تاند- د سیمه ییزو اورګانونو خپلواکه اداره وايي چې د هرات ښاروال د برطرفه کېدو په اړه د دې ادارې له وړاندیز سره ولسمشر کرزي موافقه وکړه.

د سیمه ییزو اورګانونو د خپلواکې ادارې په وینا د هرات د ښاروال د لېرې کېدا غوښتنه وروسته له دې وشوه چې ښاروال یو ډاکتر وواهه او خلکو د ښاروال پر دې اقدام اعتراض وکړ.

د سیمه ییزو اورګانونو خپلواکې ادارې په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د هرات ښاروال دا اقدام سبب شو چې د هرات یو شمېر ښاریان مظاهرې وکړي او د ښاروال د لېري کېدو غوښتنه وکړي.

د هرات برطرفه شوي ښاروال محمد سلیم تره کي تراوسه پوري د سیمه یزو اورګانونو د دې ادعا په اړه څه نه دي ویلي.

د سیمه ییزو اورګانونو د خپلواکې ادارې په خبرپاڼه کې نه دي ویل شوي چې د ښاغلي تره کي پرځای څوک ګومارل شوي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *