ستا د تګ پرمهال مې در پسې ډېرې چيغې ووهلې، ستا په کاروان کې ټولو روانو مسافرو ماته کتل او پوهېدل، چې چيغې مې څومره د زړه له تل نه را وځي. ما د ډېرو کاروانيانو په سترګو کې اوښکې هم وليدي، چې د پټولو هڅه يې کوه، خو يوازې ته وې، چې د نوي منزل پر لور سفر دې زړه له خوښۍ باغ باغ کړى و، زه څه چې له خوښۍ دې هر څه هېر کړي وو، دې نا ليدلي سرور تر ټولو وړاندې روان کړى وې او څاروان ته دې هم په بيا بيا د تګ امر کاوه.
ته ولاړې، پرته له دې چې زما چيغې او په سترګو کې ولاړې اوښکې وګورې. زما فريادونه له تا نه وروسته په هغه درو او غرونو کې له ماسره يواځې پاتې شول، خو انګازې يې هره خوا خوره شوې، تر ننه هم د باد په څېر په غرونو، درو او شېلو کې خپرېږي، خلک به ورسره عادت شي، خو ستا د راستنېدو پرمهال به ما در ياد کړي.
هلته چې له يواځې را ستنېدو سره ستا لاسونه خالي او د پښمانۍ کچکول دې پر غاړه وي، نو خپل غوږونه به نه شې پټولى او که يې پټ هم کړې، نو زما د چيغو انګازې به دې د غوږونو پر ځاى زړه ته ځي او پوه به شې، چې ستا منزل هلته نه دلته و، خو نور د تل لپاره بې منزله يې.
٢٠١٤ فبروري ٢مه