د وینې بانک جوړ شو

 په ختیځ کې د ولسمشرۍ نوماند د ډاکټرمحمد اشرف غني لسګونه پلویانو نن د هېواد د ملي امنیتي ځواکونو د وروستیو تلفاتو د درناوي او ورسره د خواخوږۍ لپاره د دغو ځواکونو او جګړې له ملکي ټپيانو سره د مرستې په هدف د ننګرهار د عامې روغتیا ریاست د وینې بانک سره د وینې مرسته وکړه.

د ډاکتر احمدزي د ختیځ زون د کمپاین مسوول ارشاد رغاند تاند ته وویل، د وینې ورکولو د دغه داوطلبانه کمپاین پیل په ختیځ کې د ډاکټراشرف غني د کمپاین عمومي مسول احسان الله کاموال او د ډاکټراشرف غني فرهنګي سلاکار استاد لال پاچا ازمون د خپلې وینې له ډالۍ کولو سره پیل کړ.

وروسته لسګونه ځوانانو هم په داوطلبه بڼه خپلې وینې ډالۍ او له ملي امنیتي ځواکونو څخه خپل بشپړملاتړ اعلان کړ.

په ختیځ کې د ډاکټراشرف غني د کمپاین عمومي مشر احسان الله کاموال له رسنیو سره په خبرو کې وویل:په کونړ کې د ملي اردو د وروستیو ډله ییزو تلفاتو په ویر د خپل کمپاین د یوې ورځې لګښت،چې د ډاکټراشرف غني پلوي ځوانانو د چندې په بڼه را ټول کړی،د کونړ د شهیدانو وارثینو ته ورکول کیږي.

ښاغلي کامه وال زیاته کړه:له ملي سوداګرو مو هم غوښتي،چې د دغو شهیدانو له وارثینو سره د مرستې په برخه کې موږ سره همکاري وکړي.

ټاکل شوې،چې په ختیځ کې د ډاکټراشرف غني د کمپاین د دفتر په نوښت به د ډاکټرغني زرګونه پلویان د ننګرهارد عامې روغتیا روغتون ته لاړشي او خپلې وینې د ملي امنیتي ځواکونو د مرستې لپاره زېرمه کړي.

د یادونې وړ ده چې د ولسمشرۍ نوماند ډاکټراشرف غني په کونړ کې د ملي اردو سرتېرو وروستۍ ډله ییزه وژنه د افغانستان پرناموس او عزت برید ګڼلی او سخته غندنه یې کړې ده.

له بلې خوا نن د پخواني لوی څارنوال عبدالجبار ثابت په مشرۍ د حق او عدالت ګوند سلګونو پلویانو په جلال اباد ښار کې د ولسمشرۍ د نوماند ډاکتر اشرف غني احمدزي په ملاتړ غونډه وکړه.

په غونډه کې ښاغلی ثابت وویل: ((ډاکټراشرف غني عالم،قاطع او با اعتباره شخصیت دی، موږ ډاډه یوو، چې دی به خامخا د ولس په پراخ ملاتړ د ولسمشرۍ څوکۍ ګټي او افغانستان به باثباته،پرمختللی او پرځان متکي هېواد کړي))

په هرات اوړ څو نورو ښارونو کې هم د ډاکتر اشرف غني او نورو کاندیدانو په ملاتړ کې غونډې وشوې.

په هرات کې یو شمېر ښځو د غونډې په ترڅ کې د اشرف غني احمدزي ملاتړ اعلان کړ.

One thought on “د اشرف غني احمدزي پلویانود جګړې ملکي ټپیانو ته وینه اهدا کړه”
  1. عجب ښه کار دی ځوانانو کړی دی. الله ج دی ورته توفیق ورکړی چی نور هم داسی د خیر کارونه وکړی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *