د ولسي جرګې د یو شمېر غړو په وینا، د افغانستان ۱۵۴ ولسوالان زور واکي، مافيا او نالوستي کسان دي، چې واک ورته په میراثي ډول ور پاتې دی.
د افغانستان له ۳۷۵ ولسواليو څخه د۲۲۱ لپاره يې ولسوالان د اداري اصلاحاتو له بهيره تېر شوي، خو د دوی د ګمارنې په اړه نیوکې دادي چې؛ په مقررۍ کې یې د پوهې او وړتیا پر ځای روابطو ته ډېره ترجیح ورکول کېږي.
د ولسي جرګې غړي ادعا کوي، چې د افغانستان په نيمايي ولسواليو کې ولسوالان نالوستي کسان دي، چې د ټوپک په زور خپل واک ته دوام ورکوي.
افغانستان ۳۷۵ ولسوالۍ لري، چې له ډلې يې ۱۰ موقتي او نورې دايمي هغه دي.
د افغانستان د سيمه ييزو ارګانونو اداره وايي، د اداري اصلاحاتو په لړ کې يې ۲۲۱ ولسوالان له رقابتي لارې دې پوستونو ته تللي دي.
د دوی د معلوماتو له مخې په نورو ولسواليو کار روان دی، چې د ۱۳۹۳ لمريز کال تر پايه ورته د اداري اصلاحاتو د سياليو له لارې ولسوالان واستول شي.
د ولسي جرګې غړي وايي، همدا اوس ډېرې داسې ولسوالۍ دي چې زور واکو، مافيا او نالوستو کسانو په ولکه کې اخستې دي. د دوی په وینا، همدغه کسان تر وسله والو هم اوسني نظام ته ډېر زیان اړوي.
د ولسي جرګې غړی عبدالرحيم ايوبي وايي، که په ولسواليو کې وړ ولسوالان ګومارل شوي وای، نن به د افغانستان ګڼې ولسوالۍ او لرې پرتې سيمې له سقوط سره نه مخ کېدې: ((داسې ډېری ولسوالۍ دي، چې په مياشت کې یو ځل هم ولسوال او نور مامورين نه ورځي او خلک له اړې ورځې د خپلو قضيو د اواري په خاطر صحرايي محکمو ته مراجعه کوي.))
ښاغلی ايوبي زياتوي، په ولسواليو کې دوې اساسي ستونزې موجودې دي، يا يې ولسوالان نالوستي دي او يا هم د مافيا او زور واکو په ولکه کې دي.
د ده په خبره کندهار يو له هغو ولايتونو دی، چې د اوولسو ولسواليو له ډلې يې په دوو کې ايله لېسانس ولسوالان په دندو ګومارل شوي وي او هېڅ ولسوالۍ ته د والي له خوښې پرته ولسوال نشي تلای.
د ولسي جرګې غړي او عام خلک ادعا کوي، چې نا امنه ولايتونه ټول همدا ډول دي او هغو ولايتونو ته چې ولسوالان د اداري اصلاحاتو له لارې استول شوي، هغوی هم د اړيکو له مخې تللي، په سيمه کې نفود نلري او د ولسونو ستونزو ته لاسرسی نشي کولای.
د اداري اصلاحاتو له لارې چې کله يو ولسوال ټاکل کېږي، نو بايد لېسان وي او لږ تر لږه درې کلنه کاري تجربه ولري.
په ولسي جرګه کې د کونړ د خلکو استازې وږمه ساپۍ وايي، د اداري اصلاحاتو بهير خپله يوه ناکامه پروسه ده. د آغلې ساپۍ په وینا، داسې هم شوي، چې یو ولسوال په يوه ولسوالۍ کې په کارونو کې پاتې راغلی، خو له دې لارې توانېدلی، چې تر هغه ښې ولسوالۍ ته د بل ځل لپاره لار پيدا کړي. دا زياتوي ډېری ولسوالۍ د زورواکو له لوري ټېکه شوې او خپلې مافيايي ګټې يې پکې خوندي کړې دي.
د ولسي جرګې غړی نعمت الله غفاري وايي، لېسانس ولسوالان خورا کم دي او له بل لوري نوي استول شوي کسان په ولسونو کې هم نفوس نلري او نه هم خلک په ځان راټولولای شي، پکار خو دا ده، چې په لېسانس ولسوالانو کې هم د نفوس کسان غوره شي، چې تجربه ولري. د ده په خبره، د افغانستان ډېری داسې ولسوالۍ دي، چې ولسوالانو يې ان تر دوولسم ټولګي پورې هم زده کړې نه دي کړې.
د بغلان وکيله شکريه عيسی خېل هم ټینګار کوي، چې د زده کړو له معیار سره ترڅنګ باید تجربې او ولسي نفوذ ته هم پاملرنه وشي.
بلخوا د سيمه ييزو ارګانونو ادارې مسوولين د افغانستان په ولسواليو کې د نالوستو او زورواکو د نفود خبره ردوي او وايي، د اړتيا له مخې ولسوالان اړ دي، چې د همغې ټولنې له هر ډول کسانو سره اړيکي وپالي.
د يادې ادارې وياند تواب غورځنګ وايي، د ولسوال بست پخوا سياسي وو، خو اوس د ملکي خدماتو کارکوونکي او تخنيکي هغه دي، چې د راتلونکي لمريز کار تر پايه به ټولې ولسوالۍ د اداري اصلاحاتو تر بهير تېرې شي.
د ښاغلي غورځنګ په خبره، يو شمېر هغو ولسواليو ته چې امن پکې نه وي، لېسانس کسان نه ځي، نو ځکه په يو شمېر ولسواليو کې لاهم د دولسمو ټولګیو فارغان د سرپرستانو په توګه دندې ترسره کوي.
دوستانو سلام،
د ولسوالیو ولسوالان د لیاقت او اهلیت په پر بنیاد نه تعینږی بلکی له نور لارو نه کسان مقرریږی له نن دوه کاله مخکی لغمان ولایت پنځه ولسوالی لری ټول د یوی ولسوالی او تقریبا د یو کلی خلک وه چی دا خپله ددی ثبوت ده چی دا خلکو یو سوری په اصلاحاتی اداری کی پیدا کړی وه او ټول ورتلل او له همغه یوه ځایه لاسونه ورتیرول معمله یی کوله او ولسوال یی مقرراره وه که څوک د دی ولسوالانو نمونه غواړی زه یی ورسره شریک کوم ایا نور په ټول ولایت کی د یوی ولسوالی وړ کس نه وه بغیر له همدی یو کلی نه او همدا اوس هم یواځی یو د قرغیو ولسوال د الیشنګ ده نور ټول اوس هم د همدی یوه کلی خلک دی ایا اصلاحات اداری ده که ادری فساد؟