تاند- یوه ځانمرګي د سې شنبې په ورځ د اروزګان ولایت په مرکز ترینکوټ کې لږترلږه ۸ تنه ووژل او ۴۱ نور ژوبل کړل.

د اروزګان امنیه قومندان جنرال مطیع الله خان رسنیو ته وویل، په ترینکوټ کې دې چاودنې یوه ودانۍ او یو هوټل زیانمن کړل.

د ده په وینا د اکثرو ټپیانو حال نازک دی او کېدای شي چې د تلفاتو شمېر له ۸ تنو واوړي.

تراوسه پوري چا د دې برید مسوولیت په غاړه نه دی اخیستی.

تر دې مخکې د سې شنبې په ورځ د هلمند ولایت په مارجه ولسوالۍ کې درې زده کوونکي په یوه چاودنه کې ووژل شول او درې نور ژوبل شول.

د هلمند د پېښې مسوولیت هم تراوسه چا په غاړه نه دی اخیستی.

وسله والو طالبانو په وروستیو ورځو کې ځانمرګو او بمي بریدونو ته زور ورکړی دی او ظاهراً د دوی هدف دا دی چې د افغانستان د ولسمشرۍ او ولایتي شوراګانو تر انتخاباتو مخکې خلک وبېروي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *