تاند- د امریکايي څېړونکو د تحقیقاتو له مخې د انسان په ژوند کې پنځه ویشت کلني تر ټولو خوندور او نه هېرېدونکی وخت دی.

د متحدو ایالتونو د نیوهمپشایر پوهنتون له څېړنې سره سم، چې له خلکو سره د سروې پر اساس یې کړې ده، د اکثرو انسانانو لپاره ينځه ویشت کلني نه هېرېدونکی وخت دی.

څېړونکي وايي چې په دې نظر پوښتنه کې یې ډېر تقاعد شوي کسان پوښتلي دي.

یاده دې وي چې زموږ خلاف د لوېدیځوالو کلتور داسي دی چې نېټې او کلونه یې زیات په یاد پاتې کېږي. زموږ اکثره خلک لومړی په دې نه وي خبر چې په کوم کال یا میاشت زېږېدلي او که چا ته معلومه هم وي، په دې یې له سره فکر نه وي کړی چې د ژوند کوم کال یې څرنګه و.

په څېړنه کې څرګنده شوې ده چې په مجموع کې له ۱۵ کلنۍ څخه تر ۳۰ کلنۍ پوري هر راز مثبتې او منفې پېښې د انسان له ذهنه په اسانه نه وځي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *