له هغه وخت نه، چې افغان حکومت په بګرام کې د زندانيانو د دوسيو د څيړلو او دهغوي د ازاديدلو لړۍ پيل  کړې ده، امريکايي چارواکو په وار وار سره غبرګون ښيې او په دې ټينګار کوي، چې افغان دولت دې يو شمير مهم طالب بنديان نه خوشي کوي.که څه هم افغان دولت د دې بنديانو د څيړلو لپاره يو ځانګړى کيميسيون رامنځته کړ، ترڅو د بنديانو د دوسيو په څيړلو کې کومه تيروتنه او اشتباه  ترسره نشي، د دې پريکړو او څيړنو سره سره امريکايي چارواکو خپلو نيوکو او انديښنو ته زور ورته کړى دى.

له بل پلوه تيره ورځ د امريکايي چارواکو له خوا ويل شوي دي، چې امريکا غواړي د هغه امريکايي سرتيري په بدل کې، چې له ٢٠٠٩ ز کال راهيسي له وسله والو طالبانو سره برمته دى، له ګوانتانامو زندان څخه پنځه طالب مهم بنديان خوشي کړي.

امريکا په سيمه او نړۍ کې د خپلو هدفونو او ګټو ترلاسه کولو لپاره هره پيښه او موضوع د څارلو ترڅنګ تر بريد هم لاندې نيسي، په يوه موضوع کې چې د افغان دولت له خوا طالب بنديان د بې ګناه ثابتيدلو سره له بنده ازاديږي، نو امريکا د نړۍ له هغه ګوډ څخه سر راپورته کوي او وايي، د دې طالب بنديانو خوشې کول خطرناک دي.

   په دې قضيه کې که څه هم افغان بې ګناه بنديان په ناحقه زورول کيږي او په بند کې ساتل کيږي، خو بيا هم امريکا يې په بند کې د ساتلو غوښتنه کوي، ځکه چې بنديان افغانان دي، نه امريکايان.خو په بله موضوع کې، امريکايي چارواکي د بوي برغال په نوم امريکايي سرتيرې د خوشي کولو په بدل کې پنځه لوړپوړي طالب مشران له ګوانتانامو زندان څخه خوشي کوي، پرته له دې، چې د هغوى دوسيې او اسناد وڅيړل شي.

   د سپينې ماڼۍ وياند جې کارني په ډاګه کړې، چې امريکا غواړي د خپل امريکايي سرتيري په بدل کې وسله والو طالبانو سره معامله وکړي. معلومه شوه، چې امريکا د دې پروا نه لري، چې ايا دا طالب مشران خطرناک دي که څنګه؟ ايا دا به د افغانستان او نورې نړۍ لپاره کوم ګواښ وي که يا؟

   څنګه امريکا ده؟ چې د بشرحقونو، تروريزم، ترهګر او دېته ورته ټول مسايل يوازې د امريکايانو د ژوند په ساتلو کې نغښتل شوي دي، که افغانان په دې لاره کې قرباني کيږي او يا بند ته اچول کيږي، کوم باک نه لري.امريکا د دې ډول کړنو په ترسره کولو کې په سيمه کې په پراخه کچه د خپل ځان په وړاندې کرکه او نفرت زيږوي، ترکومه به افغانان د امريکا د دې ډول شعارونو قرباني وي. خو د افغان او امريکا ملګرتيا يوازې د افغانانو د قربانۍ او د امريکا د ازادۍ په بنسټ ولاړه ده.

امريکا په دې معامله کې ثابته کړه، چې پرته له دې چې په ګوانتانامو زندان کې د دې طالب بنديانو اسناد او دوسيې وڅيړل شي، د خوشې کولو امر کوي او د خپل يو سرتيري په بدل کې د هغه څه کولو اقدام کوي، چې د افغانستان او نورې نړۍ خطر او ګواښونه هيڅ په پام کې نه نيسي.

   له يوې خوا په بګرام زندان کې د افغان بنديانو په ساتلو کې او له بلې خوا افغانستان ته د خطر په پيښيدو سره سره د برمته شوي امريکايي سرتيري خپل هيواد ته د ستنيدو لپاره د طالب بنديانو په خوشې کولو کې امريکا خپله ارامي او سوکالي احساسوي او خپلې ګټې خوندي ساتي.کم ترکمه امريکا دې افغانانو ته ٥٠ سلنه په ډاګه کړي او په عمل کې دې ورته څرګنده کړي، چې په دې روانه جګړه کې امريکا افغانانو ته د سولې او سوکالۍ په راوستلو کې د افغانانو پياوړى ملګرى دى، خو په تيرو ١٣ کلونو کې دا ژمنه په عمل کې ښکاره نشوه.

مجاهد سنګريار

————————————-

له باور ورځپاڼې څخه په مننې

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *