تاند- د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا د متحدو ایالتونو خاص استازي د جمعې په ورځ وویل، د امریکا متحد ایالتونه لېواله دي چې د امنیتي موافقې د لاسلیکولو لپاره د افغانستان راتلونکې ولسمشر ته انتظار وکړي خو د موافقې په لاسلیک کې ځنډ دا معنا لرلی شي چې امریکا په افغانستان کې تر هغې اندازې چې مخکې یې په پام کې و، لږ پوځیان پرېږدي او خپلې مالي مرستې لږې کړي.

د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا خاص استازي جېمز دابینز همداراز وویل:«له بده مرغه د ولسمشر کرزي له لوري دا پرېکړه نه ده بدله شوې چې هغه امنیتي موافقه به نه لاسلیکوي چې ده ورباندې خبرې کړي دي او دا یې هم منلې چې دا موافقه د افغانستان لپاره مهمه ده.»

د تېرې اوونۍ د سې شنبې په ورځ د امریکا ولسمشر بارک اوباما کرزي ته ټېلفون وکړ او خبرداری یې ورکړ چې که امنیتي موافقه لاسلیک نه کړي له افغانستانه به ټول پوځیان وباسي.

ډابینز په خپلو څرګندونو کې د روغتیا او تعلیم په برخو کې د افغانستان د پرمختګونو د یادونې تر څنګ د راتلونکو انتخاباتو یادونه هم وکړه.

ټاکل شوې ده چې د اپریل په پنځمه د افغانستان د ولسمشرۍ او ولایتي شوراګانو انتخابات ترسره شي.

د ولسمشرۍ د انتخاباتو لپاره ۱۱ تنو ځانونه کاندید کړي دي.

One thought on “رابینز وايي د امنیتي موافقې ځنډ افغانستان ته مالي زیان هم لري”
  1. أمريكا او دامريكا يأنو ته خطاب كوم .
    نه بوهيزم جه ولي دا منيتي ترون به أمضاكولو دومره زياد تينكار كوي حتي متحدين ءي هم بخبل نو بت ياداوري كزي دا أفغانستان دي نه أمريكا دا يو مستقل دولت دي نه دامريكا مستعمره أفغانستان قانوني رئيس جمهور لري هغه كولي شي جه دخبل دولت دكتو به نظر كي نيولو سره خبل تصميم ونيسي داجه به دا دولس كلونو كي مو دخمكي لأندي زير مو خخه مو أعظمي توكه ا ستفاده وكره نوشي جان مو شه يو وخت به حساب وركري . دهدو جو رول دافغانانو دباره يو لوي شرم دي داجه خه نه وه جه تأسي ونكره . كورونه مو بمبارد كره ،نراوشخي،خو أنان اوكوجنيان مو له تيغه تير كره ،حتي دوادونو به مجلسو ونو، او واره ماشومان مو به مسجد نوكي بمبارد كره

    وروسته دوجلو خخه مود مقتولينو دوجلو د أعضا به بي رحمانه تو كه قطع او خان سره مو دتحفي به توكه انتقال كره داده ستاسي بشر دوستي جه أفغانستان ته مو به أرمغان راوري وه. (دا د بشر دوستي او دموكراسي سره ستره جفا او خيانت دي.
    ددغي تولو بد بختيو تصميم كننده جورج بوش اودتطبيقيدو اصلي عاميلين خليل زاد او كرزي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *