باور ورځپاڼه:  افغانان په کومو شرایطو امریکا غواړي؟

د افغانستان او پاکستان لپاره د امريکا ځانګړي استازي  په امریکا کې یوه کنفرانس ته په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي، چې  افغانستان به د امنیتی تړون د نه لاسلیک کولو په صورت کې له بې ثباتۍ سره مخ شي . دده پر وینا چې ټول افغانان د امنیتي تړون له لاسلیک ملاتړ کوي او ددې تړون سره ” یوازي د طالبانو مشر ملا محمد عمر مخالف دی.”او که لاسلیک نه شي نو له ۲۰۱۴ زېږدیږ کال وروسته به په افغانستان کې سیاسي ګډوډۍ را منځته شي.

   ډوبينز دا او ځینې نورې څرګندونې وړمه ورځ په واشنګټن کې د امريکا د سولې انسټيټيوټ له خوا د افغانستان په اړه د يوه کنفرانس ته په خپلو څرګندونې کړې دي. د رسنیو د راپورونو له مخې ددې کنفرانس نور وینا وال د افغانستان او امريکا يو شمېر چارواکي او د مدني ټولنې غړي وو، چې د افغانستان په روان وضعیت یې سره نظرونه شریک کړي دي.

    د ډوبینز په وینا، چې ولسمشر کرزي ددې تړون په نه لاسلیکولوسره  په افغانستان کې د امریکایي سرتېرو د ایستلو مهال ویش بیخي ګډوډ کړی دی. اوباما کرزي ته څرګنده کړې چې  د دوه اړخیز امنیتي تړون په اړه به د افغانستان له راتلونکي ولسمشر سره لاسلیک کړي، خو د کال په پای کې به د خپلو سرتېرو د احتمالي ستنولو پلان هم جوړ کړي.

 د کابل – واشنګټن تر منځ دامنیتي تړون د لاسلیک لپاره د ولسمشر کرزي له شرایطو څخه یو هم په روڼتیا سره د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو تر سره کول دي، چې امریکا باید دې ته زمینه مساعده کړي، خو ځانګړي استازي وویل، چې دا پروسه اوس په ښه ډول روانه ده،

     ډوبينز ويلي او که چېرې ټاکنې به برياليتوب سره ترسره شي، نو دا به د لومړي ځل لپاره په افغانستان کې په يوه ډيموکراتيکه فضا کې د واک لېږد ته لاره هواره کړي او اوسني ولسمشر حامد کرزی به په ډيموکراتيکه بڼه واک راتلونکي ولسمشر ته ولېږدوي. دده پر وینا چې افغانان باوري شوي چې ټاکنې ترسره کېږي او ورته په ښه ډول هیلمن دي.

  ټاکل شوې چې د ولایتي شوراګانو او ولسمشرۍ ټاکنې د راتلونکي لمریز کال د وري میاشتې په ۱۶مه نېټه ترسره شي، چې پوره ۳۵ ورځې ورته پاتې دي. د ولسمشرۍ لپاره ۱۱ کاندیدانو ځانونه نومولي او دا مهال یې ټاکنیز کمپاینونه دوام لري.

     سرچینې له افغان ولسمشریزو ټاکنو د نړیوال ملاتړ یادونه وکړه او ویې ویل،چې د افغانستان ولسمشریزو ټاکنو څخه به د اروپایي ټولنې؛ د اروپا د امنیت او همکارۍ سازمان او د امریکا د نړیوالې پراختیايي ادارې د استازو په ګډون شاوخوا دولس سوه نړیوال څارونکي څارنه وکړي، امریکا به هم پرته له دې چې له کوم ځانګړي کاندید ملاتړ وکړي له هرې ممکنې لارې مرسته ونه سپموي.

     اوس پوښتنه داده، چې د امریکایانو د امریکایي سرتېرو د پاتې کېدو لپاره د عامو افعانانو شرایط څه دي؟ د سیاسي چارو شننونکی عبدالله عازم وايي، د امریکايي سرتېرو له ځینو خپل سرو کړنو افغانان په تنګ شوي دي، هغه په دې اړه باور ته وویل:”یوعمده شرط خو همدا د ښاغلي کرزي شرط دی، چې په کورونو یې دې شپني عملیات نه کېږي، بل دا چې واقعي مرستې دې وکړي، افغان پوځ دې په پښو ودروي که پاکستان یا ایران حمله کوي، باید د افغانانو تر څنګ ودرېږي، خو ښه خبره داده چې افغانان اوس ملي امنيتي ځواکونو ته هیلمن شوي دي.”

 دده پر وینا، چې له دې او جمع د ولسشمر کرزي شرطونو نه پرته یواځې ملا عمر نه بلکې ډېر نور افغانان هم ددې تړون د لاسلیک مخالف دی، هغه ملي باور ته وویل:” په داسې حال کې شخصاً زه هم د امریکایانو له حضور سره مخالف یم، ولې چې ګټې نه یې زیان ډېر دی، موږ خورا بدبين او  دوه مخې ګاونډیان لرو.”

د ناټو دریځ او اندېښنه

   په بروکسل کې د ناټو دفاع وزیرانو له افغانستان نه د خپلو ځواکونو له وتلو سره سره دا پرېکړه هم وکړه چې ټلواله یې لېواله ده، په دې هېواد کې له ۲۰۱۴م کال پس  یو شمېر پوځیان وساتي.د ناټو عمومي منشي اندرې فوغ راسموسن وویل؛ که چېرته د افغانستان ولسمشر له واشنګتن سره امنیتي تړون لاسلیک نه کړي؛ نو د کابل او ناټو تر منځ به هم ورته تړون ونه شي.

سرچینې زیاته کړه، چې په افغانستان کې که چېرته د ناټو پوځیان پاتیږي؛ نو یوه قانوني چوکاټ ته اړتیا شته.هغه بیا وویل، که په مناسب وخت کې امنیتي تړون لاسلیک نه شي؛ نو نتیجه به یې نه د افغانانو په ګټه وي او نه به هغه ډول وي چې؛ دوی یې فکر کاوه.

د امریکا دفاع وزیر چک هیګل هم په بروکسل کې یوې خبرې غونډې ته له افغانستان نه د ټولو بهرنیو ځواکونو وتلو اندېښنې په څرګندولو وویل: هرڅومره چې امنیتي تړون او د ناټو د ځواکوانو د پاتېدو موافقه ځنډیږي؛ هومره  امریکا او د ایساف د غړیو هېوادونو ملاتړ او پلان له ګواښ سره مخامخیږي او تر ۲۰۱۴ کال وروسته ماموریت په خطر کې لوېږي.

د امریکا ولسمشر بارک اوباما هم د تېرې اونۍ دوشنبې په شپه له  اوږده ځنډ وروسته له خپل افغان سیال حامد کرزي سره په ټیليفون د امنیتي همکاریو د تړون په اړه خبرې وکړې، خو دواړه مشران د پخوا غوندې کومې هوکړې ته ونه رسیدل.

    هېره دې نه وي، چې په افغانستان کې تر پنځوس زره ډیر بهرني ځواکونه شته چې څه باندې درې دیرش زره یې امریکایان دي، خو  چېرته د کابل او واشنګتن ترمنځ امنیتي تړون لاسلیک نه شو، نو یاد ځواکونه اړ دي، چې افغانستان پرېږدي.

2 thoughts on “ډوبینز: ” یوازې ملامحمدعمر د امنیتي تړون مخالف دی”
  1. بريزدي دخداي به ليحاظ أفغانان او أفغانستان بريزدي جه دافغانستان خلك خبل سر نوشت بخبله وتأكي .
    كه جيري واقعاء تأسي دافغانستان دخلكو دوستان ياستي دغه كد ودي جه نن به أفغانستان كي روانه ده دي ته خاتمه وركزي .كه جيري واقعاء تأسي غواري اويامو غوشتل تأسي به دافغانستان هغه سبيخلي او منظم اردو او هغه با غيرته به وطن مين تحصيل كرده مسلكي منصو بين او هغه دفاعي خمكني او هواي ، تخنيكي او تكتيكي سلاح او تجهيزات ،او هغه جلبي اردو جه مو نز به خبل وطن كي درلو ده تأسي هغه واخيست به صفر مو ضرب كزه آوي أجير اردو مو رأته تشكيل كزه او مونز مو دخبل خان ا حتياجكرو .
    خمونز دافغا نا نو خواهش او هيله داده .
    ١ –زمونزداردو هغه بخواني سلاح وي كه زميتي دي كه هواي كه تعرضي دي كه مدافعه وي ديوي مرمي نه نيولي تر إسكات اوطيارو بوري مونز ته بير ته مسترد اوراوسباري
    ٢ -د دري لسيزو جنك به دوران كي يو تعداد منصوبينو سبكي او درندي وسلي تر طيارو بوري باكستان دولت ته تسليم كري شه نيات به فضا كي بايد به مكمل توكه مونز ته تسليم كزي.به دي صورت كي مونز كولي شو دخبلي خاوري ساتنه به خبله غاره وأخلو ستاسي سياسي تحليلو ته مونز ضرورات نلرو مونز دخبل وطن دازادي او سانتي سر سبرده سباهيان يو .
    حبيب الله جلاللزوي.

  2. امریکا په افغانستان کی د بی ثباتۍ او کورنۍ جګړی لوی عامل دی

    په لومړي پړاو کی باید دیته وکتل شي چه د امریکا شتون په افغانستان کی د ثبات په مانا دی او که دوامداری جګړی په مانا ؟ د تیرو لسیزو تاریخ ته که ځیر شو نو دوومه خبره صداقت لري چه امریکا په سیمه کی یودوامدار کړکیچ غواړي او خپلی اوږدمهالی ګټی د افغانستان په بربادۍ او تجزیی کی وینی ! له دی نه پرته امریکا خپلو شومو موخو ته نشي رسیدلی. نو ځکه د امریکا شتون د امریکا په شرایطو د افغانستان د بربادۍ نسخه دی او دی مرګونی نسخی ته زړه ښه کول ندی پکار .مننه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *