د سمون او بدلون لپاره د ځوان فعالینو شبکه، چې د ځوانانو د ۴۱ فعالو او مدني بنسټونو او سازمانونو څخه جوړه شوې، له جوړیدو نه یې تر اوسه د ټولنې د سمون په برخه کې یې نه ستړیدونکي هڅې ترسره کړي دي.

دا شبکه د هېواد حساسه شرایطو ته په کتو سره د ۱۳۹۳ لمریز کال له ولسمشریزو ټاکنو څخه ملاتړ کوي او په ټاکنو کې د افغانستان د خلکو ګډون او د ټاکنو روڼوالي لپاره یې اغیزمنې هلې ځلې کړي او کوي.

له بلې خوا د سمون او بدلون لپاره د ځوان فعالینو شبکه د ټاکنو اړوند ټولې سکالې یې له نیږدې څیړلي او څاري او د هېواد یو شمېر روانو پيښو په اړه اندیښنه لري او هغه د ولسواکۍ او د افغانستان د خلکو اساسي حقونو پر خلاف ګڼي.

له دې امله د سمون او بدلون لپاره د ځوان فعالینو شبکه، لاندې سکالې د خپل دریځ په توګه اعلانوي:

۱ـ د قانون پر بنسټ، د یوه ځانګړي نوماند لپاره د دولتي امکاناتو او پوستونو څخه ګټنه په کلکه توګه منع شوې او له همدې امله، د یوه ځانګړي نوماند په ملاتړ د هر حکومتي چارواکي په ځانګړې توګه د ولسمشر لخوا د هر ډول غونډې جوړیدل د قانون خلاف کړنه ده او په راتلونکي کې به د قانون ماتونې پیلامه وي.

په ولسمشرۍ ماڼۍ کې د ځانګړې نوماند ملاتړ په موخه د یو شمېر مخورو لخوا د جرګې جوړیدل نه یوازې حقوقي ستونزې لري، بلکې د قانون پر خلاف عمل دی او د ولسواکۍ بنسټونه یې هم تر پوښتنې لاندې راوستي او د دې ښکارندوي کوي، چې حکومتي چارواکي په ښکاره توګه په ټاکنو کې لاسوهنه کوي او د یوه ځانګړي نوماند د ملاتړ لپاره زمینه چمتو کوي.

د سمون او بدلون لپاره د ځوان فعالینو شبکه، په ټاکنو کې د یادې ښکاره لاسوهنې د غندنې ترڅنګ له ټولو حکومتي چارواکیو او ولسمشر څخه غواړي، څو د ولسواکۍ اصولو ته درناوی ولري او په ټاکنو کې له ښکاره لاسوهنې ډډه وکړي، څو رڼو او سالمو ټاکنو ته زمینه برابره شي.

۲ـ بله موضوع، چې د افغانستان د خلکو ذهن یې ځان ته اړولی، د ټاکنو ترسره کیدل، نا امني او پر ټاکلي وخت د ټاکنو ترسره کیدو پر وړاندې خنډونه دي. د سمون او بدلون لپاره د ځوان فعالینو شبکه په کلکه له ټولو چارواکیو غواړي، چې ټاکنې باید پر ټاکلي وخت ترسره شي او د خلکو انديښنې له منځه لاړې شي. دا په داسې حال کې ده، چې په دې وروستیو کې د یو شمېر نویو پروګرامونو څخه د ټاکنو کمیسیون د چارواکیو دفاع د خلکو د انديښنو لامل شوی، چې په دې برخه کې د ټاکنییزو شکایتونو کمیسیون مسوولیت لري، څو د ټاکنو په بهیر کې د غیر قانوني لاسوهنو څخه د مخنیوي لپاره عملي اقدامات ترلاس لاندې ونیسي.

۳ـ په ټاکنو کې د زیاتو نوماندانو شتون د دې لامل شوی چې خلک د رایې ورکولو پر مهال له ستونزو سره مخ شي، د سمون او بدلون لپاره د ځوان فعالینو شبکه له هغه نوماندانو څخه، چې په ټاکنو د بریالیتوب لږ چانس لري غواړي، چې د ټاکنییز کمپاین څخه د لاس په سر کېدو ترڅنګ د ټاکنو شفافیت لپاره مرسته وکړي. د سمون او بدلون لپاره د ځوان فعالینو شبکه د دې ترڅنګ، چې ټاکنه د هر نوماند مشروع حق ګڼي، خو ټینګار کوي، چې د زیاتو نوماندانو شتون د ملي ګټو او ملي یووالي په ګټه نه دی او اړینه ده، څو یو شمېر نوماندان له خپلې نوماندۍ څخه لاس په سر شي.

۴ـ د سمون او بدلون لپاره د ځوان فعالینو شبکه، را روانې ټاکنې له دې امله مهمې ګڼي، چې د افغانستان په تاریخ کې د لومړي ځل لپاره په سوله اییزه توګه او د خلکو د رایو پر بنسټ د واک لیږد ترسره کیږي او د افغانستان له ټولو خلکو غواړي، چې د یو شمېر ستونزو او ګواښونو سربیره په پراخه توګه په ټاکنو کې ګډون وکړي او په دې تاریخ جوړونه کې ونډه ولري.

۵ـ دا شبکه ویره لري، چې د ټاکنو په درشل کې د نا امنیو زیاتیدل لا له مخکې مهندسي نشي او په هېواد کې له ټاکنو پرته بل بدیل ته زمینه برابره کړي؛ چې په دې صورت کې به د سمون او بدلون لپاره د ځوان فعالینو شبکه او د افغانستان ټول وګړي به د دې پرګروام پر وړاندې د خپلو مدني خوځښتونو له لارې په کلکه ودریږي.

۶ـ د سمون او بدلون لپاره د ځوان فعالینو شبکه، په هېواد کې د سولې له بهیر څخه د ملاتړ ترڅنګ، په کونړ کې د هېواد دښمنانو لخوا د افغانستان د اتلو او زړورو سرتیرو وحشیانه وژنه په کلکه غندي او د افغانستان له حکومت نه غواړي، چې د افغانستان د امنیتي ځواکونو د روحیې له کمزورۍ څخه مخنیوی وکړي او د هېواد ځمکمنۍ بشپړتیا څخه د دفاع لپاره د افغانستان امنیتي ځواکونو د روحیې پياوړتیا په موخه، هر اړخیز ملاتړ ترسره کړي.

۷ـ په پای کې د سمون او بدلون لپاره د ځوان فعالینو شبکه یو ځل بیا له ولسمشر کرزي نه غواړي، څو په ټاکنو کې لاسوهنه ونکړي او که چیري ورته بهیر دوام ومومي، د افغانستان د خلکو په ګته نه دی او خلک به د مدني لارو څخه په ګټنې د یادو لاسوهنو پر وړاندې جدي غبرګون څرګند کړي؛ خو که چیري ولسمشر د را روانو ټاکنو په بهیر کې له خپلو غیر قانوني لاسوهنو لاس په سر نشي؛ له دې برخې نه که هر زیان د افغانستان خلکو ته ورسیږي، نو ولسمشر کرزی او نور حکومتي چارواکي به ګرم وي.

و من الله توفیق

د سمون او بدلون لپاره د ځوان فعالینو شبکه

د ۱۳۹۲ لمریز کال د کب میاشتې ۶، چې د ۲۰۱۴ زیږدیز کال د فبروري میاشتې ۲۵

د اطلاعاتو او کلتور وزارت – د رسنیو نړیوال تالار

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *