په پراګ کې د سوچي له المپیک سره په یوه وخت د یخ او واورې پر سر د لوبو ننداره جوړه شوې وه تیاره ماښام و چې له خپل زوی اتل سره لیتنا پارک ته ورغلم. په ښار کې مځکې تورې شوې دي خو دلته یې په دې پارک  کې د لوبو لپاره واورې او یخي پیدا کړې دي. یو ځای ځوانانو ډله ډله سیکي کوله، بل ځای د یخ پر سر د هاکي لوبه وه، ورها خوا نجونو او هلکانو پر یخ نڅا کوله

د نندارتون په منځ کې د اوسپنې موقتي زینې ولاړې وې او پورته یې له همدې اوسپنیزو ټوټو میدانګی جوړ کړی و چې د لوبو پر شاوخوا لوبغالو سپور و. یوه لور ته یو لوړ سټیچ و چې مخامخ ورته دوې لویې تلویزیوني پردې لګیدلې وې. پر سټیج د چک د ژمنیو لوبو له پخوانیو اتلانو سره خبرې روانې وې چې انځورونه یې د تلویزیون پر دغو لویو پردو هم ښکاریدل. ګڼ خلک ورته راټول شوې وو، خو سره غلي وو یوازې د سټیج پر سر د پخوانیو لوبغاړو خبرې اوریدل کیدې چې په لاډسپیکر کې غږیدل خو یو نیم ځل چې به یې په مستقیم ډول د سوچي لوبې د تلویزیون پر پردې ښکاره کړې او چې کله به چکي لوبغاړي تر سترګو شول، نارې سورې به جوړې شوې.

زوی مې منډه کړه، یو شل ګزه لرې د هغو هیوادو بیرغونه وو چې په سوچي کې یې لوبغاړي شته.

زه پسې ورغلم. اتل سړه ساه وایسته:

– د افغانستان بیرغ یې نه دی ایښی

– د افغانستان لوبغاړي سوچي ته نه دې تللي

– ولې په وطن کې خو ډيرې واورې اوري

– زویه جګړې دي خلک ډاریږي چې لوبې وکړي

– زه به له کتابخانې د سولې په باره کې یو کتاب راواخلم بیا به یې هغو خلکو ته ووایم چې جنګ کوي.

چغې شوې د چک کوم لوبغاړي په سوچي کې میډال وګاټه او موږ د کور په لور وخوځیدو.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *