تاند- د لغمان لسګونه قومي مشرانو او د ځوانانو د ټولنو مسولینو په جلال اباد کې د ولسمشرۍ نوماند ډاکټراشرف غني احمدزي په ملاتړ غونډه وکړه.
غونډه ته په ختیځ کې د ډاکټراشرف غني د کمپاین د سیاسي کمېټې مسول جنرال میرهاشم وویل چې ډاکټراشرف غني د افغانستان د سولې، ثبات او اقتصادي پرمختګ لپاره واضحې او بریالۍ طرحې لري.
د لغمان د قومي مشرانو په استازیتوب حاجي شیرین آغا او د ځوانانو د ټولنو په استازیتوب شال پاچا خبرې وکړې. دوی د ډاکټراشرف غني د نوماندۍ ملاتړ اعلان کړ.
د ننګرهار د ولایتي شورا غړي الحاج محمد ایوب ملک بابا وویل:«تر جلال اباده په داوطلبه بڼه د لسګونه قومي مشرانو او ځوانانو راتګ او د ډاکټراشرف غني احمدزي ملاتړ کول سر له اوسه په ټاکنو کې د هغه د بریالیتوب زېری ورکوي.»
دا ملاتړغونډه په ختیځ کې د ډاکټراشرف غني د کمپاین په عمومي دفترکې جوړه شوې وه.
د ډاکتر اشرف غني احمدزي د کمپاین مسوولان وايي، د لغمان د دغو قومي مشرانو او ځوانانو په شان هره ورځ د ختیځو ولایتونو د مختلفو سیمو او قشرونو لسګونه تنه په داوطلبه ډول د ډاکټراشرف غني د کمپاین مرکزونو ته راځي او په ټاکنو کې د ګډون ترڅنګ د هغه د نوماندۍ ملاتړ کوي.
له بلې خوا د افغانستان د ملت د اسلامي حرکت ګوند مشر حجت الاسلام والمسلمین سید محمد هادي هادي په یوه لویه غونډه کې د اشرف غني احمدزي د کاندیداتورۍ ملاتړ وکړ.
په دې مناسبت د لویې جرګې په خیمه کې غونډه جوړه شوې وه او سلګونو کسانو پکې برخه لرله.