حامد کرزی غواړي چې زلمی رسول د افغانستان راتلونکی ولسمشر شي او دهمدې مقصد لپاره یې خپلو ټولو عمالو ته دنده سپارلې ده ترڅو له یوې خوا د زلمي رسول په ګټه کار وکړي او له بلې خوا د پښتنو هغه کاندیدان چې د انتخاباتو دوړلو چانس لري، په بیلابیلو دسیسو سره کمزوري کړي. حامدکرزی پدې پوه دی چې په لومړی دور کې به قطعي وړونکی معلوم نشي او له همدې امله غواړي چې دویم دور انتخاباتو ته یو زلمی رسول ووزي او دویم ډاکټرعبدالله عبدالله. پدې صورت کې به د ۲۰۰۹ کال د انتخاباتو په څیر خلک مجبورا د ډاکټرعبدالله عبدالله پرځای زلمی رسول غوره کړي. خو پوښتنه داده چې کرزی ولې زلمی رسول غواړي؟

ځواب: کرزی پدې پوهیږي چې زلمی رسول نه ولسي پایه لري، نه نظامي ځواک لري، نه قوي مدیریت لري، نه غښتلی رهبر دی او نه په اقتصاد پوهیږي، له همدې امله به د چارو د پرمخ بیولو لپاره کرزي ته اړ وي. په حقیقت کې به واک د پردې تر شا بیرته کرزي ته سپارل کیږي او زلمی رسول به په نامه ولسمشر وي. د یادونې وړده چې د شمال ټلواله هم پدې برخه کې د کرزي سره همنظره ده همدا علت دی چې قسیم فهیم او نور ملګري یې پدې برخه کې آرام دي، ځکه دوی توافق کړیدی چې زلمی رسول به د سمبول په توګه ولسمشر وي او واک به د کرزي او شمال ټلوالې ترمنځ د تیرو دوو لسو کلونو په څیر همداسې ویشلی پاتې شي.

د کرزي د پلان عواقب: د زلمي رسول واک ته رسیدل عامو افغانانو ته یو نه جبرانیدونکی تاریخي زیان دی، ځکه چې زلمی رسول، حامد کرزی او شمال ټلواله به دافغانستان حالات همداسې جاري وساتي لکه چې په تیرو دوولسو کلونو کې یې ساتلي وو. په قوي ګومان به حالات لږ نور هم خراب شي ځکه چې کرزي به د خپلو راتلونکو پلانونو لپاره غواړي ولس پدې قانع کړي چې ووايي پخوانی قبرکن بهتره و. زلمي رسول له آریانا تلویزیون سره په خپله مناظره کې وویل چې نوموړی د مقاومت یو فعال غړی وو، او د مقاومت قربانی باید د افغانستان په سیاسي جریان کې له پامه ونه غورځول شي. دا نویې ټلواله (زلمی رسول، حامد کرزی او شمال ټلواله) به دسولې په برخه کې هغه پالیسي تعقیب کړي چې په تیرو څو کلونو کې یې ولس پرې تیر ایستلی دی. (وسلوال مخالفین دې خبروي). د فساد په وړاندې په مبارزه کې به هغه پالیسې تعقیب کړي چې په تیرو کلونو کې یې د افغانانو او نړیوالو سترګو ته پرې خاورې ور شیندلې دي (عام افغانان او نړیوال دې خبروي) او د اقتصاد په برخه کې به هغه مافیايي کړئ نورې هم تقویه کړي چې له تیرو دوو لسو کلونو راهیسې د ښامارانو په څیرد هیواد ټول اقتصادي شاه رګونه زبیښي.

د زلمي رسول واک ته رسول یوه داسې لویه جفا ده چې ولس به د سولې، آرامۍ، عدالت، او پرمختګ څخه دلسو نورو کلونو لپاره هم بې برخې کړي. له همدې امله له ټولو بې پرې، وطنپالو او دهیواد ملي ګټو ته د ژمنو افغانانو څخه هیله کوم چې په خپل ټول توان سره ددې دسیسې مخه ونیسي، مه پریږدۍ چې لس کاله نور هم تاسې محکوم پاتې شئ، مه پریږدۍ چې جنګ دوام وکړي، مه پریږدۍ چې خلک مو په تشو شعارونو باندې وغولوي، مه پریږدۍ چې د مقاومت ټلواله ستاسو په سرنوشت لوبې وکړي.

افغانانو ته ښه بدیل: افغانستان داسې یوه مشر ته اړتیا لري چې هم پاک وي، هم هوښیار او په سیاست پوه وي، هم دخلکو له درده خبر وي او هم د مدیریت، شجاعت او تدبیر خاوند وي، ترټولو مهمه دا چې اجازه ورنکړي چې په بیلابیلو نومونو د افغانستان جګړه ادامه پیدا کړي. ما خپله د یوشمیر مشرانو سره یوځای د ډاکټرصاحب اشرف غني احمدزي سره څوځله کتلي دي او هغه د سولې په رابطه پوره ډاډ راکړيدي. هغه نه یوازې خپله سولې ته ژمن دي، ورسره ورسره پدې باور دی چې وسلوال مخالفین باید په هرقیمت چې کیږي راخپل کړو. هغه وویل: (ملاصاحب محمد عمر او انجنیر صاحب حکمتیار باید راسي).  پدې برخه کې هغه ژمنه کړیده چې یو بې طرفه دریمګړي ته به واک ورکوي ترڅو د دولت او وسلوالو مخالفینو ترمنځ د سولې طرحه رامنځ ته کړي. هغه همدا راز وویل چې دافغانستان په قضیه کې نورو ذیدخلو اړخونو ته به هم قناعت ورکړي ترڅو په افغانستان کې یوې ملي مصالحې ته لاره هواره کړي.

ډاکټرصاحب اشرف غني احمدزی په ټولوتشویشونو او مشکلاتو خبر دی. هغه داتنخاباتو د ګټلو لپاره یو ټکټ جوړکړیدی چې په لنډ مهال کې به د انتخاباتو د ګټلو لپاره ډیر مفید وي ( دانتخاباتو له ګټلو پرته به فیصلي بیا زمونږ د ګټو او هیلو خلاف وي) او په اوږد مهال کې به د سولې د رامنځ ته کولو او همدارنګه د پښتنو – ازبکو- هزاره وو ترمنځ د اړیکو او اعتماد د رامنځ ته کولو لپاره ډیر زیات مفید تمام شي. خصوصا که په شمال کې ازبک او پښتانه یوله بل سره همکاري او تعاون زیات کړي دا به دافغانستان د یووالي، د بې ځایه شویو وګړیو د بیرته ستنیدلو، د سیاسي او فرهنګي چارو د پیاوړتیا او ودې لپاره ډیرګټور تمام شي. باید یادونه وکړم چې د احمدشاه بابا په وخت کې هم ازبک قوم له احمدشاه بابا سره ملګری وو او که نن هم دا کار وشي دابه د افغانستان لپاره او خصوصا د پښتنو لپاره یو ستر موفقیت وي. دا یادونه هم  باید وکړم چې یو شمیر محدود کسان چې ځانونه د تاجکو ټیکه داران بولي، نباید ترابده ټیکه داران پاتې شي، بلکې په تاجکانو کې باید نویو، ملي، علمي او سیاسي شخصیتونو ته اجازه ورکړل شي ترڅو تاجک قوم له دغومعلوم الحالو او پردي پالو ټیکه دارانو څخه خلاص شي.

په درنښت

11 thoughts on “د کرزي پلان/ ډاکتر عبدالواسع قانع”
  1. د کرزي هڅې بې فایدې ښکاري ځکه اکثره خلک د اشرف غني پلویان دي او چې هر څومره درغلي هم وشی او ډالر هم ووېشل شي بیا هم د غني تله راته درنه ښکاري.

  2. تاسو د ټولو افغانانو د زړه خبری کړیدی، ځکه شمال ټلواله د ټولو تاجیکانو نماینده ګان نه دی. دوی هرڅه د پنجشیر ولسوالی ته غواړی. د افغانستان د ملی دفاع ، کورنیو چارو وزارت او ملی امنیت او باندینیو چارو وزارت اکثره لوړ رتبه مقامات او کارکونکی یواځی د دی 60 زره کسیزی نفوس لرونکی ولسوالی اوسیدونکی دی. دوی غواړی د بشار الاسد په شان ټول هیواد تر خپل نفوذ لاندی وساتی هغوی هم خپل ښکلی اسلامی هیواد د 12 فیصده علویانو د قدرت ساتلو لپاره په کنډواله بدل کړ. که شمال ټلوالی یا نظار شورا ته د ګران افغانستان اداره کول ګران وی د کابل ښار په شان چی لوټه لوټه یی کړ، تر 70 زرو ډیر کسان یی ووژل ، دخلکو دارایی او د شهزاده سرای یی چور او بیایی اور ورته کړ او په پای کی ټولی سپکی او درنی وسلی او الوتکی تاجکستان او ازبکستان او ایران ته یو وړی او د اریانا ملکی الوتکه یی په مشهد کی په 35000 دالرو خرڅه کړه .
    شمال ټلواله هیڅکله د تاجیکانو اصلی او واقعی نمایندګان نه وو او نه به وی. د ښاغلی اشرف غنی احمدزی په بریالیتوب سره به د افغانستان ټول خلک بریالی وی او د هغوی اصلی نمایندګان به د قدرت تمثیلونکی وی. یواځی شمال ټلواله به تاوان وکړی. هم به د ژبو انډول وساتل شی او هم به د هیواد د میشتو قومونو اصلی بچیان په قدرت کی پاته شی.

  3. ډاکتر عبدالواسع قانع صاحب ته سلامونه او نیکی هیلی :
    ډیری ښی خبروته د اشاره کړی هغه داچی په همدی کی هیڅ شک نشته چی کرزی صاحب د زلمی رسول په پټه او هم په ښکاره د هغه ملاتړ کړیده او هم یی کوی او حتی په اینده کی به یی هم وکړی تر څو واک ته ورسیږی .خو زه هم په ټولو پښتنوباندی غږ کووم چی له همدی ټاکنو له لاری تاسی واک ته رسیدلی شی او له همدی لاری شاته پاتی کیدلی شی لکه څرنګه چی څه باندی یوه لسیزه د پښتنوپه وژنو د هغوی د کورونو په پلټلو په سپییو داړلو حتی په کندهار کی ښځی له بهرنیو له خوا جنسی تیری سره هم مخامخ شوی خو له بده مرغه چا یی په اړه کوم غبرګون ونه وښود. دا ټول د شمال ټلوالی کارونه دی چی په پښتنویی کوی ، که خدای مه کړه زلمی رسول واک ته ورسیږی ټول واک او اختیار به یو ځل بیا د شمال ټلوالی ته ورشی او یو ځل به بیا پرپښتنوملنډی ووهی .
    په اخر کی یو ځل بیا پرپښتون مظلوم ولس باندی غږ کووم چی خدای او رسول ته ګوری رایه ورکړی هغه داسی کس ته چی د تاسو لپاره یی ځان کاندیدکړی او شمال ټلوالی ته یی هیڅ معاونیت نه ده ورکړی او هغه پر تاسو پښتنو یی باور او اعتماد کړی تر څوماته یوازی پښتانه رایه راکړی زه په راتلونکو ټاکنو کی بریالی کیدی شم ،
    نو د انتخاباتو په ورځ نر اوښځی ټول له خپلو کورونو ووځی او د رایی مرکزونوته لاړ شی او په غوټ اکثریت سره د جهان دوهم مفکر ښاغلی اشرف غنی احمدزی ته رایه ورکړی
    مصطفی له کابل څخه

  4. ډیر په زړه پوری لیکنه وه. الله د افغانیستان راتلونکی ته خیر کړی او نور د دظلم او فساد لمن په خپل حکمت وټوله کړی..

  5. كرزي ته خداي د نيكي هدايت وركري يا دي خداي غرق كري له دي وطن سره هيس مينه نلري طالبان له بنده خلاصوي اردو ورباندي وزني او فه انتخاباتو كي هم سم نيت نلري تر دي خو شاهشجاع دير خه و

  6. Mohtaram Dr wasi Qaneh saheb! staso da nazar sarah tol bawejadan Afghanan ham nazarah di. Tol poh aw bawejdana afghanan bayed nor da Hmed Karzi da pasedai idari da bia ratag makhah wanisi. Shamali talwalah da khoday sakhah da karzi pa shan yawah zaifa idarah gowari chi badnami dabal aw gatah da doi wi.
    Khoday di khair dar kri

  7. سلام و احترام
    در جریان چنه زنی های گوناگون که این لاشخوران و گرگ صفتان در مبارزات انتخاباتی خویش براه می اندازند
    تیم فعلی کرزی بجز از دزدی ناامنی و بی عدالت چیز دیگر و کدام درآورد نداشت
    مقصد از مردم خویش میخواهم که هوشیار باشند
    این درست هست که فقد یک ولسوالی نمیتواند که حق تمام تاجکان شریف دیگر را زیر شکم خویش احاطه کند
    این ها همه همان دزدان شمالی استند که این بار از طریق حکومت میخواهند که مردم بیچاره را چپاول نمایند
    این کرزی بجز از یک بازیکن فلم 2014 نیست
    خنده آور خو این است که بجز از سالگنی،پروانی،پنجشیری،استالفی دیگر هیچ شخص با سواد و مدبر در بین تاجکان وجود ندارد
    اگر موجود اند پس مردم گوسفندی چرا در خواب غفلت و تعصب شب و روز خویشرا بسرمیبرند
    همینگونه از برادران پشتون هم، این کرزی،شیرزی، ظاهر قدیر وغیره حق مسلم شمارا زیر پای خویش نموتوان گذاشت اگر شما بیدار شوید و بخزید برضد این شاه شجاع صفت رئیس جمهور که بجز از ارگ خویش در محل دیگر امنیت و عدالت آورده نتوانست

  8. Za bilkol de Qanai sahi sara Hum Nazara yastam……De Zalmi rasool sara de iwai walswalai de management Kefayat qudrat aw Tawan nashta……Walsmashree kho bilkol laree khabara rata brekhee…..

    Let us support Ashraf Ghani Sahib with our heart and soul I and Inshallah he would be successful.

  9. ډیر په ځای او معقول تحلیل مو کړی.د ستاسو د نظر متابق زه دا وړانیز کوم چه ټول ملی قوتونه د ددی غلو مخه ونیسي او عملن دی لاس په کار شی. د داکتر احمدزي لپاره دی ټولی لازمی منډی ترړی وکړی او که له چا سره دا امکانات نشته نو مالی کومک دی وکړي. نظر ته باید د عمل جامه واغستل شي او صرف په وینا یئ نه شو شل کولایئ .که چاته مالوم نه وی نو د لاندی لنک له لیاری کمک کولای شي.
    https://www.campaigncontribution.com/v5/process/info.asp?id=71852C3CZ755EZ4CC8Z99A3Z412C202A8E59&

  10. سلامونه می ومنی هیله دی روغ صحت خاوند به یاست لیکنه د په زړه پوری وه،خو داچی ته بیطرفه نه شاید دا ددی معنی ولری چی ته طرف واقع یی دا منم چی ډاکټر اشرف غنی پوه او فهمیده سړی ده او واقعا لیاقت یی لری خو دا درسره نه منم چی کرزی د دومره وطن فروشه وی او په وطن د زړه ونه خوږیږی که ښه نه وای ولی د تیر ځل رایه ورکوله هغلته ولی ښه وه.

  11. سلامونه دوستانو!
    کرزی یو شخص دی او یو سړی نه باید دملت په سرنوشت لوبی وکړی او انشاالله چی نه یی شی کولای هم او بله داچی د امریکا د پخوانی دفاع وزیر رابرټ ګیټس په خیل کتاب کی لیکلی وو چی دامریکا اوسنی جمهور ریس بارک اوباما نه غوښتل چی کرزی دی په تیروانبخاباتو کی کډونکی شی چی پدی هکله یی په انتخابابو کی په پریمانه کچه لاس وهنه هم کړی ووخو په خپل پلان کی ناکامه شول او څه چی دافغانستان خلګو غوښتل هغسی وشول.
    له بلی خوادا دامکان نه لری چی انتخابات دی دوهم پړاو ته لاړشی دا ځکه چی په راتلونکی ټاکنو کی دهیواد اکسریت د ډاکتر صاحب اشرف غنی پلوی دی او که خدای کول په ډیر نژدی راتلونکی دیو قوی حکومت خاوندان ووسو.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *