لویسلا د پراګ په منځ کې هغه مېنه ده چې کله څوک ورشي نو ګومان به کوي چې له ښاره دباندې یوې لرې کلیوالې سیمې ته ورغلی دی. د لویسلا درې په منځ کې نری کوږ وږ سړک تیر شوی دی. کورونه یې سره تر ډیره لرې پراته دي او هر ځای پکې ویالې بهریږي، د ځینو ویالو ژۍ یې لا پخې هم نه دي

شنبه وه لویسلا ته ورغلم. د رڼو اوبو څنګ ته رهي وم، دو خواوو ته به چې د شنو جګو غونډیو پر ونو شمال ولګید نو د اوبو غږ به پکې ورک شو. څو ګامه وړاندې مې پر یوه کور سترګې ونښتې، بالاخانه وه هغه د وطن بالاخانه، همداسې بالاخانه زموږ د کلي د کور هم وه. ما هلته ژوند نه دی کړی خو تل مې هغه زیړه بالاخانه تر سترګو سترګو کیږي. بالاخانې ته ودریدم، لویه کړکۍ یې وه. شاته یې یوه لوړه ونه ولاړه وه چې څانګې یې پربام ورکړوپې شوې وې.

ما لا بالاخانې ته کتل چې یو ډډه غږ مې واوریده:

– څوک مو پکار دي؟

– څوک نه

سړي بالاخانې ته لاس ونیو:

– دا زما کور دی تا ورته کتل ما ویل کور دې لکه چې غلط کړی دی

– نه کور مې نه دی غلط کړی ستا کور ما ته یو پخوانی وخت راپه زړه کړ نو ورته ودریدم

– دا کور ماته له نیکه راپاتې دی په ۱۸۹۸ کال کې جوړ شوی

– د پراګ نور کورونه لوړ بامونه لري تاسو داسې هوار دی

– دا مې د نیکه خوښه وه هغه ویل زموږ کور باید د نورو په څیر نه وي خو موږ اوس ورسره په عذاب یوو په ژمي کې یې کله ناکله چت نم کوي

– زه دلته نژدې په هرومیرڅي کې اوسم هلته زما تر کور ورپورته دوه زاړه کورونه وو د دواړو چتونه یې وربدل کړل

– نو زه یې هم چت بدل کړم؟!

– که مو زړه وي له مشکله به خلاص شئ

سړي کټ کټ وخندل:

– ته زما کور ته په خوند ګورې چې یوه پخوانۍ خاطره درپه زړه کوي ماته خو دا کور بشپړ تاریخ دی څرنګه یې یو ځای بدل کړم.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *