په کونړ کې پوځیان شهيدان شول، په هلمند کې زده کوونکي د ماين ښکار شول، په زابل کې ډاکتر و وژل شو، په پروان کې ښځه صحرايي محکمې محکومه کړه، په بدخشان کې سرتېري وتښتول شول، په غزني کې ماين چاودنې د يوې کورنۍ ټول غړي و وژل. … هره ورځ د وژنو خبر، هره ورځ ددې ولس د ځورونې او ويرنې خبرونه د افغانستان د رسنيو د سر ټکي جوړوي.

په حساسو شرايطو کې د وژنو او په هېواد کې د ناراميو لاملونه تر لمر روښانه دي، دغه ډول پېښې د دولت تر وسله والو مخالفينو زياتې بهرنۍ کړۍ تر سره کوي، خو د وسله والو مخالفينو له خوا يې ذمه اخستل کېږي او هرڅه پټ پاتې شي.

اړين ټکي، له امريکا سره د افغانستان د امنيتي تړون نه لاسليک او همدا ډول راتلونکې ولسمشريزې ټاکنې، د سولې خبر اترې او يو شمېر نور جدي مسايل دي، چې د افغانستان برخليک ټاکي، خو يو شمېر هېوادونه او کړۍ په ښکاره او پټه ددې پرمختګونو مخنيوی کوي او پر وړاندې يې ننګونې زېږوي.

امريکا هڅه کوي، چې فشار راوړي له ټاکنو د مخه تړون لاسليک کړي، خو په خپلو شرايطو.

ايران، پاکستان او يو شمېر نور هېوادونه يې بيا دې لپاره پر وړاندې ستونږې زېږوي، چې هسې نه لاسليک شي، د دوی ګټې به وننګوي.

کاونډي هېوادونه بيا د نور څه تر څنګ د پراختيايي پروژو او همدا ډول د راتلونکو ټاکنو پر وړاندې د خنډونو جوړولو هڅې هم کوي. د دوی ټول فشار به تر هغې ټکي وي، چې خپلو برياوو ته ورسېږي او د دوی په خوښه کار تر سره شي.

د افغانستان لپاره د کاونډيو تر څنګ د امريکا او نړيوالو سياست دوه مخی دی، دوی خپلو اهدافو ته د رسېدو په خاطر په افغانستان کې دننه او بهر ډلې ټپلې حمايه کوي، مالي لګښتونو ترڅنګ يې د جګړې تجهيزات هم ورکوي او دا جګړه اوس ټوله په طالب راټوله ده، خو فکر نه کېږي، چې له طالب سره تر سولې وروسته به دا ستره لوبه پای ومومي.

په دې وطن کې طالب سم لکه دوسری اژدها غورمبېږي، وينې څکي او د بلا انسانانو په هډوکو او غوښو رمباړې وهي، چې له يوې نيمې لسيزې پرې موړ شوی نه دی.

اصلي خبره دا ده، چې افغان چارواکي تر هرې پېښې وروسته ادعا کوي، چې د هغه په لاملونو پسې ګرځي او د مخنیوي هڅې يې کوي، خو بيا هم د ېوې پېښې لامل هغسې نه دی پيدا شوی او په ډاکه شوی.

د افغانستان ګاونډيان په ښکاره په يو ډول ناراميو کې لاسوهنه کوي، پاکستان په ختيځو سيمو توغوندي راوروي، خو پړه يې نه مني. ايران وسله والو تر څنګ په ځوانانو ددې لپاره پيسې وېشي، چې د جګړو ليکو ته ستانه شي او په يو ډول نه يو ډول د پراختيايي پروژو او راروانو ټاکنو مخنيوی وکړي.

امريکا ددې لپاه چې خپلې اوږد مهاله ګټې يې خوندي شي او د نړۍ له دې پوښتنې او نيوکې نه ځان خلاص کړي، چې ګويا نور خو په افغانستان کې جګړه ختمه ده، ناراميو ته لمن وهي.

د پاکستان په هره ديني مدرسه کې په افغانستان کې د جهاد فتوا صادره شوې، د ايران په هر مرکز کې په افغانستان کې جګړه روا بلل شوې ده، له همدې امله ددې جګړې د تمويل لوی هغه دوی دي.

په ټوله کې کاونډيان او يو شمېر نور هېوادونه داسې يو افغانستان غواړي، چې هر وخت دوی ته لاس نيولی وي او د دوی له خوښې او غوښتنې پرته هېڅ ګام اوچت نه کړای شي.

په دې وروستيو کې په کندهار، هلمند، غزني، فراه، فارياب، بادغيس، کونړ، نورستان او ننګرهار کې ګډوډيو زور اخستی، د وژنو او بريدونو ګراف په روان ژمي کې د نورو کلونو په څېر را ټيټ نشو، ځکه چې په همغه لومړيو کې کوټې ته ستانه شوي، طالب قوماندانان بېرته راواستول شول او د ژمنۍ جګړې د غځولو پلانونه ورکړل شول، تر څو ځانونه ثابت کړي. هورې هم د يوې خبرې او يوې رهبرۍ طالبان نه دي، نيم يې په افغان حکومت کې کار کوي معاش خوري، خو نيم نور يې د پرديو لوبو د نندارې لپاره ځوان ژڼي خاورې کوي.

له يوه لوري طالبان د سولې د خبرو اترو لپاره د ميز شاته په دريم ملک کې کښېني، خو لا هم معلومه نه ده، چې افغان حکومت له چا سره څه ډول خبرې کوي، څه ترې غواړي او څه تضمين موجود دی، چې جګړه به ختموي او ژوند ته به ستنېږي. افغان حکومته پکار ده، چې تر هر څه د مخه لومړۍ جګړه ودروي تضمينونه سره واخلي او بيا خبرې پيل کړي.

نور هېڅ مور نشي زغملی، چې زلمی زوی يې دې و وژل شي، نور هېڅ خور دانشي ليدای، چې ورور يې دې د يوې بې پايه جګړې ښکار شي، نور هېڅ مېرمن ددې د ليدو او اورېدو توان نلري، چې کونډه شو او بې سيوري شوه او نور هېڅ ماشوم ددې لايق نه دی، چې بې پلاره لوی شي او د سړک په سر سوال ته لاس اوږد کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *