تاند- د ولسمشرۍ کاندید قیوم کرزي نن اعلان وکړ چې له کاندیداتورۍ څخه به تېر نه شي.

قیوم کرزي نن په کابل کې یوې خبري غونډې ته په زغرده وویل، د زلمي رسول په ګټه له کاندیداتورۍ لاس نه اخلي.

د قیوم کرزي دې اعلان د هغې یوسلو اویا کسیزې جرګې د کار نتیجې په صفر ضرب کړې چې له څه مودې راهیسي یې هڅه کوله د زلمي رسول او قیوم کرزي ترمنځ جوړه وکړي او له دوی څخه یو د مقابل لوري په ګټه له کاندیداتورۍ لاس په سر کړي.

راپورونه وايي، نن ټاکل شوې وه چې د جرګې په هڅو قیوم کرزی د زلمي رسول په ګټه له کاندیداتورۍ خپله استعفا اعلان کړي خو د دواړو خواوو ترمنځ نه یوازې دا چې اختلاف حل نه شو بلکې نور هم زیات شو او قیوم کرزی مجبوره شو چې په زغرده اعلان وکړي چې له کاندیداتورۍ نه تېرېږي او انتخاباتي مبارزې ته دوام ورکوي.

قیوم کرزي وویل چې له قومي مشرانو سره به سلا مشورو ته دوام ورکړي او بیا به هم د دوی په مشورو عمل وکړي.

تر دې مخکې داسي راپورونه هم ورکړای شوي چې قیوم کرزي له اشرف غني احمدزي سره هم خبرې کړي او ښايي د احمدزي په ګټه له کاندیداتورۍ تېر شي خو قیوم کرزي نن په دې اړه څه ونه ویل.

د یوسلو اویا کسیزې جرګې مرستیال قاضي محمد امین وقاد وویل چې د ولسمشر کرزي غوښتنه دا وه چې زلمی رسول او قیوم کرزی سره یولاس شي او د یو بل په ګټه له کاندیداتورۍ تېر شي.

3 thoughts on “قیوم کرزي اعلان وکړ چې د زلمي رسول په ګټه به له کاندیداتورۍ لاس وانخلي”
  1. محترم كرزي صاحب دولس كاله دجمهوري ريا ست به جر كو او كميسونو تير كرداجه به خوار ملت خه تيريزي او خه تير شول دا بري خبر هم ندي كه جيري خبر أوسي هغه د فارسي كلمه ده جه واءي ( به ما جه ) أوس هم قرار نه كشيني او دخلكو منخ كي د نفاق تخم باشي .
    بريزده جه د ملت خلك خبل سر نو شت به خبله به أزاد انه توكه د ديموكراتيزه فزا كي بخبله وتأكي . دخان د بقا به خاطر دي زمونز أفغان ورونه بوحي اوخارنددوءي سربا زان او صاحب منصب ان نه قربا نوي.

    جنرال حبيب الله .

  2. له کاندیداتورۍ لاس وانخلي
    Friday, 28 February 2014 18:26 لیکنه: تاند 1 تبصره
    Qauoom Karzai
    څانګې انتخابات, خبرونه
    اصلي لینک

    خپروونکی: تاند
    http://taand.com
    تاند- د ولسمشرۍ کاندید قیوم کرزي نن اعلان وکړ چې له کاندیداتورۍ څخه به تېر نه شي.

    قیوم کرزي نن په کابل کې یوې خبري غونډې ته په زغرده وویل، د زلمي رسول په ګټه له کاندیداتورۍ لاس نه اخلي.

    د قیوم کرزي دې اعلان د هغې یوسلو اویا کسیزې جرګې د کار نتیجې په صفر ضرب کړې چې له څه مودې راهیسي یې هڅه کوله د زلمي رسول او قیوم کرزي ترمنځ جوړه وکړي او له دوی څخه یو د مقابل لوري په ګټه له کاندیداتورۍ لاس په سر کړي.

    راپورونه وايي، نن ټاکل شوې وه چې د جرګې په هڅو قیوم کرزی د زلمي رسول په ګټه له کاندیداتورۍ خپله استعفا اعلان کړي خو د دواړو خواوو ترمنځ نه یوازې دا چې اختلاف حل نه شو بلکې نور هم زیات شو او قیوم کرزی مجبوره شو چې په زغرده اعلان وکړي چې له کاندیداتورۍ نه تېرېږي او انتخاباتي مبارزې ته دوام ورکوي.

    قیوم کرزي وویل چې له قومي مشرانو سره به سلا مشورو ته دوام ورکړي او بیا به هم د دوی په مشورو عمل وکړي.

    تر دې مخکې داسي راپورونه هم ورکړای شوي چې قیوم کرزي له اشرف غني احمدزي سره هم خبرې کړي او ښايي د احمدزي په ګټه له کاندیداتورۍ تېر شي خو قیوم کرزي نن په دې اړه څه ونه ویل.

    د یوسلو اویا کسیزې جرګې مرستیال قاضي محمد امین وقاد وویل چې د ولسمشر کرزي غوښتنه دا وه چې زلمی رسول او قیوم کرزی سره یولاس شي او د یو بل په ګټه له کاندیداتورۍ تېر شي.

    1 تبصره

    جنرال حبيب الله جلالزويFebruary 28, 2014 په 21:55 تبصره
    محترم كرزي صاحب دولس كاله دجمهوري ريا ست به جر كو او كميسونو تير كرداجه به خوار ملت خه تيريزي او خه تير شول دا بري خبر هم ندي كه جيري خبر أوسي هغه د فارسي كلمه ده جه واءي ( به ما جه ) أوس هم قرار نه كشيني او دخلكو منخ كي د نفاق تخم باشي .
    بريزده جه د ملت خلك خبل سر نو شت به خبله به أزاد انه توكه د ديموكراتيزه فزا كي بخبله وتأكي . دخان د بقا به خاطر دي زمونز أفغان ورونه بوحي اوخارنددوءي سربا زان او صاحب منصب ان نه قربا نوي.
    جنرال حبيب الله .

  3. Mr. Karzai is now convinced that he will be leaving the Palace soon. Although he tried several means to stay longer but the USA did not agree with the extension of his term. Now he creates problems. Why would his brother Qayum Karzai pass for Rasul? Who is and who knows Rasul. Does Mr. Karzai wants him to become the next president because he is related to former king. Mr. Qayum did good job people know him and there is a big chance he will win.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *