کابل د څه باندې پنځه میلیونه وګړو میشتځای دی، د هېواد د نورو سیمو په پرتله به په کې د زیاتو وګړو د اوسیدو د لاملونو څخه یو دا هم وي، چې د ژوند سهولتونه او اسانتیاوې په کې زیاتې او د نورو سیمو په پرتله یې د خلکو د ژوند او پوهې سطحه لوړه ، لوستي کسان ډېر او د فکر او عمل خلک زیات لري. خو د دې ښار هغه وګړې چې د کابل ښار او د ټول افغان ملت د باثباته او ډاډمن ژوند مسوولیت یې پر غاړه دی ولې د خپل مسوولیت په سرته رسولو کې صادقه او ژمن نه دي؟

دا ښار په هر موسم کې له ګڼې ګوڼې ډک وي، په ښار کې، بې انصافي ، بې عدالتي، د خلکو زورونه ، بد اخلاقي، غلاوې ، مرموزې وژنې، د قانون ماتول، د سوالګرو پراخ شتون او  د کابل ښار په منځه کې تېره شوې ویاله چې په عامه اصطلاح د کابل سیند بلل کېږي، د کثافاتو پر خزانې بدله شوې چې یواځې په ښار کې د پوډریانو لپاره د ارام او سکون د ښه ځای کار ترې اخستل کیدای شي اوبس.

 دا د دې ښار هغه ستونزې دي چې مسوول چارواکي له ارګه نیولی بیا تر ښاروالۍ او د چاپیریال ساتنې اداره چې هسې هم په دا تېرو دوولسو کلونو کې په درانه خوبه ویده وه، هېڅ پرې غوږ نه ګروې او که د ښار ساتنې په برخه کې یې کوم کار تر سره کړی هم وي اغیزه یې په صفر کې ضرب او بنسټي کار یې نه دی کړی. عام خلک په ښار کې د سوالګرو او پوډریانو ډېروالي اندیښمن کړي دي، په دې ښار کې د سوالګرو له لاسه په روغ زړه نه شې کرځېدای په هر یو کیلومتر کې له شلو د زیاتو سوالګرو سره مخ کېږي او تر هغې دې نه پرېږدي چې تر څو یې درنه پیسې نه وي بود کړي، د دې ښار په سوالګرو کې د اړو او محتاجو سوالګرو پېژندل او تفکیک خورا ګران کار دی.

 هغه چې مجبورې ورځې او د زمانې د ناخوالۍ درنو څپیړو دې چارې ته مجبور کړي دغه ډول سوالګر په دې ښار کې هم شته؛ خو د سوالګرو فریبکارانه تکتیکونو او د سوال په بهانه د دوی د سوالګرۍ نویوو لارو چارو عام  خلک پر دوی  بې باوره کړې، نو ځکه د مستحقو، محتاجو او اړو سوالګرو په حق کې هم زیاتی کېږي.

د دې ښار سوالګر له خلکو څخه د پیسو په ټولولو کې له ځانګړي هنر او استعداده برخمن دي،  له هرې ممکنې لارې چې ممکن وي له خلکو پیسې ترلاسه کوي. د دې سوالګرو دغه لارې چارې چې ، د سړک په غاړه د ماشومانو بربنډ اچول، د خپل بدن د یوې برخې نه سپینه پټۍ تاوول، د روغتونونو تر مخه د ډاکټرانو له نسخو سره درېدل، د هوټلونو او نانوایانو د دوکانو مخ ته د یوې ډوډۍ د سوال لپاره درېدل او ځینې خو درته ځان ګونګی کړي او تر هغې دې نه پرېږدي چې تر څو دې پیسې نه وي ورکړې.

په دې وروستیو کې ویل کېږي چې په کابل ښار کې یو شمېر مافیايي کړۍ ګدایګرو ته د ورځې ټاکلی معاش ورکوي، او د دوی د ټولې ورځې راټولې کړې پیسې د همدغو بې احساسه سوداګرو جیب ته ځي.

د ټکنالوژۍ، تخنیک، سیاست او پرمختګ په دور کې دولتونه او ملتونه مخ په بره روان دې؛ خو موږ لاهم د سیالۍ معیار نه پېژنو، د اصلاحاتو خبرې کوو؛ خو عمل نه کوو، د نورو پرمختګ او بریاوې په چکچکو نمانځو؛ خو د ځان د پرمختګ فکر مو شاته غورځولی، نور غندو خو خپل عیب د ولو منځ ګڼو، زموږ هر سیاستوال او روڼ اندی زموږ د وروسته پاتي والي لامل د ګاونډیانو مداخله ګڼي؛ خو پر دې فکر نه کوي چې څنګه له خپله کوره د ګاونډي هغه لاس غوڅ کړو چې زما د کور په ورانولو پسې یې را اوږد کړی.

د ښاري فرهنګ عامول او د ښار د پاک ساتلو مسوولیت په دواړو غاړو ملت او دولت واجب دی دواړه لورې باید لاس سر یو کړي او په ښار کې پوډریان او سوالګر  چې عام ښاریان یې په روحي او رواني ناروغۍ اخته کړي، د ورکولو او د دوی د درملنې او د ژوند ښه کولو لپاره جدي مبارزه پیل کړي. د دې ښار بې احساسه مسوولین دې نور نړیوالو ته دا ملت نه شرموي د کابل ښار پلازمېنه ده دا ښار له ویاړه ډک تاریخ لري او په هر وخت کې د نړۍ د سیالانیانو لپاره په زړه پورې ښار وه؛ خو که اوس د نړۍ له هر کونجه ګرځندویان راځي؛ نو د دېرش میلیون نفوس د فرهنګ قیاس د همدې پنځه میلیون لوستو، سیاستوالو، روڼ اندو او چارواکو له ژونده کوي؛ خو که لوستی، سیاستوال او روڼ اندی قشر دا ډول ژوند چې سیند ، ښار، پارکونه ، سرکونه او نور عامه ځایونه خپل کور نه ګڼي؛ نو بهرني ګرځندویان به د هغو خلکو په اړه چې له ښاره ډېر لرې د کلي او باڼډو په ناامنه فضا او د ژوند د غوره امکاناتو څخه د محرومو خلکو په اړه څه تصور لري؟!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *