تاند – د کرکټ د اتلانو د جام نیمه پایلوبه د چهارشنبې (۱۹جون) په ورځ په لندن کې ترسره کیږي.
په دې لوبه کې چې د کابل په وخت د ماسپښین دوې بجې پیلیږي کوربه انګستان له جنوبي افریقا سره لوبه کوي. د انګلستان لوبډله د الف په ګروپ کې دوې لوبې وګټلې او یوه یې بایلوده چې له دې سره د خپل ګروپ په سر کې راغی.
د الف ګروپ اول د بې ګروپ له دوهم سره چې جنوبي افریقا ده لوبه کوي. په بې ګروپ کې بیا هند درې لوبې وکړې او درې سره یې یووړې چې د خپل ګروپ په سرکې یې ځای ونیو په همدې ګروپ کې جنوبي افریقا له دریو یوه یووړه، یوه مساوي کړه او بله بایلوده خو د امتیازاتو په توپیر له ویسټ اینډیز چې ورته دریځ یې خپل کړی،مخکې شو اونیمه پای لوبې ته ووت.

ټاکل شوې ده چې دوهمه نیمه پای لوبه د سریلانکا او هند تر منځ ترسره شي. سریلانکا په خپل ګروپ کې له دریودوې لوبې وګټلې او یوه یې بایلوده.

په نیمه پای لوبه کې دغه څلور ډلې د پیاوړتیا له اړخه سره ورته دي. د انګستان اوجنوبي افریقا لوبډلې دا ورته والی لري چې پر تیزو توپ اچونکو اتکا کوي هند او سریلانکا په سست توپ اچونکو ډاډه دي البته دغه دوه اسیایي لوبډلې په خپل بیټینګ هم ډاډه دي.
د جون په درویشتمه د دې جام پای لوبه کیږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *