دا لیکنه په لوی افغانستان اونيزه کې چاپ شوې ده.
په ډيرو هيوادونو کې د مخالف موافق، او نورو ګټې يو ډول فکري ټکر سره لري، داسې نه وي چې د دوی ګټې د دوی د سر په بيه تمامې شي، خو په افغانستان کې بيا داسې نه ده بلکه د سرونو په سر سوداوې دي او تل په سر سوداوې کیږي، هغه چې افغانستان يي دوست بولي يا افغانستان يي دوست دی، دوی ته هم افغانستان د سرونو منډي ښکاري.
په تيرو وروستيو مياشتو کې په ګاونډي هيواد پاکستان کې د افغان مشرانو مرګونه ډير شوي دي، ياده لړۍ له تيرو څو مياشتو را په ديخوا پيل شوې او ډول ډول کسان په نښه کوي، خو په وروستيو څو ورځو کې د طالب مشرانو مرګونه تر ډيره د انديښنې وړ دي، څو ورځې مخکې په کوټه کې څو تنه په نښه شول، بيا په اسلام آباد کې نصيرالدين حقاني په نښه شو او د تيرې اونۍ په وروستيو کې بيا د طالبانو د واکمنۍ پر مهال د دوی د کډوالو وزير مولوي عبدالرقيب په نښه شو او و وژل شو.
طالب مشران چې يو ډول د څارګرو ډلو په سخت ګرو کې دي، وروسته تر هغه وژل کيږي چې په افغانستان کې د سولې خبرې اترې زور اخلي، پاکستان چې په تاريخ کې تر ډيره د سياسي رنډۍ په رول کې پاتې شوی دی ، ډير وارې يي د دې ډول سرونو سوداوې کړي دي، په ۲۰۰۱ کال کې دوی د ژونديو سرونو سوداوې پيل کړې ډير يي ونيول او امريکې ته يي ورکړل ان تر دې چې ديپلوماتيک عرف يي هم مات کړ او د طالبانو د واکمني سفير عبدالسلام ضعيف يي هم په امريکې وپلوره، خو نن سبا بيا داسې نه کوي، ځکه پاکستان د روانې پروژې بايلونکی شوی دی او کوښښ کوي چې په لوبه کې شته څيرې يو ډول له مخې لرې کړي او روانه لوبه همداسې مبهمه پاتې شي، ځکه پاکستاني طالبان او افغاني طالبان د يوې ايډيالوژۍ خاوندان شوي دي، دواړه يو ډول مبارزه کوي.
پاکستاني طالبانو يو طرف ته د سولې خبرې کوي بل طرف ته له ۲۳ پاکستاني سرتيرو سرونه غوڅوي، دا ددې ښودنه کوي چې پاکستان نور د طالب په نوم پيل کړې پروژه له لاسه ورکړې او اوس ددوی او د بادارانو خبره هم پرې تاثير نکوي.
مولوي عبدالرقيب ته ورته ځينې نور مشران هم شونې ده چې د آی اس آی په تورليست کې وي او ډير ژر به د دوی وژونکی ګروپ پکې مرمۍ سړې کړي، خو د افغان دولت مجبوريت ، سوله او د طالبانو ګرو کيدل هغه ستره ستونزه ده چې نن يي حل لاره نه له افغانستان سره شته او نه هم له طالب مشرانو سره کوم چې په پاکستان کې شته دي.
ډيری کيدای شي داسې استدلال وکړي چې ولې طالب مشران افغانستان ته نه راځي، خو دوی به له دې نه وي خبر چې د دوی هر قدم څارل کيږي او يوازې يو نيم لکه معتصم اغاجان چې بخت ورسره ياري وکړه او ژوندی خلاص شو ترکيي ته وتښتيد.
د طالب مشرانو د دې مرګونو په اړه غبرګونونه ډول ډول دي، افغان حکومت يي وژنې، نيول کيدل او ځورول غندي،خو پاکستان په دې اړه يوازې چوپتيا غوره کړې او په دې چوپتيا کې يي افغانستان ته د خبرداري ستر ګواښ پروت دی، خبرداری دا دی چې غواړي يو ډول ځان مهم وښيي او افغانستان ته داړې جينګې کړي چې لا هم لوبه له دوی سره ده، خو زه له دې وژنو سره سره خوشبين يم، ځکه يو لوري ته د سولې په برخه کې هڅې شونې ده رنګ راوړي، بل دا چې د دې وژنو په ترڅ کې نورو طالب مشرانو ته دا پيغام رسول شوی وي چې يا مړ يا موړ، هغه چې له پولې هاخوا دي، دوی نور د آلې په توګه کارول کيږي، خو هغه چې له پولې دېخوا په افغانستان کې مقاومت کوي، ښه به وي چې جرأت وکړي، او سياسي مبارزې ته مخه کړي، ځکه سياسي مبارزه نن سبا ډيره آسانه شوې او د خپلو موخو لپاره تر ټولو مهم فکتور دی.
په پاکستان کې د الې په توګه کاريکدونکي افغانان:
۱ـ کډوال: د روسي يرغل پر مهال پاکستان ته تلي په ميليونونو افغانان د پاکستان لپاره تر ټولو غوره اله ده چې کله کله يي د فشار په ډول نيسي، ځوروي او کړوي يي څو خپلې موخې پر افغانستان ومني.
کډوال چې د کوزې پښتونخواه له تورخمه يي لړۍ پيل مومي بيا ان په اسلام آباد او کراچۍ خلاصه کيږي، او هلته په بيلابيلو کارونو بوخت دي.
۲ـ سياسي مشران: له سياسي مشرانو مې موخه يوازې او يوازې پخواني طالبان نه دي بلکه د شته ادارې د ډيرو واليانو ، ديني علماوو، په کورنيو او بهرنيو موسساتو کې کارکونکو او نورو چارواکو کورونه لاهم په پاکستان دي او د دوی دا شتون د پاکستان لپاره د لوبې بله برخه ده، ځينې مشران وژني، ځينې نيسي، ځينې هسې ګرځي او ځينې نور بيا د فشار د آلې په ډول کاروي.
ښه به وي چې کډوال نور له کډوالي توب څخه تير شي، را دې شي خپل وطن ته څو دا د فشار آله ختمه شي، هغه چې هلته کارونه لري بايد د خپل کاروبار لپاره نورې قانوني لارې چارې ولټوې او تر ډيره په دې فکر کې شي څو خپل کاروبار هم خپل هيواد ته راوړي، په کډوالو کې ډير يي چې زما نيږدې ملګري دي، کله که له دوی سره د هيواد بحث کوي، نو د دوی شرايط ډير عجيب دي، يو شرط يي دا وي چې دولت بايد کور ورکړي، بل شرط يي دا وي چې دولت بايد کار وکړي، بل شرط يي دا وي چې د دوی بچيان بايد فوق العاده زده کړې وکړي.
زه له دوی سره ټول منم او د نورو په څير دوی هم دا حقوق لري او بايد ورکول شي، خو دوی بايد په دې پوه شي، هغه چې په دې وطن کې کور لري، دولت نه دی ورکړی، هغه چې په دې وطن کې يي بچيان په سختو شرايطو کې ژوند کوي نو د دوی بچيان ترې غوره نه دي او هغه چې په دې وطن کې کار کوي يا بيکاره دي دوی ترې غوره کيدای نشي، ځکه هر يو د دې وطن بچی دی، په دې وطن کې داسې خلک هم شته دي چې د تيرو څلورو لسيزو ټول ظلمونه يي منلي دي، بچيان يي بې تعليمه شوي دي، وژل شوي، وهل شوي، کورونه يي چور شوي دي خو بيا هم په دې خوار وطن کې پراته دي.
سياسي مشرانو ته په کار دي چې يو ډول ځان ته په افغانستان کې د ژوند بستر جوړ کړي، دلته راشي، له همدې ځايه له دولت سره خبرې وکړي، سياسي مبارزه وکړي، خلک په ځان را ټول کړي، ځان او د وطن لپاره خپلې موخې روښانه کړي او کرار کرار نور د څارګرو ادارو له کړيو ځان خلاص کړي.
وګورۍ، ملابرادر بندي شو، ملاعبيدالله په زندان کې ساه ورکړه، لس اته په ډزو سره و وژل شول، شل ديرش ونيول شول لا هم بنديان دي، تر سلو ډير په امريکې خرڅ شول، خو موږ لا هم پاکستان ته د دوستۍ تمه لرو، دوستي به ورسره کوو، خو داسې دوستي لکه څنګه يي چې په نړۍ کې نور ګاونډي هيوادونه سره کوي.
پاکستان په خپله خاوره کې امنيت ته اړتيا لري، سياسي ملا ته اړتيا لري، ښونځی غواړي، نجونې يي بايد زده کړې وکړي، بيارغونه بايد پکې وي، د نورو پر سر لوبه وکړي، څو خپله خاوره وساتي، خو دوی، سياستوال او ملايان يي بيا افغانستان دارالحرب بولي، د دوی اند داسې دی چې په افغانستان کې بايد ښونځی ړنګ شي، سړک او پلونو ته بمونه کيښودل شي، ملي اردو او پوليس و وژل شي، نظام بايد نه وي، سړک، برښنا، راکړې ورکړې، کرنه او نور بايد په ټپه ودريږي، د کونړ له اوبو دوی بايد وړيا خوند واخلي، د دوی سيمټو ، وړو، درملو، جامو او…………ته افغانان اړ وي.
خو نه نور بايد افغانان خپل هيواد ورغوي، پرون به مو په رسنيو کې اوريدلي وي چې زموږ غنم کرار کرار ددې جوګه شوي دي څو هير هيواد وال له خپلو غنمو کندو ډک کړي، په ډيرو برخو کې بيارغونه شوې، مخابراتو مو په سيمه کې ساری نلري، جوس او نورې ميوې مو ان تر ترکيي او اروپا پورې ورسيدې، کله چې موږ هرڅه لرو، انساني قوه لرو، خاوره او خپلواکي لرو ښه ده چې دلته خواري وکاږو، وران وطن را جوړ کړو، په سياسي پروسو کې
فعاله ونډه ولرو او د هيواد برخلیک په خپله وټاکو.
Hartse laru kho de modiryat charey mo de mofsedino, daghalbazano, jahadi tojarano, panjsheri setamyano de sahami sharkat pe las key di. Ke ye pe daghalbazei zanuna pe gadei wesatel, no haal ba mo ter dey deyr badtar shi.