په ټاکنیزو کمپاینونو کې د ځینو دولتي چارواکود مداخلو کوشش دا اندیښنه زیاته کړې،چې دا ځل بیا ښایي په ټاکنو کې چارواکي له خپلو مداخلو سره دغه ملي بهیرترمنفي اغېزو لاندې راولي.

د ولسمشریزو او ولایتي شوراګانو په ټاکنو کې د دولتي چارواکو د نه لاسوهنې په اړه که څه هم ولسمشرکرزي یو ځانګړی فرمان صادر کړی،خو بیا هم ځینې چارواکي په علني ډول دا فرمان نقضوي او د ځینو نوماندانو په ګټه کارکوي.

د یاد شوي فرمان په شان نور ډېرفرمانونه هم ولسمشرکرزي صادرکړي،خو تراوسه یې د عملي کیدو څرکونه ډېرکم لیدل شوي.

د فرمان اړتیا او نالیدل شوې اغېزې

د راتلونکو ټاکنو په ځانګړي ډول د ولسمشریزو هغو لپاره د دغه فرمان صادریدل ځکه اړین او پرځای کار و،چې په تېرو ولسمشریزو او نورو ټاکنوکې د پراخو کورنیو او بهرنیو درغلیو او لاسوهنو له کبله دغه بهیر په پراخه کچه بدنام او کم اعتباره شو.

له دې کبله د ولسمشرکرزي دغه فرمان صادریدل په راتلونکو ټاکنو کې د احتمالي درغلیو او لاسوهنو د مخنیوي لپاره یو ښه لومړنی اقدام و.

دغه فرمان چې درې مادې لري،په صراحت سره پکې دولتي چارواکي په ټاکنیزو سیالیو کې له ګډون،همکارۍ اولاسوهنې څخه منع کړی شوي او پردې هم ټینګار شوی،چې دولتي امکانات د هیڅ یوه ځانګړي نوماند،سیاسي ډلې او ټلوالې په ګټه نه شي کارول کیدای.

 په عملي ډګرکې د ولسمشردا فرمان هم د زیاتو نورو فرمانونو په شان سمبولیک او بې اغېزې ثابت شوی.

څرګندې سرغړونې

تراوسه له ولسمشرکرزي څخه پرته د ده د مرستیالانو په ګډون ګڼ وزیران،والیان،د ولسي او مشرانو جرګې غړي په ښکاره لیدل کیږي چې د ځینو ولسمشریزو نوماندانو په کمپاین غونډو کې مستقیم ګډون،مالي او امکاناتي ملاتړ او نورې ونډې لري.

هره ورځ د کمپایني غونډو په خپریدونکو رسنیزو راپورونو کې لیدل کیږي،چې ځینې مهم دولتي ځایونه د یوشمېر مشخصو کاندیدانو د غونډو په واک کې وي،همدا شان په دغو منډو ترړو کې له دولتي امکاناتو،موقفونو او نورو سهولتونو څخه په خلاص مټ ګټه اخیستل کیږي.

دا مسلې ټولې په ټاکنو کې د دولتي چارواکو د نه ګډون لپاره د صادرشوي فرمان څرګندې سرغړونې دي.

په مخکینیو څو دورې ټاکنو کې د قانون مطابق اکثره هغو چارواکو چې د کوم کاندید په پلوۍ یې په کمپایني هڅو کې برخه اخیسته،له خپلو دندو څخه استعفاوې کولې،خو دا ځل دغه کارترډېره حده پورې هغو چارواکو کړی،چې خپله نوماندان شوي یا یې د کوم نوماند مرستیالي منلې ده.

د نورو سرغړونو اندېښنه

کمپاین په هرو ټاکنو کې یوه مهمه او حساسه مرحله ده او په دې مرحله کې د اصولو نقض د ټاکنو په نورو مرحلو او حتی نتایجو کې د سرغړونو د رامنځته کیدو اندیښنه زیاتوي.

راتلونکې ولسمشریزې او د ولایتي شوراګانو ټاکنې هم سرله اوسه د دغسې اندیښنو په بدرګه را روانې دي او وېره شته،چې قانون نقضونکي د ولسمشرترفرمان اخوا نورو سرغړونو ته هم زړه ښه کړي.

ولسمشرکرزي ته چې د پخوانیو ټاکنو او نورو زیاتو مسولیتونو په پرتله یې د راتلونکو ټاکنو په اړه مسولیت خورا مهم او له تاریخي ارزښته ډک دی،لازمه ده چې د خپل دې فرمان پرنقض سترګې پټې نه کړي او له مختلفو ممکنو او جدي لارو څخه د مسولو څارونکو ادارو په واسطه د دې فرمان نقضونکي ثابت او ترقانوني مجازاتولاندې راولي.

که داسې ونه شي،د ځینو وړو کړیو د قانون ماتوتې له وجې به زیات خلک د ټاکنو پر ملي پروسې کم اعتماده او پکې د کمزوري ګډون ترڅنګ د ټاکنو شفافیت،بې پري والي،عادلانه والي او مشروع پایلو په اړه له اوسه مطمین دریځ او توقعات ونه لري.

—————————

د لیکوالو له نظر سره د تاند د دریځ یووالی ضروري نه دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *