وړمه شپه درې بجې د کونړ ولایت په غازي اباد ولسوالۍ کې د جابرانو په یوه ناځوانه او نامردانه برید کې د ملي اردو ۲۱ سرتېري ووژل شول چې د ځایي چارواکو په وینا په دغه برید کې د ملي اردو درې تنه سرتيري ټپیان او اته تنه نور هغه لادرکه دي.
پر افغان ځواکونو برید په داسي حال کې کېږي چې تر دې څو ورځې وړاندې ۲۳ پاکستاني ملېشه ځواکونه د طالبانو له خوا و تښتول شول او وروسته له هغه و وژل شول.
خو د پاکستان حکومت د خپلو ملېشو د وژلو تور پر افغان حکومت و لګاوه، له بلې خوا دغه تورونه افغان حکومت بې بنسټه وبلل، دا ځکه چې د برید مسولیت وسله والو طالبانو پرغاړه اخیستی و، او پاکستاني طالبانو په څو څو ځله اعلان وکړ چې دغه پاکستاني پوځیان یې د پاکستان په بلوچستان ایالت کې وژلي دي.
کله چې موږ د پاکستان او افغانستان بریدونو ته وګورو نو دا به راته جوته شي چې پاکستان په دغه برید سره د خپلو ملېشوو غچ له افغان سرتیرو څخه واخیست.
خو تر ټولو دردونکې خبره داده چې یو افغان د بل افغان د وژلو لپاره پلان جوړ وي، په کونړ کې ځایي چارواکو وویل چې دغه برید د ملي اردو د دریو سرتېرو او وسله والو طالبانو ترمنځ هغږی شوی و، تر څو دغه وحشت ناک برید تر سره کړي، د خدای لعنت دې د پاکستان پر هغه دال خورو شي چې مسولیت یې هم ومانه.
یوه خبره چې باید پاته نه شي او روښانه یې کړو هغه داده چې د کونړ برید ته په کتو دا ویلای شو چې که هر څومره د سولي خبرو اترو ته هڅي وکړو بیا به هم بریالي نه شو ځکه هغه څوک چې سوله نه غواړي هغه یو ګام تر موږ مخکي دي.
کله چې هم د سولي خبري یا په هېواد کې دننه شوي او یاهم بهر د شنډولو لپاره یې یو دومره لوی خنډ پیدا شوی چې فکر کول یې هم ناشونی دی.
دا یو ښکاره او واضع خبره ده چې بهرنیان په ځانګړې توګه ګاونډي هېوادونه نه غواړي په افغانستان کې سوله راشي او همدا دوی د بدمرغیو اصلي لاملین دي، په دې ځاي کې د افغانستان د سولې په اړه د افغان طالبانو دریځ ته هم اشاره کولی شو چې تل یې له افغان دولت سره د خبرو لړۍ رد کړې او همدا وايي چې مونږ غواړو له امریکا سره خبرې وکړو، له هغه چا سره چې ددوي په وینا د افغانستان او اسلام دښمنان دي، زه خو د طالبانو دې دریځ ته بلکل حیران یم، اوس نه پوهیږم چې دوي له افغان دولت سره جګړه کوي او که له امریکایانو سره، تر کومه ځایه چې زما ذهن کار کوي طالبان د افغانستان ویجاړۍ لپاره د امریکا په ګډون د نړۍ د ډیرو پیاوړو هیوادونو یوه پروژه ده او ددوي په وسیله خپلو اهدافو ته ځان رسول غواړي.
په پای کې دومره وایم چې اوس زموږ لپاره پکار ده چې د خپل او خپلو راتلونکو نسلونو د برخلیک په اړه ځانونه مسول وګڼو او مسولانه فکر وکړو، حکومت باید د کونړ د پېښې مسولین د قانون منګولو ته و سپاري.
او بل دا چې حکومت نه باید دومره ضعیفه شي چې په خپلو لیکو کې خپل او پر دي نه پېژني.
بس په اخیر کې یوځل بیا په دې ټینګار کوم چې لا اوبه تر ورخه نه دې اوښتي راځي د خپل ژوند او د خپل نن او سبا په اړه یوه قاطع پریکړه وکړو، تر څو له دغو بدمرغیو څخه خلاص شو.
د یوه سوکاله او ودان افغانستان په هیله.
پاکستان همیشه له خپلی بړستن څخه پښی اوږدوی یوه ورځ به راشی چې دا پښی به تر غوڅی شی او دوی به د خپلو عمالو سزا ګوری او افغانان د هغی ورځی به تمه دی نو راځو دی مسلی ته سعود صاحب ! که پاکستان فکر کوي چی ګویا زمونږ ملیشه سرتیری د افغانستان استخبارتی کړیو د طرحه شوی پلان په ذریعه وسلوالو طالبانو وړی نه زه هیڅ فکر نه کوم چې د افغانستان اسلام پاله سرتیری دی خپل لاسونه د مرتدو پاکستانیو سرتیرو په وینو کګړ کړی نو بیا له دی نه هم معلومه شوه چی بلخوا دا مشرکین طالبان ناری وهی دا مرتد ملیشه هم مونږ د پاکستان ایالات په بلوچستان کی جلات کړل او بیرته یی افغانان سرتیری د مشرکینو طالبانو په دستور چې د خپلو ګټو لپاره روزلی افغان سپیڅلی سرتیری د شهادت لوړ مقام ته ورسول