تاند- داسي ښکاري چې اوکراین د تجزیې په لور روان دی. پرون /چهارشنبه/ د روسیې یو شمېر مخالفو اعتراض کوونکو د اوکراین د کریمیا د کورواک جمهوریت د پارلمان پر ودانۍ یرغل وکړ.
د دوی برید د یوې فوق العاده غونډې، چې پکې د کریمیا د پارلمان غړیو د دغه ټاپو د راتلونکې په اړه خبرې کولې، خنډ شو.
ویل شوي چې د پارلمان غړیو په دې خبرې کولې چې له اوکراینه بېل شي او له روسیې سره یوځای کېدا اعلان کړي.
په هغو نښتو کې، چې پرون د کریمیا په مرکز سیمیفیروپول ښار کې وشوې، څو تنه ژوبل شول او د یوه سړي زړه ودرېده.
دا پېښې د اوکراین له وروستیو بدلونونو وروسته کېږي، هغه تحولات چې په نتیجه کې یې د روسیې نژدې متحد د اوکراین ولسمشر ویکتور یانو کوویچ له واکه لېري شو.
د کریمیا اکثره اوسېدونکي په روسي ژبه ږغېږي او باور کېږي چې د دې ټاپو اوسېدونکي د روسیې پلویان دي.
په مسکو کې د روسیې دفاع وزیر سرګی شویګو وویل، په تور سمندرګي کې د روسیې د سمندري پلیو ځواکونو د مرکزونو، چې د کریمیا په ساحلونو کې دي، د امنیت لپاره به لازم اقدامات وکړي.
په چارو کې د روسیې د لاسوهنې مخالفه ده.
د امریکا متحدو ایالتونو هم روسیې ته خبرداری ورکړی چې د اوکراین ملي حاکمیت ته درناوی وکړي او د دغه هیواد په سیاسي بحران کې مداخله ونه کړي.
له بلې خوا د امریکا د بهرنیو چارو وزیر له روسیې وغوښتل چې پر خپله خبره ودرېږي او له اوکراینه ځان لېري وساتي.
د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر جان کیري پرون وویل، واشنګټن نه غواړي چې د اوکراین د کړکېچ پر سر له روسیې سره مقابله وکړي.
ده په عین حال کې وویل، روسیې ویلي چې د اوکراین مځکنۍ بشپړتیا او یووالي ته به درناوی وکړي او امریکا هیله لري چې روسیه به خپله دا ژمنه په عمل کې ثابته کړي.
تر دې مخکې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین خپلو وسله والو ځواکونو ته امر وکړ چې د د روسیې په لوېدیځو پولو کې پوځي تمرینونه وکړي.
اوکراین د روسیې لوېدیځ ګاونډی دی.
په همدې حال کې د اوکراین نوي چارواکي وايي، د اعتراض کوونکو د ډله ییزې وژنې د امر د ورکولو په تور د پرزول شوي ولسمشر ویکتور یانوکوویچ د نیولو لپاره یې نړیواله غوښتنه کړې ده.