تاند- د امریکا د متحدو ایالتونو لوی درستیز وايي، د امریکا د متحدو ایالتونو دا خبرداری چې که افغانستان امنیتي موافقه لاسلیک نه کړي نو ټول پوځیان به له دغه هیواده وباسي، ممکن د دښمن د تشویق او له طالبانو سره د ځینو افغان امنیتي ځواکونو د یوځای کېدو سبب شي.
د متحدو ایالتونو لوی درستیز جنرال مارتین دیمپسې، چې په افغانستان کې له امریکايي قومندانانو سره د کتنې لپاره افغانستان ته راغلی، نن وویل، دفاع وزارت ته د ولسمشر بارک اوباما دې امر، چې له افغانستانه د ټولو پوځیانو د ایستلو پلانونه جوړ کړي، افغان پوځي مشران هم اندېښمن کړي او د دوی د ځواکونو په ځان ډاډ له منځه وړي.
جنرال ډیمپسي چې د افغانستان د یوه ورځني سفر په پای کې خبرې کولې، وویل، غوښتل یې چې امریکايي قومندانانو ته ووايي چې لا هم ډېر کارونه شته چې دوی یې باید سږ کال وکړي .
لوی درستیز دیمپسي وویل چې د ځواکونو د ایستلو د اوازو د اغېز په اړه اندېښنه لري.
ده خبریالانو ته وویل:«دا دښمن ته ګټه لري او فکر کوم په یو نه یو ډول یې هڅوي، استخباراتي معلومات دا خبره تاییدوي.»
د امریکا د متحدو ایالتونو لوی درستیز همداراز وویل، په افغانستان کې د امریکايي پوځیانو د حضور په اړه د غیریقیني حالت دوام ممکن د افغانستان په ځینو برخو کې افغان امنیتي ځواکونه له خپلو ژمنو لاس اخیستو ته وهڅوي.
«داسي سیمې شته چې د داسي یو شي احتمال پکې شته، ممکن ځیني افغان امنیتي ځواکونه او وسله وال طالبان سره جوړ شي. فکر کوم د امنیتي موافقې په لاسلیکولو کې ځنډ ممکن د داسي یوه وضعیت له رامنځته کېدو سره مرسته وکړي، فکر نه کوم چې دا به په پراخه پیمانه وي، خو باید د امکان په اړه یې چمتو او تیارسی واوسو.»
سپینه ماڼۍ تاکید کوي چې که افغانستان امنیتي موافقه لاسلیک نه کوي د روان کال د دسمبر له یو دېرشمې وروسته به په افغانستان کې هیڅ سرتېري پرېنږدي.