ناټو غواړي امريکا اړ باسي، چې د ځواکونو د اېستلو په سیاست د افغانستان له ډارولو لاس واخلي، ځکه چې وسله والو مخالفانو له دې مانور څخه د خپلو لیکو غښتلي ‌کولو لپاره بې سارې استفاده کړې ده.

له بلې خوا په افغانستان کې د ترهګرۍ پرضد په جګړه کې ولاړ قوماندانانو هم ګواښ کړی، چې د ځواکونو په تړاو د اوباما وروستی ټينګار د دوی ماموریت ته ستونزه پېښولای شي.

اوس د امنيتي تړون پرسر سپينه ماڼۍ، پنټاګون او ناټو یوه خوله ندي او د دريځونو دا تفاوت ولسمشر کرزی پرخپلو شرايطو تحمیلولو بریالی کوي.

په اوسنیو شرایطو کې اوباما سل په سلو کې د پوځیانو د اېستو تصمیم نه لري، خو دفاع وزارت ته په وروستي خبرداری کې د روان کال تر پایه د ځواکونو د اېستو د طرحې غږ د طالبانو مورال لوړ کړی دی.

د سیاسي چارو شنونکی محمد بشیر هاتف وایي، په ظاهره امریکا ځان بې نیازه ښیي، خو له وروستیو څرګندونو یې ښکاري چې؛ د امنیتي تړون د نه لاسلیک په غبرګون کې فشار واردوي.

د ښاغلي هاتف په وینا، د امنیتي تړون په اړه د ولسمشر کرزي دریځ ځکه په کور دننه ملاتړي وموندل چې د ناټو یو شمېر غړو هېوادونو او د سیمې ځینو امریکا ضد هېوادونو یې هم ملاتړ وکړ: ((د سیمې یو شمېر هېوادونه، د ناټو ځینې غړي هېوادونه او ولس پدې موضوع کې ولسمشر ته د یو پوخ سیاستمدار په سترګه ګوري او دا څه ولسمشر پر خپلو شرایطو تحمیلولو بریالی کوي. په امریکا کې هم د تړون او د ځواکونو د پاتې کېدو په اړه یو ژور اختلاف شته، ځینې په کرزي د فشار ننګه کوي، خو ځینې ددې حالت پایلې مثبتې نه بولي.))

یو شمېر شنونکي د روان کال تر پایه د ځواکونو د اېستو په اړه د امریکا دوه دریځونو ته اشاره کوي: یو؛ بارک اوباما د ځواکونو د اېستلو په تګلاره ټينګار کوي، خو چې څنګه له سپینې ماڼۍ د ځان ټولولو غږ جګ شي، د افغانستان په دښتو کې دېره امریکایي قوماندانان د نه ځواب ورغبرګ کړي او لا یې وډاروي هم.

د دوی په وینا، د امریکا په جنګي تګلارو کې تر اوباما د جنګ د واړه قوماندان نظر او رايه ډیر اهمیت لري، نو په همدې اساس دغه قومندانان باوري دي چې؛ د امریکا وروستۍ څرګندونې یې په افغانستان کې ماموریت ستونزمنولای شي.

دوه؛ اوس ناټو هم د امریکا له پوځي قوماندانانو سره ولاړه ده، چې د اوباما دا اخطارونه نور کار نشي ورکولای او په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو د پاتې کېدو خبره یقيني کوي.

د امریکا د لوی درستیز، د دفاع وزیر او ناټو چارواکو ضد و نقیض څرګندونې بیا ځینې د امنیتي تړون په اړه د افغان حکومت د غوښتنو غیر مستقیم ملاتړ بولي او د دریځونو دا تفاوت ولسمشر کرزي ته هم پخپلو شرایطو د ټینګ پاتې کېدو موقع برابروي.

د ولسي جرګې د نړیوالو اړیکو کمېسیون غړی نادر خان کټوازی هم پدې نظر دی چې د اوباما وروستۍ څرګندونې په جګړه ییزو لیکو منفي اغېز لري: ((د امنیتي تړون په اړه د ولسمشر کرزي دریځ معقول دی او هغه مسایل چې دی یې مطرح کوي حق په جانب دی.))

خو ښاغلی کټوازی د امریکایي او ناټو چارواکو ضد و نقیض څرګندونې د امریکا یو پلان بولي چې؛ په وینا یې غواړي پدې ډول افغان حکومت زر تر زره د امنیتي تړون لاسلیک ته اړ باسي.

په ورته وخت کې د ولسمشر کرزي د تګلارې په اړه دا نظر هم شته چې هغه ته د نړۍ د پوځي حضور ضعف او تقاضاوې ورمعلومې شوې او پدې اړه یې سنجیده سیاسي انتخاب وکړ.

د ولسي جرګې د کورني امنیت کمېسیون مشر محمد نعیم لالی حمیدزی وایي، امریکا په اوسنیو شرایطو کې د ځواکونو د اېستو طرحه نشي عملي کولی او په وینا یې، چې لا په افغانستان کې د امریکا ماموریت نیمګړی دی.

ښاغلی لالی د فشارونو د زیاتېدا وروستۍ لړۍ په امریکا کې له راتلونکو ټاکنو سره تړلې بولي، چې په وینا یې، ډیموکراتان او جمهوري غوښتونکي پدې ډول د افغان جګړې د یو طرفه کولو په شعار د خپل کاندید د بریالیتوب هڅه کوي: ((د امریکا دا ډول څرګندونې د ګټې پر ځای تاوان اړوي، خو افغان حکومت هم باید نور له دوه مخي سیاست څخه لاس واخلي او د امنیتي تړون موضوع دې شخصي ګټو لپاره نه کارول کېږي.))

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *