تاند- د اسیايي جام په اتلولیو کې د افغانستان د کرکټ ملي ټیم نن د دې جام د تېرې دورې له اتل پاکستان سره مخامخ کېږي.
د افغانستان د کرکټ ملي ټیم وروسته له دې په اسیايي اتلولیو کې ګډون ته غوره شو چې په نړیوال جام کې لوبېدو ته بریالی شو.
د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې کیپتان محمد نبي وايي، چې د پاکستان د تجربه کار ټیم په شان لوبډلې سره مسابقه د افغان لوبغاړو لپاره مهمه شېبه ده.
محمد نبي همداراز وویل چې ټیم به یې تروسه وسه هڅه وکړي په دې تورنمنټ کې ښه لوبه وکړي.
د افغانستان د کرکټ د ملي ټیم کیپتان دې ته په اشارې چې له ښو لوبغاړو یې ټیم تشکیل شوی، هیله څرګنده کړه چې لوبغاړي به یې له دې مسابقو ښه تجربه ترلاسه کړي.
محمد نبي دا هم وویل چې د افغانستان د ملي لوبډلې نیمیايي لوبغاړي لکه رحمت شاه، محمد اصغر ستانکزی، ګلبدین نایب، محمد شهزاد، او شاهپور ځدراڼ په تېرو څو کلونو کې ښه تجربه ترلاسه کړې او د بنګله دېش په مختلفو میدانونو کې یې لوبه کړې ده.
افغانستان په وروستیو کې له پاکستان او استرالیا سره یو ورځنۍ مسابقې کړي خو دا به لومړی ځل وي چې د افغانستان ټیم د ټسټ لوبو د بشپړ غړیتوب لرونکو هیوادونو سره په مسابقو کې ګډون کوي.
افغان ټیم له سکاټلنډ، هالنډ، کاناډا او کینیا څخه یو ورځنۍ مسابقې ګټلي دي.
د کیپتان محمد نبي ترڅنګ د افغانستان په لوبډله کې نوروز منګل، اصغر ستانکزی، دولت ځدراڼ، فضل نیازی، حمید حسن، همزه هوتک، کریم صادق، میرویس اشرف، محمد شهزاد، نجیب الله ځدراڼ، نورعلي ځدراڼ، رحمت شاه، سمیع الله شینواری او شاهپور ځدراڼ شامل دي.
سره د دې چې په سپورتي لوبو کې ګټل او بايلل شته ـ دلوی رب ( ج ) په دربار کې د افغاني شاه ځلمو برئ غواړو
موږ دالله سبحان تعا لی
امید لرو چی موږ خوږمند
اودڅو لسیزو کړیدلی اولس ته کامیابی
په برخه کی
یا الله زموږ ټول اولس خوشحال کامیاب و ګرځوي
آ مین
پاکستان د افغانستان له پاره ۲۴۹ منډې هدف وټاکه.
یاره ټوله بازی ستانګزی خرابه کړه او دمحمدنبی سره ډیره نازوانی وسوله هغه نوو اوټ انپیراوټ کی دایی ډیره نازوانی وکړه