى مړاوى او خازه خازه ښکاري. بلکې هغه دننه هم زخم زخم دى. ځکه د هغه ناکراري نوره تانده او ژوندۍ معلوميږي. خو په دا حال کښې هم يو ناروا وهم د هغه په وجود باندې چقونه لګوي. او هغه په دې شک کښي مبتلا کوي. چې داسې نه چې هغه د يو کاڼي غوندې په دېوال کښې نقش پاته شي. خو د دې هر څه باوجود، هغه دا دعوه اعلانيه کوي. چې زه په اصل کښې د ژوند حقيقي ناره يم. او د زندګۍ په شور کښي يو ناياب حقيقت يم. کرب او اذيت خو د يو وجودي د ژوند علامت وي. شايد ځکه رياض تسنيم د ځان لپاره داسې لاره انتخاب کوي چې هغه د عذاب له لذت څخه محرومه نه وي. ولي چې اذيت د هغه د موجودګۍ اثبات کوي. خو د ذات په دشت کښي د اوسېدلو باوجود هم شايد هغه له سره دغه وهم ملګرى وي. لکه هغه چې د ذات په يو نا موجود کونج کښي موجود وي. او اوس هم ځان بې کوره ګڼي. شايد د وجودي کرب د دغې بې کرارۍ په تناظر کښي شايد هغه دغه وجودي چيغه پورته کوي.
څه په دې حال کښې د وجود په دشته ځان آباد کړم
کور دېوالونه، دېوالونه دروازې غواړي
دلته هم هغه د يقين او بې يقينيۍ تر ميان حېران او اوتر ښکاري. لکه دلته چې د هغه د “زه” پوره پوره ازاله نه کيږي. او په يو عجب او نابلده غوندي وجودي کېفيت کښې را ايسار ښکاري. له دې باوجود چې هغه د ذات د داخل په دنيا باندې کامل يقين لري. شايد دلته د هغه کرب، هغه د خپل وجود د اثبات د پاره راپاروي. او دا خبره پخپل ځاى د منلو وړ ده. چې د يقين او اعتماد فضا چې کله جوړيږي. او ورانيږي. په داسې صورت حال کښي وجود لا محاله له يو نا اشنا غوندي اذيت سره مخامخ کيږي.

د رياض تسنيم دغه وجودي احساسات يا د هغه د وجود تخيلانه فکر قاري د دې حقيقت په اثبات کولو مجبوروي. چې رياض تسنيم د وجوديت د فلسفيانه افکارو او رجحاناتو سره نه يوازي په حقيقي معناوو اشنا دى. بلکې هغه د وجودي داخلي وارداتو د ځينو اصطلاحاتو سره ذهني هم آهنګي هم لري. شايد دغه وجه ده. چې د رياض تسنيم په يو شمېر شعرونو کښې دغسې دړدېدلي وجودي کېفيات او احساسات مونږ بېخي په اسانه په ګوته کولى شو. کله کله قاري داسې محسوسوي. لکه رياض تسنيم چې هم د منير نيازي غوندي د ذات د دربچې نه و دنيا ته ګوري. او دواړو صرف د نېستۍ يو نا تمام منظر ته ويني. منير نيازي وائي.

ويراں ہے پوره شہر کوئى ديکھتا نہىں
آواز دے رہا ہوں کوئى بولتا نہىں

او رياض تسنيم وائي

خپلې نعرې مي په څپېړو وهي
چې ټولي بندې دروازې چپ دي

شور دى او په شور د خاموشۍ پلو
يه تسنيمه! دا چرته راغلى يم

تصويرونه لکه فرېم کښي
ټول دننه مړه دي

خو دا کلى سم د مرګ په خوب اودۀ وۀ
ګني مونږ وهلې هره دروازه ده

رياض تسنيم د زندګۍ د دې تماشې نه ولي ليري اوسي. زما په شخصي فکر شايد د زندګۍ ناروا سلوک هغه وېرولى دى. اوبله خبره دا. چې د زندګۍ د معنوعيت څخه هغه نفرت کوي. ځکه هغه د لرې لرې نه د دنيا د فرېبجنو تماشو نظاره کوي. هغه ته په ژوند کښې، هغه ژوند يا هغه روح نه ښکاري. کومه چې رياض تسنيم ليدل غواړي. هغه خو د خپلو نارو د حملو په زد کښې دى. هغه د بندو دروازو له بې زبانۍ څخه وار خطا ښکاري. هغه په يو داسې دنيا کښې حېران ولاړ دى چرته چې خاموشۍ يو مخ شور په پخپل څادر کښې نغښتى دى. شايد ځکه هغه ته د دنيا ټول استوګن د مړو په څېر ښکاري. کټ مټ په يو فرېم کښې د لګېدلي تصويرونو په څېر. داسي ښکاري. لکه رياض تسنيم ته چې په خپل وجودي تصور کښي دا دنيا د يوې هديرې په مثال ښکاري. ولي چې د دروازو د وهلو وروسته هم نه خو چرته يوه دروازه خلاصيږي او نه چرته له دننه څخه د چا آواز راځي.

له خوف څخه ډکه دغه ويړه خاموشي د هغه په کرب او اذيت کښي نوره نوره اضافه کوي. دومره خاموشي ولي ده؟ هم دغه سوال د هغه د د بې کراري او اضطراب سوب دى. شايد په هم دغه سوب د هغه په خيال د ژوند عذاب د تېرولو نه دى. ځکه رياض تسنيم وائي.

ژوند تېرول لکه د غرۀ کنستل
خودکشي څومره ده اسانه ياره!

کوي د وخت لمحه لمحه د خودکشي تقاضا
خو دې بزدله ښار ته څومره ده خوږه زندګي؟

زما د لاش نه ګېر چاپېره عالمونه ولاړ
ماته د کټ په بازو ناسته تنهائي ژړيږى

هو! دا هغه رياض تسنيم دى. د چا د پاره چې ژوند کول د يو لوئ عذاب نه کم نه دى او د زندګۍ د مشکل په مقابل کښې ورته خود کشي کول اسان کار ښکاري. شايد په دې، چې هغه ته د ژوند لمحه لمحه د قيامت برابره ښکاري. د هغه په خيال د وخت لمحه لمحه هم د هغه په څير د خودکشي کولو تقاضا کوي. خو د حېرت وړ سوال دا دى. چې د دې باوجود دغه بزدل ښار د ژوند سره د کلکي ملګري خواهي دى. خو رياض تسنيم د ژوند و يو داسې پړاو ته رارسېدلى دى. چرته چې هغه ته خپل ځان کټ مټ د يو لاش غوندي ښکاري. دنيا د هغه د لاش تماشه کوي. او د هغه ملګري تنهائي دغه لاش سر ته ناسته په چيغو اخته ده.

په کومه دائره کښې چې رياض تسنيم اوسي. دا د هغه د ذات دائره ده. خو اوس ورځ به ورځ دغه دائره تنګيږي. او ورسره ورسره د هغه وجودي کرب هم سوکه سوکه وده کوي. خو دغه دائره چې د “زه” په نامه ياديږي. دا د رياض تسنيم خپل انتخاب دى. په دې دائره کښې څنګه فضا؟ څنګه ماحول او څنګه موسم دى؟ تا حال لا پورې هغه اضطرابي کېفيت او هغه نا آسودګي او تنهائي ده. د کوم سفر چې رياض تسنيم تابيا کړې وه. شايد تر اوسه پوري د دې سفر مسافر لا خپل منزل ته دى رسېدلى. کله چې هغه د خپل ذات ټولي غوټي خلاصي کړي. او له “زه” سره اشنا شي. نو د کرب اواذيت دغه نا ترسه فضا به خپله په يو پر مسرت ماحول بدله شي. او د هغه امکاني وجود به په ابدي وجود باندي بدل شي. بيا به نه د رياض تسنيم د آواز د ورکېدو ويره وي. او نه به د هغه د خدو خال د ورکېدو خوف. له ذات څخه تر ذات پورې دا له کربه ډک سفر پر اسراره ضرور دى. خو بې معنا بالکل نه دى.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *