خدمتګار ورځپاڼې پخپله نننۍ ګڼه کې لیکلي، د تركمنستان د مې مياشتې په ۲۳ د امريكا له ملاتړه د برخمنې ګازو نلليكې د رغونې لپاره يو قدم نور هم مخكې واخست او د افغانستان له لارې يې پاكستان او هندوستان ته د طبيعي ګازو د لېږلو تړون لاسليك كړ.
د تركمنستان د ګازو د كنټرول شبكې تركمن ګاز دغه تړون د پاكستاني په داخل كې د ګازو له وېشونكې كمپنۍ او د هندوستان د ګازو له ملي شركت GAILسره لاسليك كړ.
خدمتګار د نوې اروپا ويبپاڼې د یوه رپوټ په بنسټ ليكلي، د دغې پروژې د لاسليك پر مهال د تركمنستان مرستيال صدراعظم بايمراد هوجاموخادموف وويل: ((د ټاپي پروژې بشپړول په دې پروژه كې د شريكو هېوادونو د اقتصادي او ټولنيزې پرمختيا لپاره يوه انګېزه ده.))
د تړون له مخې به تركمنستان، چې په نړۍ كې د ګازو څلورم ستر توليدوونكى هېواد دى، په ورځني ډول د ټاپي پروژې له لارې افغانستان، پاكستان او هندوستان ته ۹۰ مليونه متره مكعب طبيعي ګاز صادروي.
د دغې پروژې تر شا امريكا ولاړه ده او مالي لګښتونه يې د اسيا پرمختيايي بانګ پر غاړه اخستي دي.
د نوې اروپا انټر نټ پاڼې د خبر پر بنسټ، د تړون له مخې د ګازو زياته برخه مخ پر وده هېوادونو هندوستان او پاكستان ته ولاړه شي چې دواړه هېوادونه دمګړۍ د انرژۍ له سخت كمښت سره لاس او ګرېوان دي او ښايي د دواړو هېوادونو د انرژۍ اړتيا تر ۲۰۳۰ كال پورې دوه برابره زياته شي.
سرچينې كښلې، له دغو دواړو مخ پر ودو هېوادونو زياته شوې انرژي به د جنګ ځپلي افغانستان لپاره ځانګړې شي او په دغه هېواد كې به د نورو برخو ترڅنګ د انرژۍ په توليد كې هم ګټه ترې واخستل شي.
د ټاپي پروژې د رغولو لومړنۍ مفكوره په ۱۹۹۰ كال كې راپورته شوه، خو هغه مهال د افغانستان د كورني جنګ له امله دغه پروژه شاته يووړل شوه.
دغه پروژه چې ۱۸۰۰ كيلومټره اوږدوالى لري د رغولو چارې به يې د ۷.۶ ميليارد ډالرو په لګښت سره د ۵ كلونو په موده كې بشپړې شي.
په دغه مراسمو كې د هندوستان د نفتو او كانونو وزير ايس جيپال ريډي ويلي چې مخ پر ودې هېواد يې د دغې پروژې پيل ته سخت لېواله و او تازه اټكل دا دى چې تر ۲۰۱۷ كال پورې به د هندوستان د انرژۍ اړتيا څلور برابره لوړه شي.
په دغو مراسمو كې د افغانستان د كانونو وزير وحيدالله شهراني ويلي:((دغه نلليكه به سيمه د سولې او امن خوا ته سوق كړي او تر څنګ به يې د سيمه ييز پرمختګ باعث شي.))
د ټاپي پروژې د پلي كېدو مساله په داسې حال كې را پورته كېږي چې ايران او پاكستان د سولې د نلليكې د غځولو له لارې غواړي دغه پروژه ناكامه كړي.
ايران هڅه كوي ټاپي پروژه له افغانستانه نه، بلكې له ايرانه پاكستان او بيا هندوستان ته ولېږدول، خو شنونكي وايي چې د ايران دغه هدف د دوه عواملو له مخې ناشونى ښكارى. يو دا چې له ايرانه د دغې نلليكې غځول د دغې پروژې مالي مصارف لوړوي او بل دا چې ايران په دې وروستيو کې له نړيوالو بنديزونو سره مخ دى، نو له ايران سره په ورته پروژو كې معامله كول د امريكا په ګډون نړيوال غبرګونونه لرلاى شي.
د شنونكو په باور پاكستان ته د افغانستان اقتصادي وده د زغم نه ده، نو ځكه له بېلابېلو لارو غواړي افغانستان ته خنډونه رامنځ ته كړي.