ارشیف

تاند- په هلمند کې نن /سې شنبه/ چاودنې د یوه ښوونځي درې زده کوونکي ووژل.

شاهدانو او د هلمند د والي ویندوی وویل چې دا پېښه په مارجه ولسوالۍ کې په یوه موټرسایکل کې د اېښودل شوي ماین د چاودنې په نتیجه کې وشوه.

د هلمند د والي ویندوی عمر ځواک وویل:«په دې پېښه کې، چې په مارجه ولسوالۍ کې وشوه، درې زده کوونکي وژل شوي او درې نور ژوبل دي.»

د ده په وینا د وژل شویو او ټپیانو عمرونه د ۲۰ او ۲۱ کلونو ترمنځ دي.

تراوسه هیچا د دې پېښې مسوولیت په غاړه نه دی اخیستی. عموماً د داسي حملو مسوولیت څوک په غاړه نه اخلي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *