راپور: احمدالله احمدي

د پکتيا په مرکز ګردېز کې د يوې پراخې غونډې په ترڅ کې د ولسمشرۍ د نوماند ډاکټر اشرف غني دفتر پرانيستل شو.

په غونډه کې په ولسي جرګه کې د پکتيا د خلکو استازو مجيب الرحمان څمکني، ابراهيم غښتلي، نواب منګل، ګل باچا مجیدي، د ولايتي شورا ريس ښايسته جان احدي، بهرام څمکني تر څنګ د خوست ولايت استازو په هېواد کې د ډاکتر اشرف غني د کمپيان عملياتي مشر ظاهر قدير، د هلمند پخواني والي ګلاب منګل، د ميدان وردګو پخواني والي حليم فدايي، د پکتيا د بېلا بېلو ولسواليو قومي مخورو، او ځوانانو ګډون کړی وو.

په پکتيا کې د ډاکتر اشرف غني د ټاکنيز کمپيان مسوول ګل باچا مجیدي وويل، دولت  دې د ټاکنيزو کمپياینونو لپاره امنيت ټينګ کړي، او په ټاکنو کې دې چاته درغليو اجازه نه ورکوي

ښاغلي مجیدي وويل د هېواد په ټولو ولايتونو کې د ډاکټر اشرف غني کمپيان په داوطلب ډول روان دی، او په هر کلي او بانډه کې خلک دا ژمنه کړې د تحول او تداوم ټيم به بريالی کيږي: (( زه ډاډه يم چې موږ سر له اوسه بريالي دا بريالي ټيم دی، چې وروسته له ټاکنو به د پکتيا شته ستونزې له منځه لاړې شي))

د ډاکتر اشرف غني د ټاکنيز کمپيان يو بل غړي حاجي ظاهر قدير په خپلو خبرو کې وويل، د هېواد د جوړيډو لپاره چې د ټولو مسووليت دی نو ډاکټر اشرف غني ته رايه ورکړئ.

قدير وايي،

بل لوري ته د ولسي جرګي غړي، او قومي مخور وايي په ټاکنو کې له ډاکټر اشرف غني څخه په کلکه ملاتړ کوي ،چې هېواد له اوسني بهران څخه و وځي او په هېواد کې د شته فساد کچه ټيټه کړي.

منګل وايي، پکتياوالو په دواړو دورو کې حامد کرزی د جمهوري رياست په څوکۍ کې کيناو، خو پکتياوالو ته يي شا ګرځولې.

د منګل په وينا، په ۱۳ کلنو کې د پکتيا لويې پروژې تر اوسه يې په پکتيا کې پاتې شوې: (( پکتياوال په هر وخت کې له امتيازاتو بې برخې پاتې شوي، نن د پکتيا سړکونه وګورئ ، خلک په غربت کې ژوند کوي، د پوهې حلات په ټيټه کچه ده، په ۱۳ کلنو کې د پکتياـخوست،پکتياغزني ترمنځ سړک جوړ نشو))

پکتيا کې د افغان ملت ګوند د دفتر مسوول انجنير احمدشا احمدزي د غونډې ګډنوالو ته وويل، د ډاکټر اشرف غني له ملاتړ څخه څرګنديږي چې دا ټيم بريالی دی

احمدزی وايي، که په ټاکنو کې درغلي وشي د ولس له لوري به له کلک غبرګون سره مخ شي: (( که څوک په دې ملي پروسه کې درغليو ته لاره هواره کړي، هېواد به له يو بل ناورين سره مخ شي))

پکتيا کې دا لومړی ځل دی چې په رسمي ډول سره د ډاکټر اشرف غني احمدزي ټاکنيز کمپیان دفتر د يوې غونډې په ترڅ کې پرانيستل کيږي تر دې وړاندې هم د دې د ښار په ډېرو برخو کې د بېلا بېلو نوماندونو تصويرونه ښکاري خو په رسمي ډول تر اوسه کوم نوماند دفتر ندی پرانيستی.

2 thoughts on “په پکتيا کې د ډاکټر اشرف غني احمدزي د ټاکنيز کمپاین دفتر پرانيستل شو”
  1. د ډاکتر اشرف غنی احمدزی ټولوملاتړو ته ډیر ښه زیری ده او پکتیاوالو وروڼو څخه مو هم دا هیله ده چی دد کس ملاتړ وکړی او ولسمشری ته ددی مشروع لاری خپل ځان ورسوی
    یو ځل بیا د ټولو شمله ورو پکتیتاوالوڅخه یوه نړی مننه
    مصطفی له کابل څخه

  2. د وياړ ځای خو دا دي چې نورو نوماندانو ته زياتره خلک د مادياتو په بدل کې تبليغاتي منډې ترړې وهي،خو اشرف غني احمدزي ته بې له کوم امتيازه کمپاين کوي.او دا د يوه فکر او احساس له مخي کوي او هيله یې ده چې په راتلونکي کې به همدا سړی دا وطن له روان ناورين څخه راوباسي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *