د کندهار ولایتي چارواکي وايي، د ايساف ځواکونو په هوايي بريد کې د کندهار په شاوليکوټ ولسوالي کي اته تنه طالب ماين ښخوونکي ووژل شول.
دغه بريد تېره شپه يوه بجه د شاوليکوټ ولسوالۍ کيسۍ غره ته نژدې د کندهار او روزګان ولايتونو په پوله کې سوی چې په نتیجه ګې یې يوازې او يوازې اته ماين ښخوونکي وژل شوي دي.
د کندهار د مطبوعاتي دفتر له یوې خبرپاڼې سره سم په حمله کي د سیمې ملکي وګړو ته د سرومال هیڅ راز زیان نه دی اوښتی.
د تيرې شپې په بريد کي د وژل شویو ماين ښخوونکو ١٠ ماينونه، پنځه کلاشنکوفونه، درې مخابرې او څلور موټرسایکلونه، چې له دوى سره موجود ول، ویجاړ شوي دي.
د ملګرو ملتونو له وروستي راپور سره سم د وسلوالو د روان میلادي کال په لومړیو پنځو میاشتو کې د افغانستان د دولت د وسله والو مخالفانو لخوا د ماين په چاودنو کي د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې کچه په سلو کې ٢٤ فيصده لوړه شوې ده.
طالبانو د ملکیانو د مرګ ژوبلو په اړه د ملګروملتو راپور رد کړی او ویلي یې دي د دوی په حملو کې اکثره بهرني او کورني پوځیان او یا هم د افغانستان حکومت مامورین وژل کېږي.