کرکټ بورډ –
د افغانستان کرکټ د لومړي ځل لپاره د پرمختیایي فعالیتونو او په دغه لوبه کې د ځوانانو پراخې ونډې نړیوالې جایزې وګټلې.
د افغانستان کرکټ بورډ اداره چې د کرکټ آسیایي شورا په کچه د پراخو پراختیایي فعالیتونو او په دغه لوبه کې د ځوانانو پراخې ونډې جایزې لپاره د کرکټ نړیوالې شورا جایزو ته نوماند شوې وه، په نړیواله کچه یې هم دغه ستر ویاړونه وګټل.
په دې وروستیو کې د ټول هیواد په کچه د کرکټ پرمختیایي فعالیتونو چټک پرمختګ او په کرکټ کې د ځوانانو پراخې ونډې د کرکټ آسیایي شورا او نړیوالې شورا پاملرنه د ځان په لوري راجلب کړه چې پایلې یې نه یوازې د آسیا په کچه په دغو دوو برخو کې د بهترین هیواد جایزې ترلاسه کول وو بلکه په نړیواله کچه هم دغه ویاړ د افغانستان کرکټ بورډ ادارې په نوم اعلان شو.
د افغانستان کرکټ بورډ اجراییوي رئیس ډاکټر نورمحمد مراد دغه لاسته راوړنه یو ستر ملي ویاړ بولي او په ځانګړي ډول په دغه دوو برخو کې چې په یوه هیواد کې د کرکټ لوبې بنسټیزې اړتیاوې دي په نړیواله کچه د افغانستان مخکښ کیدل د کرکټ په برخه کې د یوه زړه راښکونکي راتلونکې ښکارندویي کوي. ښاغلي مراد ټولو هیوادوالو ته د دغې سترې لاسته راوړنې مبارکي ووییله او افغانستان کرکټ یې په دغو برخو کې د همدغومره ستر ویاړ ترلاسه کولو مستحق وباله.
د یادونې وړ ده چې افغانستان په لومړي وار په نړیواله کچه د کرکټ په دوو بنسټیزو برخو کې دوه سترې نړیوالې جایزې ترلاسه کوي.