تاند- د پاکستان د حکومت له یوه راپور سره سم، دا هیواد تروریزم له عراق وروسته په نړۍ کې تر ټولو زیات زیانمن کړی دی.

د پاکستان د حکومت په دې راپور کې، چې سند هم ورته ویل شوي او ملي داخلي امنیتي پالیسي نومېږي، ویل شوي چې که څه هم پاکستان له عراقه وروسته تروریستي پېښو زیات اغېزمن کړی خو په پاکستان کې د تروریستي پېښو شدت د عراق تر هغو زیات ګڼل کېږي.

دا سند کابینې ته تر وړاندې کېدو مخکې حاضردمه د پاکستان د کورنیو چارو د وزیر چودري نثارعلي خان له لوري تنظیمېږي.

په سند کې تروریزم د پاکستان د بشپړتیا، ملي حاکمیت او د دولت د حاکمیت بالقوه ګواښ بلل شوی دی.

په راپور کې ویل شوي چې له ۲۰۰۱ څخه تر ۲۰۱۳ پوري په پاکستان کې ۱۳۷۲۱ پېښې شوي چې د شمېر له نظره د عراق تر هغو لږې دي. له ۲۰۰۱ څخه تر ۲۰۰۵ پوري په پاکستان کې ۵۲۳ تروریستي پېښې شوي خو له ۲۰۰۷ څخه د ۲۰۱۳میلادي کال تر نوومبر میاشتې پوري د داسي پېښو شمېر ۱۳۱۹۸ ته لوړ شوی دی.

د ۲۰۰۱ او ۲۰۰۷ میلادي کلونو ترمنځ یوازې ۱۵ ځانمرګي بریدونه شوي، خو له ۲۰۰۷ څخه د تېر کال (۲۰۱۳) تر نوومبر پوري د ځانمرګو بریدونو شمېر ۳۵۸ ته لوړ شوی چې د نړۍ تر بل هر هیواد زیات دي.

د امریکا د تروریتسي مطالعاتو او د تروریزم د ځواب د ملي کنسورشیم (Start) له لوري له خپرو شویو شمېرنو سره سم په ۲۰۱۲ میلادي کال په پاکستان کې ۱۴۰۴ تروریستي حملې شوي چې تر عراق هم زیاتې دي. په دغه کال په عراق کې ۱۲۷۱ ځانمرګي بریدونه شوي ول. په افغانستان کې ۱۰۲۳ پېښې شوې وې.

په هرو درو حملو کې یوه په خیبر پښتونخوا ایالت کې، په سلو کې ۲۳ په بلوچستان کې او ۱۹ اعشاریه ۶ په قبایلي سیمو کې شوي دي.

سره له دې چې د تروریستي پېښو د شمېر او تلفاتو د زیاتوالي له پلوه پاکستان تر عراق او افغانستان هم زیات اغېزمن شوی خو د دې لپاره چې دا ډول پېښې په پنجاب کې نه کېږي د پاکستان د پوځي او ملکي چارواکو او همداراز رسنیو لپاره ثانوي اهمیت لري.

د پاکستان ډان ورځپاڼې ته یوه چارواکي وویل، سره له دې چې خیبر پښتونخوا ایالت په پاکستان کې تر بل هرځای زیات ځپل شوی خو د پاکستان د کورنیو چارو وزارت نه د راپور په چمتو کولو کې او نه له تروریزم سره د مبارزې په برخه کې د دې ایالت مشوره غوښتې ده.

د ملي کورني امنیت د پالیسۍ په سند کې ویل شوي چې له ۲۰۰۱ څخه د ۲۰۱۳ کال تر نوومبر پوري په پاکستان کې ۴۸۹۹۴ تنه وژل شوي چې د هغو په منځ کې ۵۲۷۲ د قانون نافذوونکو ادارو غړي دي.

له ۲۰۱۰ څخه تر ۲۰۱۳ پوري په درو کلونو کې ۱۷۶۴۲ تنه وژل شوي چې د هغو په منځ کې ۲۱۱۴ امنیتي ځواکونه شامل دي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزارت په دې ۸۶ مخیز سند کې دا هم ویل شوي چې تروریزم د ځپل شویو سیمو اقتصاد ته ۷۸ ملیارد ډالره زیان هم اړولی دی.

One thought on “له عراق وروسته تر ټولو زیاتې تروریستي حملې په پاکستان کې شوي”
  1. دروغ مکمل دروغ دا تورمخی خو په دی دروغو کی له هر چا مخکی دی،،دا هم امکان لری چی په افغانستان کی د تروریستی حملو په نسبت پاکستان ډیر تلفات لیدلی ,وی؟ نه !!!! دا هسی په ځان ریشخند وهی او یا خو ورته دا خلک کاڼه او ړانده ښکاری، ځکه داسی ورځ نه وی چی لس او شل تروریستی او انسانی ضد حملی په افغانستان کی ونه شی او بیا هم پاکستا ن نسبت افغانستان ته خبل تلفات زیات ښایی او ځان معصوم معرفی کوی خو خفیفت خو ما او تاته ښه معلوم دی،،،نورڅه ویل ورته نه دی پکار یواځی دی دا پاکستان په تور لیست کی شامل کی بس به وی انشاالله..

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *