السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته
پوهیږئ چې له څو کلونو راپدیخوا په مسلسله توګه زموږ د سر سړي د یو ستر بهرني پلان له مخې یو پر بل پسي د طالبانو او نورو سپکو او کرغیړنو کړیو په لاسونو په شهادت رسول کیږي ځینې ئې په بربنډ ډول او ځینې په مرموز ډول دا دی تعداد ئې تر زرو ۱۰۰۰ کسانو واوښت ، دوی هریو د ټولنې د یووالي د ماڼۍ بنسټ او بیله بیله ستن وه ، پدې هکله چوپ پاته کیدل یو ستر جرم او ملي خیانت دې له ټولو هیواد والو هیله کیږي چې د خپلو سیمو د ترور شوو مشرانو نومونه په لاندیني بریښنالیک راولیږئ .
محترمو هیوادوالو تاسو کولئ شي د قومي مشرانو ترڅنګ استادان ،داکتران،لیکوالان،ژورنالیستان،عسکری او ملکي اهل کار شخصیتونه چې تر هر نامه لاندي وژل شوي وي کولائ شي بشپړ معلومات او د شهیدانولو انګازه ئې هم ولیکئ خو تاسو د خپل نوم او ادرس له لیکلو ډډه وکړئ او له چا څخه چې معلومات تر لاسه کوئ د هغه د نوم له ذکر نه هم ډډه وکړئ .
ستاسو د کلي او سیمې مشر چا ،څه ډول او په کوم جرم شهید شو ؟ هیله دې چې راسره يې شریک کړئ دا ملي خدمت دي ،دغه لیست به نشر ته سپارل کیږي او هم به د کتاب په بڼه چاپ ته سپارل کیږي ،که چپ پاتې شو نو نور هم وژل کیږو هیله ده چې غلیم رسوا او نور شخصیتونه وساتو چې ووژل شي.
په درنښت
افغانستان او افغانان وساتئ