خبریال زرداد شینواری (پارون) د نورستان امنیتي چارواکي وايي، د دې ولایت د نیولو لپاره تر زرو زیات بهرني وسلوال نورستان ته را اوښتي دي.
د نورستان امنیه قومندانۍ امنیت امرسمونوال علام فاروق وايي چې پنجابي، ازبک، چیچنیايي او لسګونه عرب وسلوال چی شمیر یې له زرو اوړی د نورستان په دریو ولسوالیو برګمټال کامدیش او وایګل کې د پټنځایونو په جوړولو پیل کړی دی.
فاروق وايي چې وسلوال په سپکو او درنو وسلو سمبال دي او په سرحدي سیمو کې یې یو شمیر توپونه هم ځای پرځای کړي دي.
له بل لوري د نورستان د ولایتی شورا مشر ډاکتر شمس اصیلزی وايي چې د یاد ولایت لپاره دې افغان ملي اردو ځواکونه راواستول شي. د ده په وینا ګڼ بهرني او کورني وسلوال په نورستان کې فعالیت کوي.
دی وايي د پولیسو شمیر کم دی او وسلوال د پولیسو په پرتله په پرمختللو وسلو سمبال دي.
دا په داسي حال کې ده چې وسلوالو طالبانو بیا په نورستان کې د بهرنیو وسلوالو شتون ردوي.